1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیې یو تندلاری ملا اردن ته ستون کړ

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۱۶, یکشنبه

بریتانیې راډیکاله اسلامپاله اردني ملا، ابو قتاده، اردن ته استولی دی. له دی سره د بریتانوي او اروپایي محکمو هغه یوه شخړه پای ته ورسیده چې آیا نوموړی به په اردن کې وربړول شي که نه.

https://p.dw.com/p/193Lf
انځور: Getty Images


بریتانیې د یکشبنې په ورځ اسلامپاله تبلیغي ابو قتاده ته اردن ته واستوه. د بریتانیې او اروپایي محکمو اردن ته د هغه استول تر هغه وخته پورې ځنډولي وو، کله چې تیره میاشت بریتانیه او اردن په دې اړه موافقې ته ورسیدل چې ابو قتاده به په زندان کې نه ربړول کیږي.

د فرانس پرېس د خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې، قتاده اردن ته رسیدلی دی. د اردن د پلازمینې، عمان په ختیځ کې په یوه پوځي ډګر کې له کښته کیدو څخه سمدلاسه د هغه د محاکمی له پاره تیارې پیل شوی دی.

د اردن حکومت د ابو اقتاده، د بیا محاکمه کیدو له پاره د تسلیمدو غوښتنه کړې وه. پر نوموړي تور لګول کیږي چې په دې هیواد کې یې په یو لړ بریدونو کې لاس درلود. هغه پر دې تور په غیاب کې هم محاکمه شوی دی. هغه په ۲۰۱۰م کال کې په اردن کې پر سیلانیانو باندې د بریدونو د توطیې په تور د ۱۵ کلونو د بند په سزا محکوم شوی وو.

دغه راډیکال دینی عالم، له ۲۰۰۲م کال راهیسې په بریتانیې کې د زندان په دننه او د باندې وخت تیر کړی دی. لندن په ۲۰۰۵م کال کې هڅه کړې وه چې هغه له هیواده وباسي.

په ۲۰۱۲م کال کې د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې، اردن ته د هغه د لیږدولو پریکړه چې د لندن محکمې کړې وه لغوه کړه. اردن د ربړونې پر ضد د ملګرو ملتونو منشور امضا کړی دی، خو داسې رپوټونه شته چې د دغه هیواد د امنیتي کړیو له لوري په زندانونو کې احتمالي جسمی ربړونې تر سره کیږي.

تیره میاشت د اردن په سویلي ښار «معان» کې په زندان کې د یوه شخص د وژل کیدو پر ضد مظاهرې شوې وې.

د تلویزونونو په انځورونو کې ښودل شوي چې ابو قتاده د لندن په لویدیځ کې د پروت هوایي ډګر څخه په الوتکه کې کښینول کیږي. تر دې دمخه هغه د لندن په سویل ختیځ کې پروت د بیل مارش، له زندان څخه راوستل شوی وو.

د لندن د کورنیو چارو وزیرې تریسا، د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه «خطرناک سړی» ایستل شوی دی.

اټکل کیږي چې د ابو قتاده میرمن او پنځه ماشومان به په بریتانیې کې پاتې شي. هغوی په ۱۹۹۳م کال کې لندن ته راغلي ول او د سیاسي پناه غوښتنه یې کړه وه.

ابو قتاده، د القاعدې د ترهګرې شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره د لیدنې کتنې تورونه ردوي.