1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنگله دیش کې مورا، سمندري توپان زیانونه اړولي

۱۳۹۶ خرداد ۹, سه‌شنبه

وروسته له هغې چې د بنګله دیش له ټیټو پرتو سیمو څخه په سلونو زره کسان نورو خوندي سیمو ته انتقال شول، د مورا په نامه سمندري طوفان بنګله دیش ته رسیدلی. د روهنګیايي مسلمانونو ګڼ شمیر کورونه د طوفان له امله ویجاړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/2dnwU
Bangladesch Evakuierung Zyklon Mora
انځور: Getty Images/AFP

د بنگله دیش چارواکو ویلي چې د مورا، په نامه سمندري توپان او سخت باران چې په ساعت کې یې ۱۳۵ کلیومتره سرعت درلود، د سه شنبې سهار مهال د بنګله دیش جنوب ختیځي ساحلي سیمې ځپلي دي.

دغه هیواد تر دې توپان دمخه د هوا د خطر تر ټولو لوړ خبرداری ورکړی وو او د توپان تر رسیدو مخکې یې له ځینو سیمو څخه لږ تر لږه ۳۵۰ زره کسان نورو خوندي ځایونو ته انتقال کړي وو.

خوندي سیمو ته د خلکو د انتقال همغږي کوونکي لوړ پوړي چارواکي غلام مصطفي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «په ساحلي سیمو کې پراته دغه کسان کابو ۴۰۰ بیلابیلو ښوونځیو، دولتي ودانیو او خیمو ته انتقال شوي دي.»

د مهاجرنو د کورونو له منځه تلل

روهنګیايي چارواکو له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې ګاونډي هیواد میانمار کې له زور زیاتي څخه تښتیدلي د روهنګیايي مهاجرینو له پاره په زرونو مؤقت جوړ شوي کورونه د دې توپان له امله ویجاړ شوي دي. د بازار په نامه دغې ساحلي ولسوالۍ ته کابو ۲۰۰ زره دغو مسلمان لږکیو پناه وروړې ده.

د روهنګیا د ټولنې مشر شمس العلم په دې هکله وویل چې د بالوخالي او کوتاپالونګ په کمپونو کې کابو ۱۰ زره جونګړې او کوډلې د دې توپان له کبله ویجاړې شوي دي. نوموړی وايي: «په دې کمپ کې زیاتره دغه مؤقتي کورنه له ځمکې سره برابر شوي دي.»

په کوتاپالونګ کمپ کې د مهاجرینو د ټولنې مشر عمر فرخ، بیا وايي چې حالت ډیر خراب دی او دوی تر شنه آسمان لاندې پاتې دي.

د مورا، په نامه دغه سمندري توپان د موسمي بارانونو له امله رامنځته شوی دی. د همدې طوفان له امله په سریلانکا کې هم سخت بارانونه او د ځمکې د ښویدنې پیښې رامنځته شوي دي چې له امله یې په دې وروستیو ورځو کې ۱۸۰ کسان وژل شوي. بنګلدیش زیاتره وختونه د اپریل او دسیمبر میاشتو تر منځ د سمندري توپانونو او بارانونو له کبله اغیزمنیږي. د تیر کال د مې په میاشت کې هم د روانو په نامه یوه سمندري توپان په همدې جنوبي ساحلي سیمه کې ۲۰ کسان وژلي وو.

د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند عبدالهاشم، وايي چې «دا ځل موږ ډیر چمتو وو.»

(AFP, Reuters) /AH