1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ایران اتومي تړون ته خپله ژمنتیا لږ کړې ده

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

ایران وايي چې د ۲۰۱۵م کال اتومي تړون لاسلیکوونکو ته یې لیکونو استولي دي چې پر اساس یې دغه تړون ته د تهران ژمنتیا یو څه کمیږي. ایران د تړون یو شمیر لاسلیکوونکو ته ګوته نیولې چې گويا د امریکا فشارونو ته یې سر ټیټ کړی.

https://p.dw.com/p/3I7Fb
Österreich Flagge Iran vor UN-Gebäude
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Zak

ایران د چهارشنبې په ورځ ۲۰۱۵م کال د اتومي تړون لاسلیکوونکو ته خبر ورکړی چې نور نه غواړي په تړون کې یو لړ «مشخصې داوطلبانه ژمنې» نوې په پام کې ونیسي.

دغه پریکړه په داسې حال کې کیږي چې امریکا متحده ایالاتو یوه جنګي بیړۍ منځني ختیځ ته چې تهران ته یو «واضح او د اشتباه نه وړ» پیغام واستوي لېږلې ده.

ایران څه ویلي:

د ایران ولسمشر په یوې تلویزیوني وینا کې وویل:

  • که نړیوال قدرتونه خپلې ژمنې و نه ساتي نو ایران به د یورانیمو د غني کولو بهیر له سره پیل کړي؛
  • د تړون نور لاسلیکوونکي ـ آلمان، بریتانیا، فرانسه، چین او روسیه ـ شپېته ورځې لري چې خپلې ژمنې عملي کړي او د ایران د نفتو او بانکدارۍ د سکتورونو ساتنه وکړي؛
  • ایران به د خپلو غني شویو یورانیمو او «درنو اوبو» د زیرمو کمولو بهیر پای ته ورسوي؛

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د تړون هغو لاسلیکوونکو ته چې لا تر اوسه پورې له تړون څخه نه دي وتلي د ایران د دغې پریکړې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، تر دې مخکې ویلي ول چې هیواد به یې د تړون د موادو پر خلاف اقدامات و نه کړي. د ایران دولتي تلویزیون د هغه په حواله ویلي: «د ایران راتلونکي اقدامات به په بشپړه توګه د اتومي تړون په چوکاټ کې وي له کومه چې اسلامي جمهوریت نه وځي.»

خو ایران اوس روښانه کړې ده چې ځکه دغه اقدام کوي چې اروپايي ټولنه او نور هیوادونه «د دې ځواک نه لري چې د امریکا د فشار مقابله وکړي».

د ایران له خوا تر دې اعلان مخکې لا فرانسې ویلي ول چې که ایران د تړون له ځینې موادو سرغړونه وکړي نو کیدای شي پر دې هیواد باندې ځینې بندیزونه له سره ولګول شي.

د فرانسې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه یوې سرچینې ویلي ول: «موږ تهران ته پیغامونه استولي دي چې پکې راغلي چې موږ د تړون عملي کولو ته چمتو یو او موږ په رښتیا غواړو چې دغه هیواد په دې تړون کې پاته شي. دا په داسې حال کې ده چې موږ د وضعیت مغلقتیا په پام کې نیولې ده او همدا پیغام مو خپلو امریکایي متحدینو ته هم استولی دی.»

یوه بل فرانسوي چارواکي بیا ویلي دي چې په تړون کې د اختلافاتو د حل له پاره یو میکانیزم موجود دی چې ستونزې ارزولای شي او دا چې د اړتیا په صورت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینې پخواني بندیزونه له سره عملي کیدای شي.

ستونزه له کومه پیل شوې؟

امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې په خپله یوه جنګي بیړۍ چې جنگي الوتکې لیږدوي، منځني ختیځ ته استولې چې د واشنګټن په خبره «د ایران رژیم د ځواکونو له خوا د یوه موثق ګواښ» ځواب ورکړي.

واشنګټن وایي چې دا کار یې باید تهران ته د یوه روښانه پیغام په توګه وګڼل شي. امریکا متحده ایالاتو همداراز په وروستیو وختونو کې پر ایران باندې خپل بندیزونه سخت کړي دي او د دې هیواد د «سپاه پاسداران ځواکونه» یې یوه ترهګره ډله بللې ده.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د سه شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر عراق ته ورسید چې په دې هیواد کې د میشتو امریکایي وګړو د امنیت په اړه بحث وکړي.

په ۲۰۱۵م کال کې ایران د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له شپږو ځواکمنو هیوادونو سره یو اتومي تړون لاسلیک کړ چې په بدل کې یې پر دې هیواد باندې نړیوال بندیزونه سست شول. خو واک ته د ولسمشر دونالد ترمپ تر رسیدو وروسته، واشنګټن له دې تړون څخه ووت او پر ایران یې له سره بندیزونه ولګول.

(ms/nz (AP, AFP, Reuters

زموږ له ارشیف څخه