1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ایا هوا موږ ناروغه کوي؟

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

ایا د سر درد، د ویني د جریان او یا ستړیا مسؤله هوا ده؟ اساساً نه خو د هوا سره حساسیت یوه پيژندل سوې پدیده ده. خو د دې علت څه دی او د هوا له تغیر سره زموږ په بدن کي څه پيښیږي؟

https://p.dw.com/p/3T2e5
BdT mit Deutschlandsbezug- Dunkle Wolken
انځور: picture-alliance/dpa/G. Kirchner

په دې کي هیڅ شک نسته چي زموږ بدن د هوا په مقابل کي عکس العمل ښکاره کوي. که هغه باران، لمر، گرمي او یا یخني وي، وجود په دایمي ډول د هوا له دغه ډول تغیر او یا فشار سره ځان عیاروي. خو ځیني انسانان بیا د هوا په مقابل کي تر نورو ډیر مقاومت لري. دغه دوهمه ډله انسانان سم خوب نه سي کولای او ځانونه ستړي ستومانه احساسوي. خو دا یوازي هوا نه ده، چي دغه ډول یو حالت رامنځته کوي، بلکي په حقیقت کي د هوا تغیر دی.

د جرمني په فرایبورگ کي د هوا پیژندني له ادارې څخه د طبابت هوا پیژندونکې، ډاکټره کریستینا کوپه وايي: « په هره اندازه چي ژر او په قوت سره هوا تغیر وکړي، په هغه اندازه یې پر حساسو انسانانو باندي تأثیر ډیریږي.» په دې ترڅ کي د هوا فشار دومره رول نه لري، لکه د هوا د ثقلت تغیر. په دې صورت کې د انسان وجود د نوو شرایطو سره ژر ځان نه سي عیارولای او ورباندي ډیریږي. د هغو انسانانو چي د ویني فشار یې کښته وي، د هوا ځیني تغیرات یې د مثال په ډول کیدلای سي د ویني جریان ته حتی گټه ورسوي.

BdT- Sonne dringt durch die Wolken
انځور: picture-alliance/dpa/K. Hildenbrand

د هوا تغیرات خصوصأ پر هغو خلکو چي نفس تنگي، روماتیزم او یا نوري مزمني ناروغۍ ولري، ډیر فشار واردوي. خو څنگه سړی کولای سي دهغه مخنیوی وکړي؟

تر ټولو د مخه مهمه داده چي سړی ځان کلک کړي، داسي چي هره ورځ حداقل نیم ساعت په ازاده او تازه هوا کي پاته سي. دباندي ووځي او چکر ووهي. خو ځان په یخو او تودو اوبو پریولل هم کومک کوي. د اعصاب آرامولو تمرین او یا صحي خواړه هم د وجود مقاومت لوړوي.