1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د طالبانو تر رژیم وروسته د ښځو وضعیت

۱۳۹۵ شهریور ۶, شنبه

کله چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو رژيم پر ضد برید کوه، د هغه وخت د ولسمشر میرمنې لورا بوش، وویل چې د دې جګړې یو بل لامل د طالبانو له افراطي رژیم څخه د افغان میرمنو خلاصون دی. خو اوس دغه میرمنې په څه وضیعت کې دي؟

https://p.dw.com/p/1Jr3I
Afghanistan Protest und Demonstration Gedenken an Farkhunda
انځور: DW/H. Sirat

د طالبانو د رژیم له ړنګیدو پنځلس کاله تیر شوي او اوس هم د طالبانو پر ضد جګړه روانه ده خو له افغان میرمنو سره د یو شخصي ملکیت په توګه چلن کیږي. داسې ډیرې کمې اوونۍ به وي چې د افغان میرمنو د وژنو، سنګسار، په تیلو د سوزنې، د مور او پلار او میړه د کورنیو له خوا د وهلو او ټکولو، جنسي تیريو، په کم عمر کې ودونو، حبس او تیښتونو رپوټونه په رسنیو کې خپاره نه شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان اساسي قانون د ښځو له برابرو حقونو او د هغو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي دفاع کوي، خو لا هم په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلن شتون لري.

د روانې میاشتې په پیل کې رسنیو رپوټ خپور کړ چې د غور ولایت په یوې لیرې پرتې سیمې کې د زهرا په نوم یوه ۱۴ کلنه حامله نجلۍ د هغې د میړه د کورنۍ له خوا تر شکنجې او وهلو ټکولو وروسته سوځول شوې وه چې بیا وروسته يې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

زهرا د خپل پلار د دویمې میرمنې په بدل کې د هغه اوښي ته په «بدو» کې واده شوې وه. د هغې ۴۵ کلن پلار محمد اعظم، د عدالت غوښتنې په موخه کابل ته راغی.

د بریتانیا حکومت په یوه رپوټ کې چې د جولای میاشتې په سر کې خپور شو ویلي وو چې «ثبت شوې شمیرې ښيي چې د روان کال په نیمايي کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده». د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د ۲۴۱ قتلونو په ګډون د تاوتریخوالو ۵۱۳۲ پیښو رپوټ ورکړی دی.

د کابل په لویدیځ کې د زهرا د پلار محمد اعظم، د حق غوښتنې په ملاتړ یوه وړه غونډه جوړه شوې وه. په غونډه کې د بشري حقونو فعالې ویدا ساغري، وویل چې د افغانستان په عدلي نظام کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډیرې پيښې له پامه غورځول کیږي.

ویدا ساغري وویل: «همدغه نه پاملرنه د دې لامل ده چې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی لکه د تیزابو شیندنه، وهل ټکول، سنګسارول، د صحرايي محکمو په لاره اچول، سوځونۍ، اجباري طلاقونه، اجباري ودونه، اجباري حامله ګۍ او د جنینو اجباري سقطولو پیښې په افغانستان کې خپل لوړ حد ته رسیدلي دي.»

خو پر دغو ټولو سربیره واقعیت دا دی چې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د افغان میرمنو په وضعیت کې زیات مثبت بدلون رامنځ ته شوی دی. د طالبانو د پنځه کلنې دورې پر مهال ښځو ښوونځيو او پوهنتونونو ته تلو او له کور څخ بهر د کار کولو اجازه نه لرله. طالبانو په ښارونو کې ښځې وهلې ټکولې او په عام مظهر کې یې په ویرونکې توګه اعدامولې.

د نړیوال بانک له خوا خپرې شوې شمیرې ښيي چې د بیلګې په توګه د میندو د مړینې کچه په ۱۹۹۰ کال کې د هرو سل زرو میرمنو څخه ۱۳۴۰ میرمنې وې او په ۲۰۱۵ کال کې ۳۹۶ تنو ته راښکته شوې ده.

ډیری ښځې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې په کار بوختې دي.

د ولسمشر اشرف غني د دفتر ارقام ښيي چې د افغانستان ۳۳ سلنه ښوونکې میرمنې دي او د ښځينه او د قاضیانو شمیر ۲۴۰ تنو ته رسیږي. ولسمشر اوس مهال څلور میرمنې په خپله کابینه، شپږ ښځې د وزیرانو د سلاکارانو په توګه او څلور ښځې د سفیرانو په توګه ګومارلې دي.

په ټوله کې د افغان میرمنو د ژوند وضعیت په هیڅ صورت د طالبان له رژیم سره د پرتلې وړ نه دی. اوس په میلیونو نجونې ښوونځيو ته ځي او ښځې په مختلفو برخو کې د فعالیتونو پراخ امکانات په اختیار کې لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب