1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايرن مونشن بدلون ته اړتيا لري

يان هيندريک رفلر۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د آلمان د فوټبال اتله لوبډله بايرن مونشن بيا د اروپا د اتلانو ليگ له نيمه پايلوبي څخه ووتله. که د دغي لوبډلي ترېنر اوس خپله لوبډله ځوانه نه کړي په راتلونکي کي به هم د اروپا د اتلانو ليگ کپ نه وگټي.

https://p.dw.com/p/1FP8q
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert

د دويچه ويله د سپورت برخي مسئول مدير يان هيندريک رفلر په دې نظر دئ چي د بايرن مونشن لوبډلي وروستيو پايلو ته په کتو سره داسي ښکاري چي هغه لوبډله دي نه وي چي هر څه ئې په لاس راوړلای سوای.

بايرين مونشن لکه د تيرکال په شان د اروپا د اتلانو ليگ د کپ د سياليو په پای لوبه کي ووتله. له بارسلونا سره ئې تير شپه په خپل لوبغالي کي لوبه ښه وه او ويې گټله، خو هغه څه چي مهم دي هغه د دواړو لوبو پايلي دي چي بارسلونا په خپل لوبغالي کي ۳، صفر ماته ورکړه او دلته ئې دوه پر درې بايلوله. خو يايله يې درې پر پنځه د بارسلونا په گټه سوې.

دا سمه خبره ده چي د بايرن مونشن لوبډلي ترينر بل انتخاب نه لاره بې له دې چي د تيري شپې لوبډله ميدان ته وروباسي او د هغو دوو ستورو لکه روبين او ريبري چي ټپيان دي ځای چا نسوای ډکولای، خو بايرن مونش بايد سړی د خپري خبري په ترازو وتلي، چي وايي موږ کپونه گټو! خو دوی د دغو درو کپونو څخه سږکال يوازي يو چي هغه د آلمان د فوټبال اتلولي وه وگاټه.

يان هيندريک رفلر
يان هيندريک رفلر

اوس بايد سړی د بايرن مونشن ترينر پر هغه خبر باندي نيوکه وکړي چي ويلي يې ول چي دغه درې کپه، لکه د اروپا د اتلانو او آلمان کپ او د آلمان د اتلولۍ کټل مهم دي. د نه يوازي دا چي د دغي لوبډلي د مخکني ترينر يوپهانکس د هغو درو کپونو اتلولي و نه ساتلای سوای، بلکي په يوه کال کي يې دوه او دا دی سږ کال ئې يوازي د آلمان اتلولي وگټله. دا د داسي يوه کلپ له پاره چي غواړي هر کال د اروپا د اتلانو سيالي وگتي ډېر لږ دي.

اوس خبره دا ده چي د بايرن لوبډلي هغه لوبغاړي چي لوبه پرمخ وړي عمرونه يې تر ۳۰ کلنی اوښتی دی او دغه کلپ بايد په خپلو لوبغاړو کي بدلون راولي، خو دا کار بايد څرنگه وسي او څوک ئې بايد وکړي؟

د بايرين مونشن لوبډلي ترينر ويلي دي چي دی به په راتلونکي کال کي هم د دغه لوبډلي مشري وکړي، چي دا ښه کار هم دئ. د بايرن کلپ ټوله مشرتابه د گوارديلو تر شا ولاړ دي خو دی بايد په دريم کال د اروپا د اتلانو کپ مونشن ته راوړي، که نه نو فشارونه به ډېر سي او د هغه سيستم به سره وچوي.