1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایمنسټي: ترکیه په عفرین کې د ظلمونو مسئوله ده

۱۳۹۷ مرداد ۱۱, پنجشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان ترکي پلوه سوریایي ملیشې د سوریې په شمالي سیمه عفرین کې له بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو تورنې کړي دي.

https://p.dw.com/p/32TxB
Syrien Afrin | türkische Soldaten
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/H. Fidan

د بخښنې نړیوال سازمان په برلین کې د خپل رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په دغه سرغړونو کې د کورونو چور کول، په خپلسري توګه د خلکو بندي کول، شکنجه او په اصطلاح د خلکو لادرکه کول شامل دي. عفرین هغه سیمه ده چې یو وخت یي زیاتره اوسیدونکي کردان ول.

د بخښنې د نړیوال سازمان په یوه څیړنه کې ویل شوي دي چې زیاتره تیري سوریایي وسله والو ډلو کړي دي. دغه ډلي ترکیې بیا منظمې او مجهزي کړي دي. زیاته شوې ده ځینې ملیشو ښوونځي اشغال کړي دي او په دې سره یي د زرونو ماشومانو د زده کړو مخه نیولې ده.

«تر اوسه په بشپړه توګه پاتې راغلې»

د ایمنسټي انټرنیشنل تحقیق کوونکي لاین ملوف، په انتقادي ډول ویلي دي: «د ترکیې پوځي عملیاتو او اشغال د عفرین د خلکو کړاو لا پسې سخت کړی دی، چې له کلونو راهیسې د خونړۍ کورنۍ جګړۍ له کبله رامنځ ته شوی وو.» د هغې په خبره ترکیه د اشغالوونکي قدرت په توګه د ملکي خلکو د هوسایني او د قانون او نظم د ساتلو مسوولیت پر غاړه لري. نوموړې محققې زیاته کړې ده: «تر اوسه د هغوی [ترکیې] امنیتي ځواکونه د دغه مکلفیت په برخه کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي.»

د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ میاشت کې ترکیې له خپلو متحدو سوریایي ډلو ټپلو سره په ګډه د عفرین په سیمه کې د کردي جنګیالیو پر وړاندې عملیات پیل کړل. د څارونکي په وینا د سوریایي جنګیالیو په لیکو کې افراطي اسلامپال هم ول. په پسرلي کې ترکیې د عفرین کنترول په لاس کې واخیست. له دغې سیمې څخه په لسونو زره کسان وتښتیدل چې پکښې مذهبي لږکي هم شامل دي.

د ترکيې د حکومت چوپتیا

ترکیې پریکړه کړې ده چې په دغه سیمه کې پاته شي او په خپل هیواد کې میشت په زرونو مهاجر او همداشان د سوریې له دننه څخه ډیر کسان یي په دغه سیمه کې هستوګن کړي دي.

د ایمنسټي تحقیق کوونکي ملوف، خبرداری ورکړی دی چې ترکیه نه شي کولی له خپل دې مسئولیت څخه ځان خلاص کړي، څو سوریایي ملیشې د دې له پاره وکاروي چې «د دوی ناوړه» کارونه وکړي. د هغې په خبره ترکیه باید په سملاسي ډول د دغو ډلو سرغړونو ته د پای ټکی کښيږدي او مسئول کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د ایمنسټي انټرنیشنل د خپلو معلوماتو له مخې په می، جون او جولای میاشتو کې یې له ۳۲ کسانو سره مرکې کړي دي چې یو شمیر یي په عفرین کې اوسیدل او ځیني یې له هغه ځایه تښتیدلي ول. زیاته شوې ده چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په هکله تورونو ته د ترکیې حکومت د ایمنسټي انټرنیشنل پوښتنو ته کوم غبرګون نه دی ښوولی.

زموږ له آرشیف څخه: