1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا مسکو او واشنګټن به د افغانستان په برخه کې ګډ سیاست ولري؟

۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبه

افغانستان کیدای شي د مسکو او په واشنګټن کې د دونالد ترمپ د نوې ادارې له پاره د همکارۍ یو ښه زمینه برابره کړي. د روسیې د چارو کارپوهان په اوس وخت کې د روسیې له پاره د افغانستان پر اهمیت باندي خبري کوي.

https://p.dw.com/p/2WFrr
Kombobild Trump/Putin

په امریکا متحدو ایالاتو کې د دونالد ترمپ په مشرتوب د نوې ادارې د کار په پیلدو سره د روسیې د چارو کارپوهان هیله څرګندوي چې کیدای شي تر دې وروسته ولسمشر پوتین او امریکایي سیال یې د افغانستان په برخه کې سره ګډ سیاست غوره کړي.

روسیې په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو تر پوځي مداخلې وروسته د ۲۰۱۰م کال په وروستیو کې د روسیې او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو له خرابیدو سره، د دواړو هیوادونو دریځ د افغانستان په اړه سره لیرې شو. په وروستیو وختونو کي واشنګټن د مسکو او طالبانو تر منځ پر خبرو اترو نیوکه کړې ده خو روسیه بیا وایي چې دغه شان خبري هیڅ کله هم نه دي شوي.

د مرکزي اسیا د چارو کارپوه ارکادي دوبنوف، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې روسیې د ۲۰۱۵م کال په پای کې له طالبانو سره د خبرو اترو کولو هدف ټاکلی وو. هغه وخت د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف، ویلي ول چې طالبان او روسیه یو څه ګډي ګټې لري.

د دوبنوف، په خبره روسیې په وروستیو کلونو کې له افغانستان څخه رامنځ ته کیدونکي ګواښونه یو ځل بیا ارزولي دي او دې پایلې ته رسیدلی دی چې طالبان اوس د مرکزي اسیا هیوادونو ته ګواښ نه رامنځ ته کوي. هغه زیاتوي: «اوس دا خبره مسکو ته روښانه شوې ده  چې طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه، که څه هم افراطي فکر لري، خو مرکز اسیا ته چې روسیه یې د خپل نفوذ حوزه بولي، ګواښ نه رامنځ ته کوي.»

روسیه په افغانستان کې څومره ګټې لري؟

په مسکو کې د کلتورونو تر منځ د ډیالوګ له انستیتوت څخه د څېړنو د څانګې مشر الیکسي مالاښينکو، هم ورته نظر لري. هغه وایي: «سړی باید دا اندېښنه و نه لري چې له افغانستان څخه دې په کوم ډول د بې ثباتۍ لمن روسیې ته پراخه شي. داسې یو خطر نه لیدل کیږي.»

هغه ټینګار کوي چې په افغانستان کې باید د روسیې کړه وړه تر هغه څه چې په حقیقت کې دي، ډیر و نه ښول شي، ځکه دغه کارپوَ وايي چې مسکو په دې خبره ښه پوهیږي چې افغانستان د نړۍ یو له ستونزمنو هیوادونو څخه دی.

هغه په دې اند دی چې تر هغه وخته پورې چې د سولې خبري اتري د مسکو له پاره زیان و نه رسوي، روسي چارواکي پرې نیوکه نه لري. د هغه په اند روسیه په افغانستان کې ډیري ګټې نه لري او د دې هیواد امکاناتو ته په کتو سره روسیه کولای نه شي چې د نړۍ په هره سیمه کې فعاله واوسي. دغه کارپوه روښانوي چې روسیه همدا اوس په کریمیا او سوريه کې ډیر لګښتونه پرغاړه لري او په افغانستان کې د دې هیواد کټې دومره نه دي چې دغه هیواد دې په هر قیمت پکې مداخله وکړي. هغه وایي: «روسیه په افغانستان کې ډیري لږ پانګوني لري.»

افغان حکومت تر فشار لاندي دی

خو پر دې هر څه سربیره، ارکادي دوبنوف، په دې باور دی چې روسیه غواړي له افغانستان څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیدونکې خلا ډکه کړي. خو دغه کارپوه ټینګار کوي چې دا له افغانستان سره د روسیې د لیوالتیا یوازینی دلیل نه دی. هغه زیاتوي: «دا خبره روښانه ده چې طالبان او داعش چې په لیکو کې یې د د مرکزي اسیا هیوادونو وګړي هم جنګیږي، د افغانستان په شمال کې بېلا بېل اهداف تعقیبوي. دغه توپیر کیدای شي چې طالبانو ته د وسلو په برخه کې د مرستو کولو له لاري لا پیاوړی شي.»

پر دې سربیره دغه کارپوه وایي چې له طالبانو سره د خبرو کولو له لاري مسکو د کابل پر حکومت باندي چې تر اوسه پوري یې هم د واشنګټن لاس پوڅی بولی، فشار راوړلای شي.

له واشنګټن څخه د څه تمه کیږي؟

د امریکا متحدو  ایالاتو نوي ولسمشر دونالد ترمپ، ښايي د افغانستان په اړه یو نوي سیاست غوره کړي. روسیه په ځانګړې توګه له دې سره لیواله ده چې روښانه شي، ایا امریکا له افغانستان څخه خپل پاته ۹۰۰۰ سرتیري باسي او که نه؟

دوبنوف په دې باور دی چې که واشنګټن د کابل له حکومت څخه خپل پرته له قید او شرط ملاتړ پای ته ورسوي، نو روسیه کیدای شي د دې هیواد په برخه کې امریکا ته د ګډ کار وړاندیز وکړي.

مالاښينکو وایي چې افغانستان کیدای شي د روسیې او امریکا تر منځ د ګډ کار یوه سیمه وي. د دغه کارپوه په اند که داعش ترهگره ډله په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي نو واشنګټن او مسکو ښايي د دې ډلې پر ضد په ګډي مبارزې لاس پوري کړي.