1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایمنسټي: سعودي عربستان فعالان شکنجه کوي

۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبه

د جمال خاشقجي بې رحمانه وژنه یوازینۍ پيښه نه ده. د بخښنې نړیوال سازمان د سعودي عربستان په زندانونو کې د بشري حقونو له نورو «ناوړو سرغړونو» څخه پرده پورته کړې ده چې تر ټولو زیات فعالانې ترې اغیزمنیږي.

https://p.dw.com/p/38dEl
Polizei Saudi Arabien
انځور: Getty Images/M. Al-Shaikh

د ایمنسټي انټرنیشنل د معلوماتو له مخې ځینې بندیان تر شکنجې وروسته نور دريدای نه شي او یا هم تګ کولای نه شي. د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ ویلي دي چې په می میاشت کې په سعودي عربستان کې نیول شوي درې فعالانې پر نورو سربیره د برقي شارټونو، پر پنډیو په دورو وهلو او همدارنګه د نورو طریقو په واسطه شکنجه شوي دي.

رژیم ښځو فعالانو ته توجه اړولې

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي دي چې یو فعال له چته راځوړند کړل شوی او بل د تحقیق کوونکو له لوري چې ماسکونه یي اغوستي په جنسي توګه زورول شوی دی. د بخښني نړیوال سازمان د تحقیقاتي څانګې مشرې لاین مالوف، ویلي دي: «د جمال خاشقجي تر بې رحمانه وژني څو اوونۍ وروسته د شکنجې، جنسي آزار او ناوړه چلن د نورو ډولونو په هکله دغه ټکان ورکوونکی رپوټ له بشري حقونو څخه د سعودي د چارواکو سختې سرغړونې افشا کوي.»

نوموړې په عاجل ډول د فعالانو د آزادیدو غوښتنه کړې ده او ویلي یي دي چې نړیواله ټولنه باید لاس په کار شي، څو پر سعودي عربستان باندې فشار راوړل شي.

Saudi-Arabien 1. Tag Fahrerlaubnis für Frauen
د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې ښځو ته د موټر چلولو د اجازې وروسته یو شمیر فعالانې نیول شوي ديانځور: Reuters/H. I Mohammed

د ۲۰۱۸م په جون میاشت کې پر ښځو باندي د موټر چلولو بندیز تر لیرې کیدو لږ وروسته په سعودي عربستان کې د ښځو د حقوقو فعالانې نیول شوي دي. ویل شوي دي چې په دغو فعالانو کې هغه میرمنې هم شاملي دي چې له اوږدې مودې راهيسي یي د دغه بندیز پر ضد مبارزه کړې وه. پر دغو فعالانو عامه امنیت له خطر سره د مخامخ کولو او یا هم د دولت له دښمنانو سره د مرستې تورونه لګول شوي دي.

خو د دغو فعالانو ځینې یي بیرته آزادې شوي دي. د ایمنسټي په وینا د هغو فعالانو په ډله کې چې اوس هم په بند کې دي عزیزه الیوسف او لجین هذلول شاملي دي. عزیزه په ریاض کې د شاه سعود پوهنتون متقاعده پروفیسره ده او هذلول په ۲۰۱۴م کال کې د موټر چلولو له کبله تر۷۰ زیاتې ورځې په زندان کې تیرې کړې وې. هغې هڅه کړې وه چې له ګاونډي هیواد متحده عربي آماراتو څخه په موټر کې سعودي عربستان ته ننوځي. دولتي ورځپاڼو د ځینو فعالانو انځورونه خپاره کړي دي او د «خاین» په توګه یي تورن کړي دي.

د نیولو دغه لړۍ له یوه اړخه د ولیعهد محمد بن سلمان له لوري د محاسبه شوي اقداماتو په توګه انګیرل کیږي، څو د اصلاحاتو د اقداماتو محافظه پاله مخالفین آرامه کړای شي. خو له بل اړخه په عین وخت کې فعالانو ته د دې زیګنال په توګه تفسریږي چې د بدلونونو په هکله یوازې دی پریکړه کوی. د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا ډیر فعالان بې اقامې دعوا نیول شوي دي.