1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلوچستان آيالت اود هغه مالی مشکلات

مرکه کوونکی رزاق برق۱۳۸۴ بهمن ۴, سه‌شنبه

د دغه آيالت مشر وزیر مولانا عبدالواسع المان ږغ راډیو پښتو خپرونی ته په یوه مرکه کی وویل: » زموږد اسلام آ باد د پیسو په ډگرکی کوم حق جوړیږی، هغه دوئ موږته نه راکوی«.

https://p.dw.com/p/DMpz
انځور: AP
دوئ وویل چې اسلام آباد په ټول پاکستان کی د حکومتی مامورینو د پاره کوم میاشتنی معاشونو کی زیاتوالی راوستی. دغه پیسی اوس د اسلام آباد پر ځائ موږ د آیالت د خزانی څخه هره میاشت څلورملیارده کلداری ورکوو. ده زیاته کړه چی په آیالت کی امنیت ناسم شوی. هلته د امنیت د سم کولو د پاره موږ د آیا لتی خزانی څخه پيسی اخستل کیږی. دوئ د یوی پوښتنی په ځواب کی وویل چی موږ په ټول آیالت کی و15 ملیاردو کلدارو ته ډیر سخت اړ تیا لرو.