1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته د ترمپ نوی خبرداری

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

امریکا متحده ایالاتو روښانه کړې ده چې د ایران دا اعلان چې د نړیوال اتومي تړون یوه مهمه برخه له پامه غورځوي، د ایران د اسلامي جمهوریت له پاره به منفي عواقب ولري.

https://p.dw.com/p/3LjSK
USA Präsident Donald Trump auf dem Morristown Municipal Airport in Morristown
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Balce Ceneta

د ایران د اتومي کړکیچ په برخه کې د تازه تحولاتو په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په یوه نوي خبرداري سره غبرګون ښوولی دی. هغه د نیو جرسي په ایالت کې خبریالانو ته وویل «بهتره ده ایران محتطانه واوسي.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې ایران ډیر «ناسم اقدامات» تر سره کوي او ټینګار یې وکړ چې د تهران مشرتابه به هیڅکله اتومي وسلو ته لاس رسی و نه لري.

خو د ترمپ د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لا په ډانګ پیلې توګه څرګندونې کړي او د خپل ټویټر په پیغام کې یې لیکلي دي: «د ایران له لوري د خپل اتومي پروګرام تازه پراخوال به د لا منزوي کیدو او بندیزونو سبب وګرځي. یو ایرانی رژیم چې په اتومي وسلو سمبال وي د نړۍ لا پاره به لا یو ستر خطر وی.»

تر دې دمخه په تهران کې د حکومت یوه ویاند ویلي وو چې په تدریجي ډول به د یورانیمو غني کول ۲۰ سلنې ته لوړ کړی شي. د یادولو وړ ده چې په لوړه کچه یعني ۹۰ سلنه غني شوي یورانیم د اتومي وسلو د جوړولو له پاره په کار اچول کیدی شي.

د ایران او د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځو ویټو حق درلودونکو هیوادونو امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، فرانسه، بریتانیا او همداشان آلمان ترمنځ شوی تړون باید تهران له اتومي بم جوړولو راوګرځوي.

د دغه تړون له مخې د ایران اتومي پروګرام ډیر محدود شوی او سخت څارل کیږي او د دې په بدل کې پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه لیرې کړل شوي وو. خو متحده ایالات په ۲۰۱۸م کال کې په یو اړخیز ډول له دغه تړون ووتل او ترمپ د ایران پر وړاندې نوې بندیزونه ولګول. پر دې سربیره هغه هغه هیوادونه چې له ایران څخه تیل رانیسي له اقتصادي زیانونو سره به مخامخ شي.

د تړون نورو شریکانو د ایران د یکشنبې د ورځې د اعلان په هکله چې په تدریجي ډول د یوارنیمو غني کول دي، اندیښنه ښوولې ده. په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاندي ویلي دي: «موږ پر ایران باندې په ټینګار سره غږ کوو چې ټول اقدامات ودروي او بیرته یې پر شا کړي.»

wa/ust sr/AA (dpa, afp)

زموږ له آرشیف څخه: