1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایران

ایران د دفاع پخوانی مرستیال وزیر د جاسوسۍ په تور اعدام کړی

۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

ایران د شنبې په ورځ وويل چې یو دوه تابعیت لرونکی ایرانی بريتانوی چې یو وخت يې د دغه هیواد په پوځ کې خدمت کړی وو، اعدام کړی دی. بریتانیا د علي رضا اکبري اعدام غندلی دی.

https://p.dw.com/p/4MBgw
علي رضا اکبري
علي رضا اکبريانځور: isna

ایران، علي رضا اکبري د هغه د اعدام حکم ته د نړیوالو مخالفتونو او غبرګونونو سره سره، اعدام کړ. ایران د پراخو مظاهرو په جریان کې د یو شمیر نیول شوو اعتراض کونکو د اعدام حکمونو په هکله هم له نړیوالو مخالفتونو سره مخ دی، خو دغه هیواد اعدامونه جاري ساتلي دي.

د اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، د ایران میزان خبري آژانس چې د دغه هیواد د قضايي څانګې سره تړاو لري، اعلان وکړ چې علي رضا اکبري په دار وځړول شو. میزان نه دي ويلي چې دغه اعدام څه وخت ترسره شوی، خو داسې ګونګوسې هم موجودې وې چې هغه څو ورځې مخکې اعدام شوی دی.

ایران دوه نور کسان د اعتراضونو سره په تړاو اعدام کړي

په رپوټ کې ويل شوي چې اکبري یو وخت د ایران په پوځ کې خدمت کړی او ورباندې د جاسوسۍ تور وو. اما ایران د اکبري په هکله د دغې ادعا له پاره چې هغه د بريتانیا د MI-6 استخباراتي ادارې جاسوس وو، کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

زیاته شوې چې ایران د نورو فعالانو په څېر، له اکبري څخه هم د جبري اعترافونو ایدیت شوې وېډیوګانې خپرې کړي دي.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ویدانت پټيل د اکبري اعدام غندلی او پر دغه پېښه يې خواشيني ښکاره کړې ده. هغه ويلي دي: «پر علي رضا اکبري باندې لګيدلي تورونه او پر اعدام باندې يې محکومول، سیاسي انګیزه لري.»

په ايران کې ۱۶ اعتراض کوونکي د شکنجو له کبله مړه شوي

نوموړي ويلي دي چې د اکبري اعدامول «بې وجداني» ده: «موږ هغو رپوټونو سخت خواشيني کړي یو چې ښاغلي اکبري ته د نیول کېدو پر وخت مخدره مواد ورکړل شوي، په توقیف کې د زرونو ساعتونو له پاره شکنجه او غلطو اعترافونو ته مجبور کړل شوی دی.»

د آرشیف انځور - په ایران کې دوه تنه د اعدام پر مهال
د آرشیف انځور - په ایران کې دوه تنه د اعدام پر مهالانځور: MIZAN

رويټرز لیکي چې د بریتانیا خارجه دفتر په سملاسي توګه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، اما د بهرنیو چارو وزیر، جیمز کلورلي، تر دې وړاندې پر ایران غږ کړی وو چې اعدامونه ودروي.

هغه د جمعې په ورځ پر آنلاین لیکلي وو: «موږ د علي رضا اکبري قضيه له نژدې څاروو.»

په ایران کې د نیونو په هکله د امریکا او بریتانيا اندېښنه

اکبري چې د فکر یوه خصوصي خونه يې چلوله، ظاهرا په ۲۰۱۹ کې تر نيول کېدو وروسته د خلکو په منځ کې نه راڅرګندېده. نوموړی همدارنګه د ایران لوړپوړي امنيتي چارواکي، علي شمخاني، ته هم نژدې کس وو. 

ایراني چارواکو د اکبري د محکمې په اړه هيڅ جزئیات نه دي خپاره کړي. په ایران کې د هغو کسانو محکمې د بندو دروازو تر شا ترسره کيږي چې په جاسوسۍ او د دغه هیواد ملي امنیت په تړاو جرمونو باندې تورن وي. د بشر حقونو د څار ډلې وايي چې دا ډول تورن کسان خپل مدافع وکيل نه انتخابوي او د دې اجازه هم نه لري چې پر ضد يې شواهد وويني.

د ایران د بشري حقونو سازمان: نږدې وخت کې به شپږ تنه اعدام شي

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې نژدې څلورمې مياشتې ته رسيدلي چې تر اوسه يې د پای کوم څرک هم نه ليدل کيږي. دغه مظاهرې په ۱۹۷۹ کې د ایران د اسلامي انقلاب راهیسې د حکومت له پاره د ټولو سترو چلنجونو څخه یو دی.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو د یوې ډلې په حواله، په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ۵۲۰ کسان وژل شوي او له ۱۹۳۰۰ څخه ډیر نور نيول شوي دي. ایراني چارواکي په اعتراضونو کې د وژل شوو او نیول شوو کسانو رسمي ارقام نه خپروي. ایران تر اوسه د دغو اعتراضونو په تړاو څلور کسان اعدام کړي هم دي. دغه مظاهرې د پولیسو په توقیف کې د جينا مهسا اميني په نوم د يوې ایرانۍ ښځې تر مړينې وروسته پیل شوي دي.

 (mks/mns/ (AP)

له آرشیف څخه یو انځوریز معلوماتي البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل