1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريگزيت و ځنډيد، می له اروپايي مشرانو سره خبري کوي

۱۳۹۷ آذر ۲۰, سه‌شنبه

د بريتانيا لومړۍ وزيره تريسا می په داسې حال کې اروپا ته سفر کوي چې يوه ورځ مخکې یې په پارلمان کې د دغه تړون پر سر رای اچونه وځنډوله.

https://p.dw.com/p/39qVJ
Niederlande Treffen Theresa May und Mark Rutte
انځور: Reuters/P. van de Wouw

لومړۍ وزيره تيريسا می اروپا ته سفر کوي څو د هالند له لومړي وزير مارک روتر او همدا راز د آلمان له صدراعظمې انگلا ميرکل سره د هغو انديښنو په هکله وغږيږي چې د برېتانيا د پارلمان غړيو د نوموړې د بريگزيت يا له اروپایي ټولنې څخه د برېتانيا د وتلو د تړون په هکله راپورته کړي دي.

می د دوشنبې په ورځ د (۲۰۱۸ م کال د دسمبر ۱۰ نیټه) پر بريگزيت تړون چې د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړيو هېوادونو له خوا منل شوی وو، د رای اچونې تر ځنډونې وروسته پارلمان ته د وينا پر وخت وويل: «زه به اوس هر هغه څه وکړم چې کولی يې شم، څو اطمنان ډير شي او له هغوی (اروپايي ټولنې) سره د هغو انديښنو په اړه خبرې وکړو چې د پارلمان غړي يې لري.»

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانیا د وتلو پلان پر سر د بريتانيا سياسي بحران د دوشنبې په ورځ هغه وخت لا پسې پراخ شو چې دا واضح شوه چې د لومړۍ وزیري تريسا می تړون ښايي د «اکثريت غړيو» له خوا رد شي.

د بريگزيت په موضوع کې د پارلمان زياتره سخت دريځه غړي د تړون د دې ټکي مخالفت کوي چې وايي د بريتانيا د ايالت شمالي ايرلند او د ايرلند د جمهوريت چې د اروپايي ټولنې غړی هيواد دی، ترمنځ به پوله پرانيستې وي. دوی ويره لري چې په دې سره بريتانيا په نامحدوده توگه د اروپايي ټولنې مقرراتو پلي کولو ته مجبوريدلی شي.

په حکومت کې گډوډي

 د دوشنبې په ورځ د لومړۍ وزیرې می له خوا د رای اچونې تر ځنډولو وروسته د اپوزيسيون گوند مشر جيريمي کورباين وويل چې بريتانيا نور يو «فعال حکومت» نه لري. هغه زياته کړه: «حکومت کنترول له لاسه ورکړی دی او دلته بې نظمي حاکمه ده.»

May verschiebt Brexit-Abstimmung
تريسا می په پارلمان کې د اکثريت غړيو ملاتړ تر شا نه لريانځور: picture alliance/empics

د اروپايي ټولنې پلوي سکاتلند ملي گوند او همدا راز د اروپايي ټولني پلوي ليبرال ديموکراتانو وويل چې د نن ورځي تر ناکامۍ وروسته به د می پر حکومت د باور د رای ملاتړ وکړي ځکه حکومت هسې هم کنترول له لاسه ورکړی دی.

آلمان: څه بايد بدلون ومومي؟

د اروپايي ټولنې مشرانو لا د مخه ويلي ول چې دوی به د بريگزيت پر تړون يو وار بيا مذاکرات ونه کړي.

خو په لندن کې بحث د دې باعث شو چې د اروپايي ټولنې د جرگه گۍ مشر دونالد توسک د تويتر له لاري وويل چې موږ به پر بريگزيت د خبرو اترو له پاره د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د جرگه گۍ يوه غونډه راوبولو. هغه زياته کړه:«خو موږ به پر تړون له سره مذاکرات ونه کړو. خو دې ته چمتو يو چې د بريتانيا له حکومت سره به له پارلمانه د دغه تړون د تصويبيدو په برخه کې مرسته وکړو.»

د ایرلند لومړي وزیر ليو وارادکار په جلا توگه وويل چې ده او توسک پر دې سره توافق کړی چې د تړون اوسنې مسوده يو بهترين سند دی او پر دې به له سره خبري ونه کړو.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس هم وويل چې اروپايي ټونې او بريتانيا د دې تړون د رامنځته کولو له پاره ډېر زيار ايستلی دی او دی «هیڅ داسې څه نه ويني» چې د نورو خبرو اترو په ترڅ کې تغیر شي. هغه زياته کړه: «موږ يو له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا منظم بيلوالی غواړو.»

پاونډ خپل ازرښت له لاسه ورکړ

د لومړۍ وزيري تريسا مې له خوا د بريگزيت پر سر د رای اچونې د ځنډولو اعلان د اروپايي محکمې تر هغې پريکړې وروسته وشو چې پکښې ويل شوي ول چې برېتانيا کولی شي په يو طرفه ډول د بريگزيت  له تړونه ووځي. د پارلمان ځينې هغو غړيو چې د اروپایي ټولنې پلويان دي، تر دې پريکړې وورسته د يوه بل ريفرنډم يا ټولپوښتنې غږ وکړ، څو د بريتانيا له وگړو څخه يو وار بيا وپوښتل شي چې دوی له اروپايي ټولنې سره پاتيدل او که جلا والی غواړي.

خو می په خپله وينا کې خبرداری ورکړ چې دويمه ټولپوښتنه به د نظر اختلافات او ويش لا پسې ژور کړي او دا به يوازې د يوه دريم ريفرنډم غوښتنې ته لاره هواره کړي.

د بريتانيا پولې واحد پاونډ د لومړۍ وزیري د پريکړې له وجې د ۲۰۱۷م کال له اپريل راهيسې د امريکايي ډالر په مقابل کې ۱،۲۵ راکښته شوی دی.