1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: دوه بهرنۍ ډاکترې برمته شوې دي

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه

د افغانستان په شمال کې چارواکو د چهار شنبې په ورځ وویل چې د یوې مرستندویه مؤسسې پنځه تنه کارکوونکي چې پکښې دوه بهرنۍ ښځینه ډاکترانې هم شاملې دي د سې شنبې په ورځ په بدخشان ولایت کې یرغمل شوي دي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/150Qw
انځور: AP

د پولیسو او ولایتي چارواکو په خبره دغه وګړي د بدخشان ولایت د یفتل بالا په ولسوالۍ کې د نا ‎پیژندل شوو کسانو له خوا یرغمل نیول شوي دي. د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ، ویلي دي چې دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې دغه کسان د فیض آباد په لور راروان ول.

په دې سیمه کې د یاغیانو فعالیتونه ډیر محسوس نه دي خو یو شمیر جنایت کاره ډلې پکښې فعالیت لري. پولیسو ویلي دي چې دغه بهرني وکړي هغه وخت یرغمل شوي دي چې د یوان په ولسوالۍ کې له یوه کلینیک څخه تر لیدنې وروسته د فیض آباد په لور روان ول. په دې سیمه کې سړک د سیلابونو له کبله خراب شوی وو نو له همدې کبله دغو کسانو پر خرو باندې سفر کاوه.

د افغانستان په شمال کې د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي، ویلي دي: «هغوی پر خرو باندې سفر کاوه. دوه بهرني مرستندویه کارکوونکي او د هغوی ژباړونکی د ناپیژندل شوو کسانو له خوا یرغمل نیول شوي دي. موږ د هغوی د موندلو له پاره عملیات په لاره اچولي دي.»

ناټو ویلي دي چې د پېښې په اړه معلومات په لاس کې نه لري. په بدخشان ولایت کې مرستندویه مؤسسو د پېښې د حساسیت له کبله په دې اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

په افغانستان کې کله نا کله بهرني وگړي یرغمل نیول کیږي او د هغوی د ازادیدو په مقابل کې د پیسو غوښتنه کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم