1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين د ليبيا کانفرانس کوربه توب کوي

۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبه

د آلمان صدراعظمه انګېلا مېرکل په برلين کي د ليبيا کانفرانس کوربنه ده. د کانفرانس مقصد په ليبيا کي د تاوتريخوالي د لا زياتېدو او د بهرنۍ لاسوهنې پای ته رسول دي.

https://p.dw.com/p/3WQbI
Deutschland | Sicherheitsvorkehrungen zur Libyen-Konferenz | Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/A. Riedl

په ليبيا کي د کالونو راهيسي خونړۍ کورنۍ جګړه ادامه لري. په پلازمېنه طرابلس کي د لومړي وزير فايز السراج حکومت دی چي په نړيواله توګه په رسميت پېژندل سوی دی. خو د مليشو قومندان جنرال خليفه بلقاسم حفتر او د هغه قواوې د ليبيا د پلازمېنې علاوه د هيواد نژدې نوري ټولي سيمي تر خپل کنټرول لاندي لري.

د تاوتريخوالي، کمزوري حکومت او کمزوره دولتدارۍ له کبله د ليبيا هيواد د اروپا پر لور د مهاجرت په يو ترانزيتي هيواد بدل سوی دی. په زرهاؤ په زياته د افريقايي هيوادونو سره تړاو لرونکي مهاجر ليبيا ته ځان رسوي او د ليبيا له ساحل څخه د اروپا د سترې وچي پر لور حرکت کوي. له دغو څخه زيات شمېر په ليبيا کي په مهاجر کمپونو کي بند پاته دي او اړ دي چي په ډېرو بدو شرايطو او امکاناتو کي هلته شپې او ورځي تېري کړي.

د ليبيا کورنۍ جګړه د بهرنيو قوتونو له پاره په يوه نيابتي سيالي بدله سوې ده. د بېلګي په توګه ترکيه د لومړي وزير فايزالسراج مرسته کوي او روسيه د جنرال حفتر ملاتړې ده. خو و ليبيا ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی غسان سلامة او په همدې شان د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۱۹مه) د ليبيا د کانفرانس کوربه هيواد آلمان او اروپايي اتحاديه په دې نظر دي چي په ليبيا کي د تاوتريخوالي د کمولو له پاره د بهرنيو لاسوهنو بندېدل مهم دي.

غسان سلامة د آلمان اې آر دي تلويزيون ته د شنبې په ورځ وويل چي په ليبيا کي هر ډول بهرنۍ مداخله ښايي د لنډې مودې له پاره «د اسپرين ګولۍ» په شان درد د لنډې مودې له پاره کم کړي «خو د کانفرانس اصلي مقصد په ليبيا کي د هر ډول بهرنۍ مداخلې پای ته رسول دي.»

د آلمان صدراعظمه په دې توانېدلې چي په دغه کانفرانس کي تر لسو څخه زيات هغه دولتي او حکومتي مشران په دغه کانفرانس کي سره يوځای کړي چي هيوادونه يې په ليبيا کي اغيز لري. په ګډون کوونکو کي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د ليبيايي مليشو جنرال حفتر، د ليبيا لومړی وزير فايز السراج، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د بريتانيې لومړی وزير بوريس جانسن شامل دي. په دولتي مېلمنو کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو  هم شامل دی.

دغه کانفرانس په داسي حال کي په آلمان کي پېليږي چي د جنرال حفتر ځواکونه د پلازمېني طرابلس د نيولو په هڅه کي دي.

د کانفرانس له پېل څخه تر مخه د ليبيا لومړي وزير السراج پر ملګرو ملتونو ږغ کړی دی چي ليبيا ته سوله ساتي ځواک ولېږدوي.

epd, dpa, afp, rtr/awa/ns

زموږ له آرشيف څخه پر ورته موضوع يو انځوريز راپور (14.07.2019):

Bildkombo Haftar und as-Sarradsch
لومړی وزير فايز السراج او جنرال خليفه حفتر