1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري: ټول افغانستان به د سيمه ايزو پوليسو تر پوښښ لاندي راسي

۱۳۸۹ آبان ۱۶, یکشنبه

ټاکل سوې چي په درست افغانستان کي به سيمه ايز پوليس په دندو وګمارل سي، چي په همدې موخه ددغه پروګرام دوهم پړاو هم پيل سو.

https://p.dw.com/p/Q0rb
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري او د ايساف ځواکونو وياند جنرال جوزيف بلوتڅ
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري او د ايساف ځواکونو وياند جنرال جوزيف بلوتڅانځور: DW

ملېشو ته د ورته دغه ځواک د جوړولو مفکوره په افغانستان کي د ناټو د نوي قوماندان وه خو مشري يي افغان حکومت کوي.

تمه کيږي چي، سيمه ايز پوليس به وکړای سي په کليوالي سيمو کي د طالبانو د بغاوت مخه ډب کړي او ملي پوليسو ته اوږه ورکړي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي د سيمه ايزو پوليسو د جوړولو لومړۍ پروسه چي په اتو ولسواليو کي په لاره اچول سوې وه بشپړه سوې ده .

د ارزګان ګيزاب او خاص ارزګان، د کندهار ارغنداب، د هرات شينډنډ، د فراه پشت رود، د پکتيا ځاځي اريوب او ډنډ پټان او د سرحدي پکتيکا برمل ولسوالۍ هغه سيمي دي چي په لومړي پړاو کي پکښي محلي پوليس په دندو ګمارل سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت په خبره اوس د دغه نوښت دوهمه پروسه د افغانستان په نهو نورو نا امنو ولسواليو کي پيل سوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي د سيمه ايزو پوليسو د ماموريت څخه يي مثبت جاج اخيستی نو ځکه دغه پروسه دوهم پړاو ته ننوته.

« زموږ څېړنو وښوده چي د سيمه ايزو پوليس په دندو ګمارل يو مثبت اقدام وو، دغه کار د اړتيا سره سم لومړۍ په اتو ولسواليو کي پيل سو او اوس، ددغي پروسې دوهم پړاو پيل سوی چي په ترځ کي به يي د کنړ د خاص کنړ ولسوالي، د پکتيا څمکني، د بغلان پلخمري ولسوالي، د کندهار معروف، د ارزګان چوره او د هراوت ، د دايکندي کجران او د بادغيس قادس ولسوالۍ به يې تر پوښښ لاندي ونيول سوي راسي.»

د کندز ښار به لومړی هغه ښار وي چي پکښي محلي پوليس په دندو ګمارل کيږي.

د محلي پوليسو اجرات داسي دي چي د دولت ضد وسله والو په نيولو کي به مستقلانه عمل کوي او شکمن کسان به د زياتو تحقيقاتو لپاره ملي پوليسو ته سپاري.

د کورنيو چارو وزارت هغه ګنګوسي نا سمي بولي چي ګواکي سيمه ايز پوليس پخوانيو اربکيانو ته چي خلک ترخې خاطرې ور څخه لري ورته دي.

ټاکل سوې چي په لومړي سر کي د افغانستان په ۶۰ ولسواليو کي لس زره سيمه ايز پوليس سرتيري ځای پرځای سي چي د تجهيزاتو او امتيازاتو په برخه کي يي د امريکا متحده ايالتونو له افغان دولت سره د مرستي ټټر وهلي.

په دغه خبري غونډه کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال جوزيف بلاتز هم د سيمه ايزو پوليسو له پروسې د ګڼ مليتيزه ځواک پوره ملاتړ څرګند کړی.

دغه آلماني جنرال وويل چي سيمه ايز پوليس به وکړای سي چي کليو ته د بلواګرو له ورتګ مخ نيوی وکړي او دوی يې په هر حالت کي مرستي ته چمتو دي.

د کورنيو چارو وزارت په داسي حال کي د پوليس ځواک د غښتلي کولو لپاره د يو شمير ګامونو د پورته کولو خبر ورکوي چي ويل کيږي په تيره يوه اونۍ کي له د ولت ضد ښورښيانو سره په نښتو او چاودنو کي ۳۴ تنه د دغه ځواک سرتيري وژل سوي او شاوخوا ۵۸ نور ژوبل دي.

له دي سره د تيري اونۍ په پرتله په روانه اونۍ کي د افغان پوليسو د تلفاتو شميره دوه سلنه لوړ والی ښيي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل