1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ: د طالبانو په برید کې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي

۱۳۹۸ مهر ۹, سه‌شنبه

په بلخ ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د یوې ولسوالۍ پر مرکز برید کړی چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۱ تنه پولیس وژل شوي دي. په بلخ ولایت کې په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو فعالیت ډیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/3QX88
Afghanistan Sicherheitskräfte in Kandahar
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Seiam

 په بلخ ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په شورتپه ولسوالۍ باندې د طالبانو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ پولیس سرتیري وژل شوي دي. د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي چې دغه برید د سه شنبې ورځې سهار وختي د دې و لایت په شورتپه ولسوالۍ کې شوی دی چې په پایله کې یې سخته جګړه شوې. د فرهاد په وینا په دې پیښه کې ۱۱ تنه پولیس سرتیري وژل شوي دي.

په عین وخت کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې جنګیالیو یې دغه ولسوالۍ نیولي ده، داسې ادعا چې د والي ویاند فرهاد منیر یې ردوي. د والي ویاند وویل چې یادې ولسوالۍ ته اضافي سرتیري ګمارل شوي دي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر محمد افضل حدید، بیا د بلخ ولایت په دې لیرې پرته ولسوالۍ کې د تلفاتو د شمیر د لوړیدو په هکله ویره څرګنده کړې ده.

بلخ ولایت په دې وروستیو کې د طالبانو د مخ پر ډیریدونکو بریدونو شاهد دی. دغه ولایت چې یو وخت د نسبي امنیت څښتن وو، د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال پکې ګڼ شمیر د رایې اچونې مرکزونه د ناامنیو له کبله تړلي پاتې شول.

زموږ له آرشيف څخه: