1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ایا د ولسمشر غني د سولې نوې طرحه عملي ده؟

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

د افغانستان د کړکیچ د سوله ایز حل موندلو له پاره له ډیرو کلونو راهیسې هلې ځلې کیږي، خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اوس په دې هکله یوه نوې طرحه وړاندې کړې؛ خو ایا دغه طرحه عملي ده؟

https://p.dw.com/p/3SLix
Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

په وروستیو لسو میاشتو کې د امریکا متحده ایالاتو د استازو او طالبانو تر منځ نهه پړاو مسقتیم مذاکرات وشول، خو دغه خبرې اترې د یوه احتمالي توافق په درشل کې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري ودرول شوې.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په روانه اوونۍ کې د سولې په تړاو نوې طرحه وړاندې شوه چې پر نورو سربیره په کې مهم ټکی د طالبانو له لوري د دوه اړخیز اوربند منل دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې «دغه پلان د سولي په تړاو د هغو هلو ځلو چې په تیرو پنځو کلونو کې افغان حکومت او ولسمشر ترسره کړي، یوه مهمه برخه ده». هغه په دې تړاو له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې ولسمشر تل په دې هڅه کې دی چې سولې ته یوه لنډه لار وموندل شي.

د صدیقي په خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ لس میاشتې مذاکرات وشول خو «هغه هدف مو تر لاسه نه کړ چې سولې ته نزدې شو یا جنګ ختم نه شو، طالبانو جنګ ختم نه کړ او مستقیم مذاکرات هم پیل نه شول.»

ایا طالبان د ولسمشر غني وړاندیز مني؟

صدیقي وویل چې نوې طرحه څو اساسي موخې لري چې اوربند او د هغې په تعقیب د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مستقیمي خبرې اترې په کې شامل دې څو په خبره یې افغانستان سولې ته ورسیږي.

خو طالبانو تر اوسه پورې په کلکه له افغان حکومت سره مستقیمي خبرې اترې رد کړې دي او هغه د بهرنیو لاس ناستی بولي. طالبانو همداراز له امریکایانو سره تر یوه توافق مخکې د یوه اوربند رامنځ ته کول هم رد کړي دي. د طالبانو د چارو کارپوه وحید مژده، وایي چې د اوربند په هکله د طالبانو دریځ معلوم دی. د هغه په خبره طالبانو د مذاکراتو پر مهال خلیلزاد ته ویلي وو چې اوربند او نور مسایل باید د افغانانو تر منځ په بین الافغاني مذاکراتو کې مطرح شي، تر څو چې تړون نه وي لاسلیک شوی اوربند نه کیږي.

مژده زیاته کړه: «د سولې په تړاو د ولسمشر په اووه فقریز وړاندیز کې لومړی شرط اوربند دی. خو دا د طالبانو له خوا نه شي منل کیدای، ځکه ترڅو چې پر نورو مسایلو توافق نه وي شوی اوربند [د طالبانو له پاره] د تسلیمیدو په معنی دی.»

د وحید مژده په خبره دا کار عمله بڼه نه لري ځکه چې امریکایانو و نه شوای کړای پر طالبانو دغه خبره ومني: «نو ولسمشر څرنګه کولی شي چې د نورو کارونو د ترسره کیدو دمخه پر طالبانو اوربند ومني.»

سیاسي شنونکی او حقوقپوه ودیر صافی په دې نظر دی چې تر اوسه د افغان حکومت کوم پلاوي د طالبانو او امریکایانو تر منځ په مذاکراتو کې حضور نه دی لرلی. د هغه په خبره د دغو مذاکراتو په هکله د زلمي خلیلزاد له لوري افغان حکومت ته کم معلومات ورکړل شوي: «نو له همدې کبله دوی خپل دغه پلان پخپله وړاندې کړ چې که چیرې دا مقابل لوري ته د منلو وړ وي نو د دې لارې سوله رامنځ ته شي.»

ودیر صافی که څه هم وایي چې د اوربند تر سره کیدل ښه خبره ده، خو په دې نظر دی چې د اوربند عملي بڼه ډیره روښانه نه ښکاري. د هغه په خبره که چیرې اوربند راتلونکی وي او څوک یې ورسره مني نو هغه باید د یوې موافقې او د خبرو اترو له لارې په مقابل لوري ومنل شي: «مقابل لوری چې په دې موقف کې دی چې اوربند ومني که نه، هغه د افغانستان حکومت نه بلکې طالبان دي.»

ایا د سولې پر موضوع اجماع موجوده ده؟

ودیر صافي وایي چې د ولسمشر غني د تګلارې په هکله له افغان ولس سره خبرې نه دي شوي او په یو ځل دغه پلان اعلان شوی دی. خو د افغان ولسمشر ویاند وایي چې د سولې له پاره اجماع شته

هغه وویل: «دا د دولت وظیفه ده چې څرنګه موږ هغې سولې ته ورسیږو چې هر افغان یې غوښتنه کوي. مشورتې لویې جرګې افغان حکومت ته دنده وسپارله چې له طالبانو سره دې خبرو ته کیني او سوله دې راولي. سیاسیون هم اجماع لري هغوی هم سوله غواړي. اما شاید په تګلاره او افکارو کې توپیر وي.»

صدیقي زیاتوي چې له نړیوالو او د سیمې له هیوادونو سره به مشورې روانې وي څو نوره هم اجماع رامنځ ته شي او سوله راشي.

سید ریاض