1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن ته تر ټولو غټي تحفې غني او پوتين ورکړي دي

۱۴۰۱ اسفند ۵, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د فدرالي اسنادو پر اساس د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د افغانستان ګوښه شوی ولسمشر محمد اشرف غني، په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن او د هغه کورنۍ ته د غټو تحفه ورکوونکو کسانو څخه ول.

https://p.dw.com/p/4NvHe
Kombobild Mohammad Ashraf Ghani, Joe Biden und Vladimir Putin

له واشنګټنه د اسوشتید پریس د رپوټ په حواله دغه فدرالي اسناد چې د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي، پکې ويل شوي چې دغه تحفې د درې واړو هیوادونو ترمنځ د تر ټولو دوستانه وختونو پر وخت ورکړل شوي دي.

رپوټ وايي د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۱۶مه د سويس په ژنیف کې خپل امریکايي سیال جو بایدن سره د کتنې پر وخت هغه ته د ۱۲زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ليکنې یو قوطۍ رنګ او یو قلم تحفه ورکړی وو.

د ثبت شوو معلوماتو له مخې د پوتين د دغې تحفې پرته د هغه او یا د کوم بل روسي چارواکي له خوا بایدن او یا نورو امریکايي چارواکو ته کومه بله تحفه ورکړل شوې نه ده.

د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۱۶مه د سويس په ژنیف کې
د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۱۶مه د سويس په ژنیف کېانځور: Saul Loeb/Pool via REUTERS

په ژنیف کې د پوتين او بایدن کتنه

د امریکا او روسېې تر منځ روابط په ژنیف کې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو تر کتنې لږ وروسته، د ۲۰۲۲م کال د فبرروۍ مياشتي پر ۲۴مه پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته خراب شول.

د پوتین تر تحفې ورکړې وروسته په هماغه میاشت کې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه مېرمن رولا غني د امریکا ولسمشر او د هغه مېرمني جیل بایدن ته د کابو ۲۸زره امریکا ډالرو په ارزښت د ورېښمو ساخت دوه تختې غالۍ د ډالې په توګه ورکړې.

رپوټ وايي چې د غني او مېرمنې له خوا ېې بایدن ته دغه غالۍ وروسته له هغه ورکړل شوې چې هغه د ۲۰۲۱م کال په اپریل کې له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو اعلان وکړ. د سوغاتونو د ليست مطابق، د ېوې قالینې قیمت ۹۶۰۰ او د بلې ۱۹۲۰۰ ښودل شوی دی.

عبدالله عبدالله هم تحفې ورکړې

له دې نه علاوه اشرف غني د امریکا د دفاع وزير لويد آستين ته هم په مارچ میاشت کې د ۲۶۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یوه غالۍ تحفه ورکړې وه.

رپوټ زیاتوي چې جو بایدن همدارنګه له عبدالله عبدالله څخه چې د افغانستان په پخواني حکومت کې دوهم حکومتي چارواکی ارزول کېده، د کابو ۱۱۵۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د لاجوردو او برونزو د جواهراتو یوه بکسه ترلاسه کړې وه.

د امریکا ولسمشر جو بایدن، د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د افغانستان د پخواني حکومت د مصالحې عالې شورا مشر، عبدالله عبدالله - د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې ۲۵مه
د امریکا ولسمشر جو بایدن، د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د افغانستان د پخواني حکومت د مصالحې عالې شورا مشر، عبدالله عبدالله - د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې ۲۵مهانځور: Susan Walsh/AP

امریکايي چارواکي په دې باور ول چې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو وروسته به د غني حکومت د افغانستان دفاع وکړای شي او خپل کار ته به ادامه ورکړي او دا چې د امریکا ملاتړ به هم ورسره ادامه ولري. خو محمد اشرف غني د هماغه کال په اګست مياشت کې له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو ډير لږ وروسته افغانستان ترک او دغه هیواد طالبانو تصرف کړ. 

امريکايي چارواکو ته ورکړل شوې تحفې چېرته ځي؟

د دغو سوغاتونو په هکله جزئيات د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په کلني رپوټ کې کوم چې د نړۍ د رهبرانو له خوا امریکايي چارواکو ته ورکړل شوې سوغاتونه پکې ذکر کیږي، ورکړل شوي دي.

دغه جزئيات د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۳مه) د امریکا د فدرال راجستر په ويب پاڼه کې خپاره شوي دي.

د ۲۰۲۱م کال د ټولو سوغاتونو لیست به د جمعې په ورځ د فبرروۍ ۲۴مه خپور شي. د پوتين او غني له خوا ورکړل شوې ټولې ډالۍ د امریکا ملي آرشیف ته ليږدول شوي دي.

د اسوشتید پریس په حواله امریکايي چارواکو ته تر ۴۱۵ ډالرو پورته ارزښت لرونکې تحفې په ملي آرشیف کې کېښودل کيږي. خو د تحفې ترلاسه کوونکی د دې اختیار لري چې د تحفې اټکلي بيه پرې او هغه خپل له ځان سره وساتي.

(AP)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: