1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د اجراج د مخنيوي هڅي

۱۳۹۵ بهمن ۷, پنجشنبه

د بخښني په نړيوال سازمان کي د افغانستان د څانگي څېړونکې حوريه مصدق نن له اروپايي هيوادونو څخه د افغان مهاجرو د ايستلو د مخنيوي په اړه د اروپا پارلمان ته وينا کوي.

https://p.dw.com/p/2WSRv
Afghanistan Menschenrechte Horia Mosadiq
انځور: Amnesty International

حوريه مصدق له دويچه ويله سره په ځانگړ مرکه وويل چي د اروپايي ټولني غړي هيوادونه بايد د افغان مهاجرو له بيرته ايستلو څخه ډډه وکړي. هغه وويل چي د بخښني نړيوال سازمان غواړي چي له ديپلوماتيکو لارو په دې اړه بحثونه پيل کړي.

د هغې په خبره افغان مهاجر بايد ځکه افغانستان ته ونه لېږل سي چي هلته امنيت نه سته او بله عمده ستونزه چي افغان مهاجر ورسره لاس او گرېوان دي هغه دا چي ځيني هغه افغان مهاجر هم بيرته لېږل کيږي چي له سره په افغانستان کي زېږېدلي نه دي.

هغې وويل: «زموږ ځيني ځوانان چي د مهاجرت پرمهال تر هيواد دباندي زېږېدلي دي هغوی اوس افغانستان ته لېږل کيږي چي هلته هيڅ ډول شناخت نه لري، چي دا به ډېري ستونزي پيښي کړي.»

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د تيرکال په ډسمبر مياشت کي افغانستان ته په ډله ايزه توگه د ځينو افغان مهاجرو تر اجراج وروسته وويل چي په لېږل سوو مهاجرو کي ډېرو ئې جرمونه کړي ول. خو حوريه مصدق وايي تر هغه ځايه چي دوی ته روښانه ده يوازي يو تن ئې جرمي سابقه لرله.

هغې زیاته کړه چي په اوسنيو شرايطو کي افغانستان ته د افغان مهاجرو لېږل ځکه هم خطرناکه دي چي په يووار د داسي ځوانانو چي هلته هيڅ کار ونه لري او له هيواد سره اشنايي نه ولري، کيدای سي چي د ترهگرو د لاس آله وگرځي.

په جرمني کي په دې اړه بحثونو زور اخيستی چي حکومت وايي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي له امنيتي پلوه ډاډمني دي او کيدای سي اخراج سوي مهاجر هلته ژوند وکړي، خو ځیني سياستوال د ملگرو ملتونو هغه راپور ته اشاره کوي چي وايي په افغانستان کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی.

مصدق وايي دوی ته دا ډېره مهمه ده چي افغانستان ته د لېږدېدونکو مهاجرو امنيت هلته په پام کي ونيول سي. هغې وويل: «کله چي دوی لېږل کيږي د هغوی د امنيت خونديتوب ته بايد ډېره پاملرنه وسي، چي له بده مرغه اروپايي ټولني تر اوسه پوري په دې اړه څه کړي نه دي.»

هغې زياته کړه: «په دې سره د يوه هيواد مسئوليت نه خلاصيږي چي يو مهاجر خپل هيواد ته وليږه او بس. زموږ له نظره دوی بايد په دې ډاډه سي چي هغه مهاجر چي بيرته خپل هيواد ته لېږل کيږي بايد ټولو اسانتياوو ته لاس لری ولري، چي له بده مرغه دغه څه اوس نه سته.»