1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا په فرانسه کي د رسنیو ازادي له خطر سره مخامخ ده؟

۱۳۹۸ تیر ۸, شنبه

په فرانسه کي پر ډیرو ژورناليستانو باندي تور دی، چي دولتي اسرار یې نشر کړي دي او د استخباراتو له خوا ورڅخه تحقیقات سوي. په فرانسه کي رسنۍ اوس بیره لري چي د ماکرون په مشرۍ کي د مطبوعاتو ازادي له خطر سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/3LKJS
Mathias Destal  Paris Investigativer Journalismus
انځور: DW/L. Louis

تقریبأ ۱۰۰ کسان د پاریس په یوه مرکزي رستورانت کي ناست دي او یوه ویدیو گوري. دغه ویديو ښيي، چي څنگه د«دیسکلوز- Disclose » انلایني رسنۍ ژورناليستانو د یمن د جنگ په هکله په خپلو ویدیويي موادو کي فرانسوي جنگي ټانکونه پیژندلي دي. ددغو ویدیويي موادو یو جوړونکئ، تحقیقي ژورناليست، ماتیاس دیستال تشریح کوي، چي څنگه نیکسټر- Nexter  فرانسوي دولتي تسلیحاتي شرکت، سعودي عربستان ته وسلې او ټانکونه استوي چي بیا وروسته په یمن کي د ملکي خلگو پرضد استعمالیږي. او ولي دوی پر دې باندي معتقد دي چي د فرانسې حکومت ددې موضوع څخه خبر ؤ.

دغه رپوټ نه یوازي په رستورانت کي ناست کسان شکمنوي، بلکي هغه د حکومت له خوا هم د سخت عکس العمل سره مخامخ کیږي. د هغوی څخه د« دولتي اسرارو د افشأ کیدو» تر نامه لاندي تحقیقات کیږي. د «دیسکلوز- Disclose » انلایني رسنۍ دغه رپوټ پرهغو موادو او دوسیې باندي اتکأ لري، چي د«دولتي اسرارو»په حیث درجه بندي سوي وه.

Frankreich Paris | Präsident Emmanuel Macron - Antwort auf Gelbwesten-Proteste
جمهورریس ایمانوییل ماکرونانځور: Reuters/P. Wojazer

د بیرولو یو کوښښ؟

د دیستال او د دغي رسنۍ له دوو نورو ژورناليستانو څخه استخباراتي ادارې تحقیقات وکړل. دیستال وايي، چي له دوی څخه تر مځکي لاندي یوه پټ ځای کي تحقیقات کول تر ډیره حده پوري بیرونکي وه. له هغوی څخه د رسنۍ د تگلاري او مالي تمویل په باب ډیري پوښتني وسوې او بیا یې ورڅخه وپوښتل، چي ایا دئ د «دولتي اسرارو» په معنی پوهیږي؟ 

دیستال وايي، چي زما د یوه همکار څخه حتی د هغه د تویتر او فېسبوک مضامینو په باب پوښتني وسوې،چي له دغه رپوټ سره یې هیڅ اړه نه درلوده. دده په خبره دا ټوله د بیرولو یو کوښښ ؤ.

دیستال اضافه کوي، چي د «یوه تهمت د موجودیت په صورت کي یو ژورناليست باید په محمکه کي جواب ووايي.خو معلومیږي، چي په دغه قضیه کي د استخباراتي ادارې مستنطقینو زموږ رپوټ تر سوال لاندي نه وي راوستلی.» د هغوی څخه تحقیقات د یوه بې طرفه قاضي له خوا نه، بلکي یوه څارنوال له خوا وسول.

خو دیسکلوز یوازنۍ رسنۍ نه ده چي د حکومت تر تعقیب لاندي راځي او تحقیقات ورڅخه سوي دي. په تیرو درو میاشتو کي استخباراتي ادارې د مختلفو رسنیو د اتو ژورناليستانو او هم «له موند» مشهوري ورځپاڼي له آمر څخه تحقیقات کړي دي.

»پر تحقیقي ژورناليستانو باندي حملې«

په پاریس کي د «بې سرحده ژورناليستانو» د غیر حکومتي سازمان ویانده، پاولینا آدیس-میویل وايي چي «ټوله دغه واقعې د فرانسې پر تحقیقي ژورناليزم باندي پر حملو دلالت کوي.

دهغې په نظر، دا خبره چي د ژورناليستانو څخه تحقیقات کیږي، دا یو مشکل دی، خو داچي له دومره ډیرو کسانو څخه په لنډ وخت کي تحقیقات کیږي، دا نو بیا یو لوی پرابلم دی.

Pauline Adès-Mevel
پاولینا آدیس-میویلانځور: DW/L. Louis

آدیس-میویل اضافه کوي، چي قضايي پروسې د ژورنالیستانو وخت او امکانات کموي، چي کولای یې سول، پر نورو څيړنو باندي یې مصرف کړي. دغه ټوله جریان ددې سبب کیږي چي ژورناليستانو ته نور څوک سمي منابع او مواد په اختیار کي ور نه کړي او پر تحقیقي ژورناليستانو باندي بیرونکئ اثر وکړي.«دوی به په اینده کي دوه واره فکر کوي، چي ایا کومه مشخصه موضوع څيړي؟«

د پاریس د اېهیس پوهنتون د رسنیو کارپوه، ژان ماري شارون وايي، چي فرانسه د مطبوعاتو د ازادۍ په مسأله کي پر شاتگ کوي. په خبره یې «په پخوانیو کلونو کي یو تعداد قوانین په تصویب ورسیدله، کوم چي د ترهگرۍ پرضد مبارزه تقویه او تجاراتي اسرار حمایه کوي. دغه قوانین په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د ژورناليستانو دا امکانات محدودوي، چي په ازادانه ډول سره کار وکړي.«

Jean-Marie Charon EHESS Paris
ژان ماري شارون انځور: DW/L. Louis

شارون دا ډیره د تشویش وړ خبره بولي چي د «ژیړ واسکټو» د احتجاجو پر وخت هم ژورناليستان تر تعقیب لاندي راغلل: «پولیسو نه یوازي هغوی ووهل، بلکي په ۱۰۵ واقعو کي یې د هغوی مواد ضبط او یا له منځه یوړل.«

د شارون په خبره د فرانسې جمهوررييسانو تل له رسنیو سره مشکل درلود، خو د جمهوررئيس ایمانوویل ماکرون پر وخت هغه خپل اوج ته رسیدلي دي.

زموږ دآرشیف څخه یو انځوریز البوم:(09.10.2018 )