1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين: د کرونا په نوم عاجلې مرستې او د سلفيانو فريبکاري؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

د کرونا وبا په خپريدو سره عاجلې مرستې يوازې مستحقو کسانو ته نه، بلکې ښايي جعل او فريب هم خلکو تر لاسه کړي وي. په برلين کې د ښکاره فريبکارۍ په تور د سلفيانو کورونه تلاشي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3bxzx
Berlin Fussilet-Moschee - Prozess
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان حکومت، په برلين کې په افراطي اسلامپالنې ته د ميلان لرلو په تور تورنېدونکي ډلې، سلفيانو يو شمير کورونه او موټرونه تلاشي کړي دي. پوليسو پر ټويټر ليکلي دي چې د حکومت نژدې سل تنه امنيتي ځواکونو د پنځو مشکوکو کسانو سره شته مواد معاينه کړي دي. پر دوی باندې شک دی چې د کرونا په نوم يې عاجلې مرستې ترلاسه کړي او هغه يې په خپلو کورونو کې ساتلي دي.

د پوليسو او لويې څارونوالۍ په حواله، په مجموع کې پنځه مشکوک کسان د دوی تر تحقيقاتو لاندې دي. د پوليسو په يوه عمليات کې يو مشکوک کس نيول شوی هم دی.

پولیسو د عملياتو پر وخت، هغه مواد چې په فريبکارۍ سره ترلاسه کړل شوي ول، د ثبوت په توګه ضبط کړي دي. د پوليسو يوه وياند آلمان خبري آژانس ته وويل: «موږ په ښار دننه او له ښاره باندې د تلاشيو په هکله غور کوو.»

دغه سلفي ډله د برلین په یوه ګڼ میشته سیمه کې د یوه تړل شوي جومات د «داخلي کړۍ» برخه ده. دغه تړل شوی جومات د دوی د غونډو ځای وو. زياته شوې چې څو کاله مخکې د برلين د کرسمس پر يوه بازار باندې حمله کونکی، انيس امري، هم دغه ځای ته تګ راتګ کاوه.

د لويې څارنوالۍ په حواله، د پوليسو ياد عمليات د پنجشنبې په ورځ ترسره شوي وو او له هغې مخکې د برلين د ويډينګ سيمې د يو جومات د امام پر کور باندې هم پولیسو چهاپه وهلې وه.

دغه جومات د څه مودې راهيسې د يو هستوګنځي په توګه کارول کیږي. په دغه ځای کې د احمد اې په نوم يو تبليغی له خپلې ميرمنې سره ژوند کوي.

مستنتقانو پر احمد اې تور لګوي چې هغه او ملګري يې د ناسمو معلوماتو او درواغو په ويلو، د برلين اينویستمنت بانک (IBB) څخه د کرونا عاجلو مرستو په نوم ۱۸ زره يورو تر لاسه کړي دي. لويه څارنوالي وايي چې اوس پر دې باندې څيړنې روانې دي چې معلومه شي چې دغې سلفي ډلې ترلاسه کړې پيسې چيرته لګولې.

چارواکو دا هم ويلي دي چې د ياد بانک مالي مرسته په بشپړه توګه محفوظه ده. آی بي بي بانک يو داسې پروګرام پيل کړی چې له لارې يې هڅه کوي چې د کرونا وبا پر وخت اړمنو کسانو ته عاجلې مرستې ورسيږي.