«ایران په تیرو دريو میاشتو کې تر ۲۲ زره ډیر افغان مهاجران اخراج کړي»
د هرات د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ادارې د معلوماتو پر اساس په تیرو دریو میاشتو کې له ایران څخه تر ۲۲ زرو ډیر مهاجر اخراج شوي دي. په اخراج شویو کې کوچني ماشومان او بی سرپرسته میرمنې هم شاملي دي.
اجباري اخراج او که داوطلبانه ستنیدنه؟
په هرات کې د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو ادارې مسئولین وایي چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ افغان مهاجر په اجباري ډول له ایران څخه ایستل کیږي.
د ایران د انتظامي ځواکونو له خوا د ناسم چلند ادعا
له ایران څخه د اخراج شوو کسانو یوه لویه برخه ځوانان دي چې د ایران د انتظامي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي. په هرات کې د ایران قونسلګرۍ په پرله پسې ډول په خپل هیواد کې له افغان مهاجرو سره د ناسم چلند ادعاوې رد کړي دي.
په افغانستان کې جګړې، شخړې او بې روزګاري
په افغانستان کې نا امني، بد اقتصادي وضعیت او بې روزګاري، هغه دلایل دي چې ګاونډیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرت لړۍ د دوام سبب شوې ده.
کرونا ویروس او په ایران کې د کار بازار کمیدل
د کرونا ویروس خپریدو په ایران کې د افغان مهاجرو او کسبګرو د کار پر بازار هم خپلې اغیزې پریښې دي. په همدې دلیل ډیر افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ولی مهاجر اخراجیږي؟
پخپله خوښه د ستنیدو ترڅنګ په زرونو مهاجر د ایران له خوا اخراجیږي. په هرات کې د ایران قونسلګرۍ مسئولین وايي چې اخراجونه د ديپلوماتیکو قوانیونو پر اساس ترسره کیږي.
د ماشومانو او بې سرپرسته ښځو اخراج
د نارينه او بې سرپرسته میرمنو ترڅنګ هغه افغان ماشومان هم له ایران څخه اخراجیږي چې لا قانوني سن ته هم نه دي رسیدلي.
د مهاجرت ترخې خاطرې
هغه قانوني سن ته نه رسیدلي ماشومان چې له ایران څخه اخراج شوي دي وايي چې له دغه هیواد څخه د اخراج پر مهال یې ډیري سختۍ لیدلي دي.
له اخراج شویو ماشومانو سره د یونیسف همکاري
په هرات ولایت کې د یونسیف ادارې د ماشومانو د حفاظت پروګرام مسئولینو په خبره له دغو ماشومان سره د اسلام قلعه په سرحد کې مالي مرسته کیږي او خپلو کورنیو ته د هغوی د رسولو په برخه کې هم همکاري کوي.
له ایران څخه د تر ۴۰۰ زره ډيرو مهاجرو ستنیدنه
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د هغه یوه رپوټ پر بنسټ چې تیره میاشت خپور شوی وو، د روان میلادي کال له پيل راهیسې تر ۴۰۰ زرو ډير مهاجر له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دوی کې تر یوه پر دریمې برخې ډیر یې اخراج شوي مهاجر دي. ډیري بیرته ستندونکي هغه کسان دي چې په ایران کې يې د پاتېدو اجازه نه درلوده.
تیرکال په کوم شمیر کې مهاجر له ایران څخه ستانه شوي دي؟
د مهاجرت نړیوالې ادارې(آی او ام) د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۹م کال کې تر۵۰۰ زرو ډير افغان مهاجر له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.