1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته د سعودي عربستان ګواښ: خرابکارۍ بندې کړئ

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

د خلیج د همکاریو شورا د غړيو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې په واضح توګه له ایران څخه غوښتل شوي دي چې «د نورو هیوادونو په چارو کې لاس وهنه او په سیمه کې خرابکاري بنده کړي». ایران دغه تورونه بې اساسه بولي.

https://p.dw.com/p/3JYRA
Saudi-Arabien König Salman
انځور: Getty Images/AFP/A. Caballero-Reynolds

د پنجشنبې په ورځ په مکه کې د عربي ټولنې او خلیج د همکاریو شورا دوې بېړنۍ غونډي وشوې. د دغو غونډو هدف دا وو چې د عربي هیوادونو مشران د ایران پر وړاندې یو ډول سیاست غوره کړي. تمه کیږي چې د جمعې په ورځ هم په مکه کې د اسلامي هیوادونو یوه غونډه وشي.

د آلمان خبري آژانس د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو غونډو په بیانیو کې پر ایران باندې غږ شوی دی چې د عربي هیوادونو د حاکمیت د حق درناوی وکړی. د خلیج د همکاریو شورا د غونډې په اعلامیه کې راغلي دي: «ایران باید د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله بنده کړي، ځکه دا کار د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ بلل کیږي.»

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز، بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د «ایران د خرابو کړو وړو» مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: سعودي په مکه کې له غونډې ناوړه ګټه اخلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي، د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر سعودي عربستان باندې تور ولګاوه چې په مکه کې د اسلامي هیوادونو له ناستې ناوړه ګته پورته کوي. موسوي همداراز د خلیج د همکاریو شورا په بیانیه کې پر ایران باندې لګیدلي تورونه په کلکه رد کړل او هغه یې «بې اساسه» وبلل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي دي چې په بیانیه کې راغلي موضوعګانو د ټولو غړيو هیوادونو اصلي نظر نه دی، او دا چې عربستان له دې غونډي ابزاري ګټه پورته کړې ده چې پر ایران باندې تورونه ولګوي.

د اسلامي هیوادونو د مشرانو غونډه

د پنجشنبې ورځې پر دوو غونډو سربیره، به د جمعې په ورځ هم د اسلامي هیوادونو مشران په مکه کې سره راټول شي. د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې د دغو غونډو هدف په منځني ختیځ کې د ایران له «تجاوزګرۍ» سره مقابله ده.

شپږ هیوادونه د خلیج د همکاریو شورا غړیتوب لري. د عربي هیوادونو په ټولنه کې بیا شل هیوادونه شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي هیوادونو سازمانو د غړيو شمیر ۵۲ ته رسیږي. سعودي عربستان په دغو درو واړو سازمانونو کې د پام وړ نفوذ لري.

عربستان او متحدین یې پر ایران باندې په سیمه کې د خرابکاریو تور لګوي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جان بولتون، ویلي دي چې په فجیره بندر کې پر څلورو کښتیو باندې په حمله کې د ایران پر نقش «تقریباً ډاډه» دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا روښانه کړې ده چې د ایران د خرابکاریو په اړه اسناد به په راتلونکو ورځو کې ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي، بیا دغه ادعاوې «مسخره» بللې دي.

له بلې خوا د سعودي عربستان پاچا ویلي دي چې د ایران د مداخلې سیاست د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي. هغه زیاته کړې ده چې په ایران پورې د تړلو خرابکارانو شتون، نړیوالو کښتۍ چلوونکو ته ګواښ رامنځته ته کړی دی.

ملک سلمان همداراز پر ایران باندې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور ولګوه او ادعا یې وکړه چې تهران غواړي په دې ترتیب سره په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، هم ټینګار وکړ چې عربي هیوادونه به د خپل امنیت په ساتلو کې پاتې را نه شي.

(M.J/N.Z(dpa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل