1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا مرغان به د کرونا د قیوداتو پر وخت کراري نغمې وږغوي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د کرونا په سبب رامنځته سوي قیودات ټولو ژویو ته داسي یوه ارامتیا ورپه برخه کړې، چي هیڅ وخت یې نه درلوده او نه به یې هم ښايي بیا ولري. ځينی مرغان همدا اوس لا د طبیعت ددغي ارامتیا څخه ګټه اخلي او کراري نغمې ږغوي.

https://p.dw.com/p/3bAl0
Nachtigall Luscinia megarhynchos singend
انځور: Imago/blickwinkel

د کرونا ویروس په سبب رامنځته سوو قیوداتو په سبب لږ ترافیک په عین حال کي پدې معنی هم دي، چي لږ مُضره ګازونه تولید او هوا ته پورته سي. خو ددغه لږ ترافیک له وجهي د اقلیمي ککړتیا یوه بله برخه هم سمه سوې ده، یعني دا چي په طبیعت کي آرامي رامنځته سوې او لږ غالمغال او لوړ ږغونه رامنځته کیږي.

د صحي جهاني سازمان په حواله په اروپا کي تر سل میلیونه اضافه انسانان ددغه لوړو ږغونو څخه رنج وړي. یوازي په غربي اروپا کي ترافیک د ډیرو انسانانو د وختي او مخکي له وخت مړه کیدو سبب کیږي. پر انسانو باندي د لوړو ږغونو او غالمغال د تأثیراتو ترڅنګ هغه د دغي کُرې پر نورو اوسیدونکو، یعني حیواناتو باندي هم منفي تأثیرات لري.

خو تر کومه حده پوري به حیوانات په هغو هیوادونو کي چي قیودات وضع سوی دي، ددغي طبیعي ارامتیا څخه مستفید سي؟ دې سوال ته اوس په سختۍ سره جواب ورکول کیدلای سي.

تر ټولو ډیر مرغان مستفید کیږي

مرغان تر ټولو ډیر لیدونکي او اوریدونکي حیونات دي، چي د سړکانو او پارکونو د اوسنئ ارامتیا څخه ډیرزیات مستفید کیږي. هغه زیګنالونه چي مرغان یې د خپلو اوازونو او ریز د لاري یو بل ته سره استوي، د هغوی دپاره ډیر مهم دي. بېله دې چي ریز وکړي، واوري او یا واوریدل سي، د مرغانو دپاره ډیره سخته ده، چي سم ملګری پیدا کړي او یا داچي خپله ساحه د دښمنانو څخه وساتي.

BG Deutschland Frühling und Schwäne 2020
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

لکه انسانان چي په یوه غالمغالي محیط کي مجبوره وي، په زوره او لوړ اواز سره خبري وکړي، مرغان هم مجبوره دي په لوړ اواز سره ریز وکړي، تر څو یو دبل سره سم تفاهم پیدا کړي. دغه خبره د مونشن د آرنیولوجستۍ د انستیتوت څخه هېنریک بروم کوي، کوم چي د مرغانو د رفتار د تحقیقاتي مرکز آمر دی.

ایا مرغان به آرام سي؟ شاید

د بروم په خبره دا وختي لا معلومه ده، چي مرغان د اوونۍ په اخره کي کله چي رخصتي وي د سهار د خوا په ارام اواز سره ریزونه کوي او نغمې راباسي. ځکه چي په دغه وخت کي د ترافیکو ګڼه ګونه کمه وي او مجبوره نه وي چي یو دبل سره رقابت وکړي.

د کرونا په سبب وضع سوي قیوداتو له کبله د نورو تر څنګ په جرمنی کي د مسافر وړونکو طیارو په پروازونو کي ۹۰ فیصده کموالی راغلی دی. د موټرانو په تګ راتګ کي ۵۰ فیصده او ریلونه ۲۵ فیصده لږ په حرکت کي دي.

په وچه او اوبو کي غالمغال حیواناتو ته تاوان رسوي

مرغان یوازني حیونات نه دي، چي د لږ غالمغال څخه مستفید کیږي. د یوې علمي مجلې د تازه څیړنو پراساس غالمغال د ژویو مختلف ډولونه لکه چُنګوښي، ماهیان، ماران او د اوبو نور تي لرونکي حیوانات تر خپل تأثیر لاندي راولي.

د غالمغال او ککړتیا څخه دریابونو ته هم سخت تاوان رسیږي. مثلأ د تیلو او نورو مالونو ډکي کښتیو له وجهي د اوبو سختي څپې او ږغونه رامنځته کيږی، چي پکښي موجودو ژویو ته تاوان رسوي او په اصطلاح لاري ځیني ورک کوي. هغوی به ارامه سره خورک نسي پیدا کولای اوهم یې اکثره پر یوه معین ځای باندي هګي نسي اچولای او نه هم بچیان زیږولای سی.