1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایساف: د افغانانو له مشورې پرته اډې نه نړوو

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبه

د ایساف ځواکونه وايي چې په افغانستان کې خپلې پوځي چوڼۍ د افغان دولت له اجازې او مشورې پرته نه نړوي. له بلې خوا افغان چاروکو ویلي دي چې په روان کال کې یې د تلفاتو کچه په وروستیو لسو کلونو کې تر بل هر کال لوړه ده.

https://p.dw.com/p/197yV
US soldiers of Bravo Troop of 1st Squadron, 71st Cavalry fill a HESCO barrier as they build a watch tower at a forward operating base in Dand district of Kandahar Province in Afghanistan on July 27, 2010. Close to 150,000 US and NATO troops are deployed in Afghanistan to fight the insurgency. AFP PHOTO/ Manpreet ROMANA (Photo credit should read MANPREET ROMANA/AFP/Getty Images)
NATO Afghanistan Gebäudeانځور: MANPREET ROMANA/AFP/Getty Images

په روانې اوونۍ کې یو شمیر کورنیو رسنیو خبر ورکړ چې نړیوال سوله ساتې ځواکونه پلان لري چې په هلمند ولایت کې د خپلې هغې اډې ودانۍ ونړوي چې سرتیري یې لا وختي ځنې وتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دغې پوځي اډې پر جوړولو باندې څه نا څه ۳۵ میلیونه امریکايي ډالر مصرف شوي ول.

د ایساف ویاند آلماني جنرال هاینس فلدمن، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی به هيڅ کله هم خپل هغه قرارګاوې او تأسیسات ویجاړ نه کړي چې افغان ځواکونه ورڅخه په راتلونکې کې ګټه پورته کولای شي.

د ایساف د دغه ویاند په خبره اوس د افغان دولت په مشري یوه جرګه ګۍ جوړه شوې ده چې په دې اړه پریکړې کوي چې د ایساف کومي ودانۍ په راتلونکې کې د افغان ځواکونو د استفادې وړ دي. فلدمن وویل: «د افغانستان د ماليې وزارت د هغه کمیسیون مشري کوي چې زموږ د پوځي مرکزونو تر تړل کیدو وروسته د دغه مرکزونو برخلیک ټاکي. موږ له خپلو افغان ملګرو سره په دې اړه تحقیقات کوو چې کوم پوځي مرکزونه وساتو او کوم یې وتړو. که چیرې په ګډه د کوم مرکز د تړلو په باب پریکړه وشي نو بیا هغه پلي کیږي.»

پلان شوې ده چې نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. خو د ناټو ځواکونه ویره لري چې نه شي د افغانستان په لیرو پرتلو سیمو کې د دولت وسله وال مخالفین د هغوی تر وتلو وروسته د ناټو د پخوانیو اډو له ودانیو څخه د خپلو عملیاتو د مرکزونو په توګه ګټه پورته کړي. له همدې کبله ناټو به ځینو لیرو پرتو سیمو کې له خپلو اډو څخه تر وتلو وروسته، د هغوی د ودانیو د له منځه وړلو په اړه فکر کوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د ناټو د دې نظر مخالفت کوي او وایي چې دوی کولای شي د ټولو اډو مسوولیت پر غاړه واخلي او د هغوی له ودانیو څخه په خپله ګټه استفاده وکړٍي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیميانځور: picture-alliance/dpa

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، هم وویل چې نړیوال ځواکونه به د افغانانو له مشورې پرته هیڅ یوه پوځي قرارګاه له منځه یو نه سي. عظیمي ټینګار وکړ چې یوازې ځینې ودانۍ نړیږي چې افغان حکومت يې په اړه پریکړه کوي.

روان کال د افغان ځواکونو له پاره تر ټولو خونړۍ کال وو

د افغانستان د دفاع وزارت روان کال په تیرې یوې لسیزې کې د افغان ځواکونو له پاره تر ټولو خونړۍ کال وباله. د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمې وویل چې د افغان حکومت مخالفینو په وروستیو کې خپل عملیات پراخ کړي دي ترڅو پر افغان او نړیوالو ځوکونو باندې فشار راولي او د سولې له بهیر څخه لا ډیر امتیازات ترلاسه کړي. عظیمې ادعا وکړه چې یاغیان په خپل دې هدف کې پاتې راغلي دي.

عظیمې روښانه کړه چې افغانستان په راتلونکې کال کې له دې هیواد څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او ټاکنو تر څنګ له نورو لویو او مهمو پېښو سره مخامخیږي. هغه وویل چې له همدې کبله یاغیانو په دې هیواد کې د خپلو جنګیالیو شمیر ډیر کړی دی.

د افغان ځواکونو د تلفاتو د ډیریدو یو بل لامل دا دی چې اوس افغان ځواکونه د دغه هیواد د ډیرو برخو امنیت پخپله ساتي او په دې ترتیب سره په ډیرو مواردو کې له یاغیانو سره د جګړې په ډګر کې مخامخیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب