1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بریتانيا ته ایستل سوي په زرونو افغانان لا هم کورونه نه لري

۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبه

بریتانیا ته یو شمیر ایستل شوي افغانان د خپلې راتلونکې په اړه انديښمن دي. ځېنو ته ېې په ډیرو لرو پرتو سېمو کې کورونه ورکړل شوي. ېوې افغانې مهاجرې وويل بریتانيا ته د اوکرایني مهاجرو په راتلو سره دوی «کاملا هیر کړل شوي دي.»

https://p.dw.com/p/4FVyG
Afghanistan Erster ziviler Evakuierungsflug seit US-Abzug aus Kabul gestartet
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د جهان په نوم يوې افغان مهاجرې وويل چې د یوه هوټل په یوه کوچنۍ کوټه کې نژدې يو کال اوسیدل ورته نور د برزخ په غاړه اوسيدو په څير ګرځيدلي دي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته، له ۲۰ زرو ډیر افغانان بریتانیا ته ورسېدل. د دوی له ډلې یو شمیر وايي لا هم په موقتي هستوګنځایونو کې اوسیږي او دا د دې سبب شوی چې دوی ونه شي کړی خپل ژوند او راتلونکې جوړ کړي.

د توماس رويټرز بنسټ يو شمیر دغو افغانانو سره خبرې کړي، اکثرو افغانانو د خپلو نومونو له ښودلو ډډه کړې. د دوی له ډلې ۴۷ کلنې جهان دغه آژانس ته ويلي دي چې بریتانیا ته په راتلو ډيره خوښه ده چې په وینا ېې «ژوند ېې ژغورل شوی» او خپلو درو ماشومانو ته ېې روښانه راتلونکې ويني.

خو هغه وايي د یوه هوټل په کوچنۍ کوټه کې نژدې يو کال اوسیدل ورته نور د برزخ په غاړه اوسيدو په څير ګرځيدلي دي. میرمن جهان وايي د بریتانیا حکومت له ضعیفو پروګرامونو سره پر هوټلونو خپلې پيسې ضایع کوي. حکومت د روان کال په سر کې ویلي وو چې په هوټلونو کې د افغانانو د اوسیدو له پاره په ورځ کې ۱ اعشاریه ۴۷ ميلیونه ډالر مصرفوي.

جهان چې نه غواړي بشپړ نوم ېې خپور شي وايي: «په یو هوټل کې اوسیدل د یوې اوونۍ له پاره ډیر ښکلی وي په هغه صورت کې چې تاسو په چکر ياست، خو نه د یوه کال له پاره.» جهان په داسې یوه کوچنۍ کوټه کې اوسیږي چې د یوه میز د ايښودلو له پاره ځای هم په کې نشته.

د توماس رويترز فونډيشن په حواله، نوموړې په افغانستان کې په یو نړیوال سازمان کې منيجره وه، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته ېې ځان پټ کړ.

»نه پوهيږو چې سبا به څه پيښيږي«

جهان وايي: «موږ نه پوهیږو چې موږ سره به له ېوې ورځې بلې ته څه پېښيږي. موږ په راتلونکې کې د کار او پلان له پاره فکر نه شو کولای، ځکه موږ نه پوهيږو چې په ناڅاپي توګه به مو کوم بل ښار ته انتقال کړي.»

نوموړي زياتوي: «[حکومت] کولی شول پر دغو ټولو پيسو ېې موږ له پاره کرايي کورنه اخیستلي وی، حتی کولی ېې شول چې کورونه ېې ورباندې آباد کړي وی.»

د فاطمه حبیب په نوم یوه افغان مهاجره له پنځو مياشتو راهيسې د انګستان په مرکز کې ېوه هوټل کې اوسیږي. هغه وايي کورنۍ ته ېې په سکاتلند کې د یو کور وړانديز شوی، په داسې حال کې چې خاوند ېې په لندن کې کار کوي.

 ۳۳ کلنه حبیب په یوه کوچنۍ کوټه کې له خپلو دوو زامنو سره ژوند کوي چې تر سخت روحي فشار لاندې ده په ځانګړې توګه کله چې غواړي يو کار ترسره کړي.

د میرمن حبیب په خبره، ډیری ښځې د سخت خپګان احساس کوي. دوی نشي کولی په کور دننه د مخ په ډيریدونکي ناوړه استفادې په اړه مرسته وغواړي. هغه وايي: «ځېنې نارینه خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو کوټو څخه يې باندې ووځي.»

د هوټلونو د فضا په هکله ضد او نقیض څرګندونې

د بیرمنګهام په یوه هوټل کې میشتې يوې ښځې وويل ځينې وخت ېې خاوند د ساعتونو له پاره بهر وځي او په داسې وخت کې ېې خاوند ېې هغه په خپله کوټه کې قولپوي. د نوموړې ښځې خاوند چارواکو ته ويلي وو چې نه غواړي ميرمن ېې انګلیسي ژبه زده کړي او له کوره بهر فعالیتونو کې برخه واخلي.

يوې بلې ښځې بیا ويلي دي چې خاوند ېې له کوره بهر له ټولې نړۍ سره د هغې اړيکې قطع کړي دي. خو دغه ښځې وايي دا کورنۍ اختلافات دي او د دې له پاره ېې چاته د شکایت کولو جرائت نه کوي چې کېدای شي خاوندان ېې بيا په افغانستان کې د هغوی کورنيو ته زیان ورسوي.

خو د توريالي په نوم يو افغان بيا دغه ډول ادعاوې په کلکه ردوي. هغه دويچه ويله سره په خبرو کې وويل:«زه له نورو هوټلونو خبر نه یم، خو په کوم هوټل کې چې موږ اوسیږو داسې هيڅ ممانعت نشته ښځې او نارینه آزاد ګرځي. هيڅ مشکل نسته.»

»د هوټلونو خدمات فرق کوي«

توریالی وايي د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ سره د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۲مه بريتانیا ته راوړل شو، خو لا هم په یوه هوټل کې اوسيږي. خو هغه خوښ دی وايي هوټل ېې په ښه موقعیت کې دی او دوی ته ېې پنځه کوتې ورکړي دي. د توریالي په خبره د هوټلونو خدمات او سهولتونه فرق کوي: «د سهار چای مو ښه دی، خو د غرمې او بیګا ډوډۍ ېې نه، ځکه هندي غذاوې دي. هغه هوټلونه چې افغانانو سره قرارداد لري ډوډۍ ېې ښه ده.» دی وايي ماشومان ېې ښوونځيو ته ځي خو ښوونځي ېې له هوټله ۱۵ مایله لري دي.

بریتانيا ته ایستل شوي يو شمیر افغانان حتی د میرمن حبيب په څیر ښځې چې په انګلیسي ژبه خبرې کولی شي، وايي چې بریتانيا ته د افغانانو راتلل يو لوی کلتوري ټکان دی. نوموړې چې اوس د لندن په سویل ختيځ کې یوه کور کې اوسیږي وايي چې د ګاونډيو سره پيژندل او د نوو ملګرو جوړول سخت کار دی.

میرمن حبیب وايي: «زه اکثره وخت په ژور خپګان کې یم.» خو هغه په عین حال کې ښځو له پاره شته فرصتونو ته خوښه ده او غواړي چې په ټولنه کې ځان ادغام کړي.

دغه افغانه دا وخت د «برتیش کونسل» په نوم هغه روزنیز او کلتوري سازمان سره کار کوي چې هغه ورسه په افغانستان کې کار کاوه. هغه تمه لري چې وشی کړی خپل کار و بار ته رونق ورکړي: «زه په افغانستان کې قادره نه وم چې خپل ارمانونه او غوښتنې تعقیب کړم اوس ېې دلته په بریتانیا کې کولی شم.«

له فرنيچر پرته نمجن کورونه

په هوټلونو کې میشت ځېنې افغانان وايي چې د ماشومانو د لوبو له پاره ېې ځای نشته همدارنګه د خوړو له لحاظه هم ځېنې شکایتونه شوي چې ګواکې تکراری او غیرصحي دي په ځانګړې توګه د حامله ښځو او هغو افرادو له پاره چې د شکرې په څير ناروغۍ لرې.

د مهاجرت د چارو کارپوهان ټينګار کوي چې چارواکي باید مهاجرو له پاره په یوه سیمه کې څنګ په څنګ کورنه ورکړي تر څو ګډ ژوند ولري، له یو بله ملاتړ و کړي او په دې ترتيب وشي کړی په ټولنه کې ادغام شي. دوی وايي دا کار به همدارنګه مرسته وکړي چې افغان کورنۍ په انزوا کې نه وي.

د افغانانو څخه هرکلی تود نه وو

میرمن سارا دي یونګ د «the sulha Allianc» له بنسټګرانو څخه ده چې له افغان ژباړونکو څخه ملاتړ کوي. نوموړې وايي یو شمیر کورنیو ته په ډيرو لرو سیمو کې کورونه ورکړل شوي چې  له امله ېې هغوی په انزوا کې واقع شوي دي. د بریتانیا د حکومت د هستوګن کیدو د عملیاتو طرحه د «تود هرکلي عملیاتو» په نوم ده، خو میرمن دي یونګ وايي چې دغه «عملیات له ډير تود هرکلي سره نه وو.» هغې زیاته کړه چې ډيرو ژباړونکو او نورو افغان کارکونکو بریتانيا سره په کار کولو خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.

ځېنې کورنۍ د سکاتلند شمال لور ته په نهایت لرو پرتو ښارګوټو کې ځای پر ځای شوي دي. که دوی وغواړي تر ټولو نژدې ښار کې ځان ته کار پیدا کړي نو له کوره د کار تر ځایه تګ راتګ ورته له درو ساعتونو ډير وخت نیسي.

مسجدونه او حلال خواړه

میرمن سارا دي یونګ زیاتوي بله ستونزه دا ده چې په دغو لرو پرتو سیمو کې د مسلمانانو ټولنې هم نشته که د دا ډول سیمو افغانان وغواړي یو مسجد او يا د حلالو خوړو د رانیولو له پاره یو مارکيت ټه ولاړ شي نو باید ۷ ساعته په موټر کې مزل وکړي.

نوموړې وايي ځينې افغان کورنۍ داسې کورونو ته انتقال شوي دي چې فرنيچر او چپرکټونه نلري او یا ېې د کوټو ديوالونه رطوبت لري چې کیدای شي له کبله ېې ماشومان ناروغان شي. ځينو کورنيو بیا ويلي دي چې دوی ته په داسې ځایونو کې د هستوګن کيدو وړانديزونه شوي چې د کار له ځایه ېې په سلونو مایله لري دي او یا د کار وړاندیزونه ورته په همدا ډول لرو ځايونو کې شوي دي.

له افغانستان څخه بريتانیا ته په رايستل شوو کسانو کې د پخوانيو ژباړونکو په ګډون نور هغه کسان شامل دي چې د بریتانيا پوځ او حکومت سره ېې نژدې کار کړی دی. د دې تر څنګ د بشر حقونو فعالان هم په د تخلېې په پروسه کې راوښکل شوي دي.

د اوکرايني مهاجرو په راتلو »موږ هير شوي يو«

په بریتانیا کې د کورونو د کمښت له وجې، مهاجرو له پاره د کورونو موندل سخت دی، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو له پاره چې د کورنۍ غړي ېې ډير دي. د جهان په خبره حکومت تر ډيره خپل توجه اوکرایني مهاجرو ته اړولې ده. هغه وايي: «موږ کاملاً هير شوي يو.»

توریالي هم د میرمن جهان دغه خبره تائيده کړه. هغه دویچه ویله ته وويل: »د اوکراين له جنګه مخکې د افغانانو له پاره هر څه ښه وومهاجرو، خو د اوکراین جنګ چې شروع شو افغانان بيخي هیر شول.«

پر اوکراین د روسېې تر پوځي يرغل وروسته شاوخوا ۱۰۰زره اوکرایني مهاجر بریتانيا ته رسيدلي دي. د اکثرو دغو مهاجرو کوربتوب د «هومز فار اوکراین» په نوم تر طرحې لاندې بریتانوي کورنۍ کوي.

یاد آژانس وايي حکومت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې، خو د مهاجرو د چارو وزیر ريچارد هرینګټن (Richard Harrington) ويلي دي: «موږ ویاړو چې د ۷ زره ډیرو افغانانو له پاره مو کورونه تیار کړی... اما موږ پوهیږو چې نوره اړتیا هم شته چې باید ترسره شي.»

توریالی وايي دوی ته حکومت تازه ويلي دي چې تاسو په خپله ځان ته کور پېدا کړئ تر هغه وروسته په نورو چارو کې ېې درسره همکاري کوو.

(Thomson Reuters Foundation)mks/aa/