1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایساف: د افغانستان د پولو ساتل زموږ دنده نه ده

محمد اسماعیل شاکر۱۳۹۱ آبان ۸, دوشنبه

ایساف وايي، اجازه نه لري چې د افغانستان خاوره د بهرنیو هیوادونو له بریدونو څخه خوندي وساتي. د دغو چارواکو په خبره د ایساف د هغو عملیاتو په چوکاټ کې چې ملگرو ملتونو تصویب کړي دي د افغانستان د پولو ساتل شامل نه دي.

https://p.dw.com/p/16YtH
انځور: AFP/Getty Images

د دغو ځواکونو ویاند جنرال ګونتر کنتس، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر پر ۲۹مه نیټه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن د لومړۍ غونډې پر مهال افغان مشرانو وړاندیز وکړ چې د بهرنیو هیوادونو د بریدونو پر وړاندې باید ایساف د افغانستان د خاورې ساتنه وکړي. خو د ایساف دا ویاند زیاتوي، هغه وخت چې ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره د ایساف ماموریت تصویب کړ نو د افغان مشرانو دغه وړاندیز یې ورسره ضمیمه نه کړ.

ښاغلی کنتس وایي چې له همدې کبله اوس ایساف نه شي کولای چې د افغانستان له پولو څخه ساتنه وکړي. هغه زیاتوي: «موږ په واضح توګه د دې له پاره افغانستان ته راغلي یو چې دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرو پر یوه پټنځای باندې بدل نه شي. موږ به تر هغه وخته پورې دلته یو ‎چې په افغانستان کې سوله ټېنګه شي. خو زموږ په دندو کې د بهرنیو هیوادونو د بریدونو پر وړاندې له افغانستان څخه دفاع کول نه دي شامل.»

تر دې مخکې یو شمیر افغانانو په افغانستان میشت د ناټو ځواکونه ګرم بللي ول چې د دیورند د کرښې له بلې غاړې د افغانستان پر خاوره باندې د توغندیو د بریدونو پر وړاندې غبرګون نه ښيي. خو دا لومړی ځل دی چې ایساف وایي د افغانستان د پولو ساتل د هغوی د مسئولیتونو له ډلې څخه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې یو شمیر غړي بیا وايي چې په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د ماموریت یوه برخه د دې هیواد د پولو ساتنه ده.

د دې جرګې غړي ډاکټر میربت خان منګل، دویچه ویله ته وویل چې د بن د لومړي کنفرانس د ژمنو پر اساس ایساف په افغانستان کې د خپل ماموریت تر پایه د دغه هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع کولو مسئولیت پر غاړه لري.


ښاغلي منگل وایي: «د پخوانیو تړونونو او توافقاتو له مخې ایساف اړ دی چې د ترهګری ترڅنګ د ګاونډیو هیوادونو د تیري په مقابل کې هم د افغانستان د پولو ساتنه وکړي چې دا دوی ته په دې هیواد کې د قانوني پاتی کیدو اجازه ورکوي. دا کار به تر هغه وخت پورې کوي، چې دوی په افغانستان کې وي.»

ښاغلی منګل زیاتوي چې ناټو او نړېوالې ټولنې په بیلابیلو نړیوالو کنفرانسونو کې له افغان دولت سره ژمنې کړې دي چې افغان ځواکونه به پر پرمختللو وسلو سمبال کړي، خو د هغه په خبره دغه ژمنې هم لا تر اوسه پورې عملي شوي نه دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان د احتمالي راکټي بریدونو د ځوابولو له پاره پرمختللي وسلې په لاس کې نه لري. دا په داس حال کې ده چې د ایساف ویاند وايي چې نړېوالې ټولنې تر یوه بریده افغان ځواکونه پر پرمختللو وسلو سمبال کړي دي.