1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران، افغاني او عراقي جنګیالیو ته وسلي ورکوي

۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبه

د «وال ستریت ژورنال» ورځپاڼي د جمعي په ورځ ناوخته یو رپورت خپور کړی چي په کي وویل شوي چي د ایران استخباراتی سازمان اوس افغانستان او عراق کي خپلو د امریکا ضد ملګرو ته مهمات رسوي

https://p.dw.com/p/11nle
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture alliance / dpa

دغي ورځپاڼي د ځینو امریکایي چارواکو له خولي چي نوم یي نه دی بربنډ شوي لیکي چي د ایران استخباراتي شبکي، په افغانستان او عراق کي خپلو ملګرو ته داسي راکټونه او چاودیدونکي مواد ورکړي چي عراقي او افغان جنګیالیو یي د استمال سره امریکایی سرتیر وژلي دي.

په راپور کي همدا راز د امریکایي چارواکو له خولي راغلي چي ایران افغاني طالبانو ته د لري لاري راکتونه هم ورکړي دی.

وال ستریت لیکیي چي دغو راکتونو، طالبانو او عراقي جنګیالیو ته دا امکان ورکړي چي امریکایی سرتیري له لري لاري څخه په نښه کړي.

په عراق کي د امریکایي سرتیرو یو قوماندان، جیمز بچنن، «وال ستریت ژورنال» ته ویلي چي د ده په اند هغه جنګیالي چي د ایران لخوا ملاتړ يي کیږي، ښایی خپلو بریدونو ته د یوي اوږدي مودي لپاره ادامه ورکړي. بچنن کړی:

«دغه شان بریدونه به مونږ ته د هغه څه په کولو کي چي غواړو په عراق کي یي تر سره کړو کومه ستونزه رامنځ ته نه کړ‎ي.»

اوس مهال په عراق کی وضعیت تر بل هر وخت ګړکیچن دی. تیره میاشت په دغه هیواد کي ډیر شمیر امریکایي سرتیري او ملکي کسان ووژل شول.

یوازی تیره میاشت په عراق کي 271 عراقیانو او 14 امریکایي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

عراقي حکومت پر القاعدي تور لګوي چي د هغو بریدونو تر شا ده چي په کي دغه کسان وژل شوی، خو متحده ایالات بيا د ایران لخوا پر ملاتړ کیدونکو شبکو د دغو بریدونو پړه اچوي.

عراقي چارواکي وايي چي د تیري میاشتي په بریدونو کي 155 ملکي کسان، 77 پولیس او 39 سرتیري وژل شوي دي. دیري هغه امریکایی سرتیری چی تیره میاشت په عراق کي وژل شوی د واټ د غاړی میانونو او یا هم د لری لاری څخه توغول شویو راکټونو وژلي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم