1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبان په رښتیا مالي ستونزي لري؟

۱۳۹۵ آذر ۱۱, پنجشنبه

رسنیو ویلي دي چې طالبان په وروستیو وختونو کې سختي مالي ستونزي لري. خو ځيني کارپوهان بیا دغه رپوټونه ردوي او وایي چې پر کورنیو سرچینو باندي د طالبانو اتکا، له هغوی سره د لګښتونو په پوره کولو کې مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/2TYt7
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

ګاردین ورځپانې په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي دي چې طالبان د ملکي تلفاتو د ډیریدو، له افغانستان څخه د ډیرو بهرنیو ځواکونو د وتلو او خپلمنځي جګړو له کبله له مالي ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي. د رپوټ په حواله ستونزي دومره ډیري دي چې دغه ډله نور د پاکستان په شخصي روغتونونو کې د خپلو ټپيانو د درملني لګښتونه هم نه شي ورکولای.

ګاردین د طالبانو د یوه پخواني قوماندان ملا رحمت الله کاکازاده، په حواله ویلي دي: «ډېر ملکي تلفات د جگړې د مالي ملاتړ د کمښت سبب شوي دي. هغه کسان چې پیسي ورکوي، نه غواړي چې پيسې يې په داسې ماینونو مصرف کړي چې ماشومان وژني.»

طالبان چې له ۲۰۰۱م کال راهیسې د افغان حکومت او د هغه د نړیوالو ملاتړو پر وړاندي جنګیږي، د خپلې جګړې یو لړ مصارف د هغو پیسو له لارې پوره کوي چې تر افغانستان دبانددي کسانو له خوا هغوی ته ورکول کیږي.

خو د طالبانو د چارو کارپوه او د دې ډلې د پخواني رژیم کارکوونکي وحید مژده، له دویچه ویله سره په خبرو کې د ګاردین رپوټ رد کړ او ویې ویل، چې طالبانو له ۲۰۰۹ کال راهیسې پر کورنیو منابعو باندي خپل تمرکز ډیر کړی دی او ځکه نو د بهرنیو مرستو پر کمښت سربيره هم هغوی (طالبان) خپله جګړه پر مخ وړي.

مژده زیاته کړه: «هغه کورنۍ سرچیني چې نن یې طالبان تر لاسه کوي له مرمر ډبرو نیولې بیا تر سرو زرو پوري دي چې په بدخشان کې ترلاسه کیږي. یوه بله منبع چې تل په ګوته شوې ده، مخدر مواد دي.»

طالبانو په تیرو دوو کلونو کې جګړې ته زور ورکړی دی. دغې ډلې چې پخوا به یې د کندهار او هلمند په شان ولایتونو باندي تمرکز کاوه، په وروستیو کلونو کې خپله جګړه د کندز او بغلان ولایتونو په ګډون د افغانستان شمال ته غځولې ده.

ځيني کارپوهان وايي چې کيدای شي مالي ستونزي طالبان دې ته وهڅوي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، خو مژده ادعا کوي چې طالبانو د جګړې د تمویل له پاره چې د افغان امنیتي ځواکونو له پاره یې لګښت په کال کې میلیاردو ډالرو ته رسیږي، ارزانه لاري چاري پیدا کړي دي.

هغه وویل: «طالبان د وسلو رانيولو له پاره ډېر مصرف، نه لري.» دا ځکه چې د مژده په خبره، طالبان ډیر وخت یا وسلې په جګړو کې له امنیتي ځواکونو نیسي او یا یې هم په ارزانه بیه ترلاسه کوي.

خو پر دغو ټولو سربیره، بیا هم داسې ښکاري چې طالبان به په وروستیو وختونو کې له ځينو ستونزو سره مخامخ وي. په یوه لنډه موده کې د هغوی د پخواني مشر د مړینې خبر بربنډیدل، او بیا د بل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور، وژل کیدل ښايي د دغو ستونزو يوه برخه وي.

ویل کیږي چې ملا اختر محمد منصور، چې پخپله هم یو سوداګر وو د طالبانو له مالي سرچینو سره يې اړیکه لرله او له وژل کیدو سره یې دغه اړیکه ښایي له منځه تللي وي. خو مژده وایي چې پر کورنیو سرچینو باندي د طالبانو اتکا، دغه ستونزه هم له منځه وړي.

هغه وایي: «ستاسو به په یاد وي چې آن پخپله امریکایانو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د هغوی د مرستو یوه برخه د طالبانو جیب ته تللې ده. که څه هم هغوی بیا وروسته په دې اړه چپ شول، خو حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د هر کار یوه برخه پیسې طالبانو ته رسیږي. له پروژو نیولې بیا د کانونو په اړه تر تړونونو پوري.»

خو لویو شرکتونو او د کانونو قراردادیانو هیڅکله هم دا خبره نه ده منلې چې هغوی طالبانو ته پیسې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا اعلان کړی دی چې په افغانستان کې به نه یوازې دا چې پر بنسټیزو پروژو برید نه کوي، بلکي ملاتړ به يې وکړي. دا هم روښانه نه ده چې طالبان دا کار د پیسو په بدل کې کوي او که د افغانانو په سترګو کې د خپل انځور د بدلولو یوه هڅه ده.