1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د یورانیمو د غني کولو هڅې ګړندۍ کوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

ایران ویلي دي چې د یورانیمو د غني کولو له پاره خپلې هڅې ګړندی کوي. په داسې حال کې چې امریکا له ایران سره د شوي اتومي تړون څخه وتلې او اروپايي هیوادونه یې د ژغورنې هڅه کوي، دا د تهران له خوا له دې تړونه تازه سرغړونه ده.

https://p.dw.com/p/3P629
Iran, Teheran:  Präsident Hassan Rouhani und Außenminister Mohammad Javad Zarif
انځور: Reuters/Official President website

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هیواد به یې ژر د پرمختللو «سنتر فیژونو» پر څیړنې او جوړونې باندې پیل وکړي چې د یورانیمو د غني کولو بهیر ګړندی شي.

هغه وویل: «د جمعې په ورځ به زموږ پر څیړنو او د جوړولو پر چارو لګیدلي ټول محدویتونه له منځه ولاړ شي.»

د ایران دغه اقدام په ۲۰۱۵ کال کې له لاسلیک شوي اتومي تړون څخه د تهران دریمه سرغړونه ده. په دې تړون کې ایران ژمنه کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې به خپل اتومي پروګرام محدود کړي.

په جولای میاشت کې ایران له دې تړون څخه دوه سرغړونې وکړي: لومړی تهران د خپلو غني شویو یورانیمو زیرمې له ۳۰۰ کیلوګرامه څخه ډیرې کړې او بیا یې د غني شویو یورانیمو پر خالص والي باندې لګیدلی محدودیت هم له منځه یووړ.

د ایران اتومي تړون هغه وخت له ګواښ سره مخامخ شو چې تیر کال د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له هغه څخه د وتلو پریکړه وکړه او پر تهران یې تازه بندیزونه ولګول.

روحاني اروپا ته لا ډیر وخت ورکړ

اروپايي هیوادونه له تړون څخه د واشنګټن د وتلو مخالف دي، او هڅه کوي چې هغه وژغوري. یو اقدام، د امریکا د اقتصادي بندیزونو پر وړاندې د تهران ملاتړ دی چې اروپايي هیوادونه یې د ترسره کولو هڅه کوي.

روحاني په خپلو خبرو کې روښانه کړې ده چې د تهران تازه تدابیر به سوله ییز وي، او ملګري ملتونه به یې څارنه کوي. هغه زیاته کړې ده چې که اروپايي ځواکونه خپلې ژمنې عملي کړي، نو دغه اقدامات بیرته پر شا کیدای هم شي. روحاني په تړون کې ښکیلو اړخونو ته دوه نورې میاشتې وخت ورکړ چې خپلې ژمنې عملي کړي. د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د دې کار د ترسره کیدو په صورت کې به نو ایران هم په تړون کې خپلې ژمني د عمل په ډګر کې پیاده کړي.

ایران روښانه کړې ده که له فرانسې څخه ۱۵ میلیارده ډالر پور ترلاسه کړي، نو کولای شي بیا په بشپړه توګه د تړون له مخې اقدامات وکړي. ایران دغه پور هغه وخت بیرته فرانسې ته ورکوي چې د نفتو صادرات پیل کړي. امریکا متحده ایالاتو دغه وړاندیز په بشپړه توګه نه دی رد کړی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې تازه بندیزونه لګولي دي. په دغو بندیزونو کې هغه وګړي او شرکتونه شامل دي چې د واشنګټن په حواله د بندیزونو په  نه پام کی نیولو سره د ایران د نفتو کارو بار کوي.

(ms/nz (Reuters, AFP, AP, dpa