1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د ترمپ ادارې افغانستان هیر کړی دی؟

۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبه

داسې ښکاري چې ولسمشر ترمپ، د افغانستان جګړې ته چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده، ډیره لږ توجه کوي. له بلې خوا بیا په افغانستان کې طالبان لا پیاوړي شوي او داعش د سر پورته کولو په حال کې ده.

https://p.dw.com/p/2X9VX
Trump signs an executive order at the White House in Washington
انځور: Reuters/K. Lamarque

د افغانستان جګړه اوس د امریکا متحدو ایالاتو له پاره خپل شپاړلسم کال ته غځیدلې ده. د امریکا د قوماندې له مرکز څخه د لیدنې پر مهال دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ یوازې د افغانستان د جګړې لنډه یادونه وکړه. په دې ځای کې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو او یا هم د طالبانو د بریدونو په اړه کوم بحث ونه شو.

ترمپ وویل چې امریکا د ټولو هغو کسانو قدر کوي چې د افغانستان په ګډون له هیواد څخه بهر په ماموریتونو بوخت دي. هغه د افغانستان په اړه همدومره وویل. دا په داسې حال کېچې همدا اوس هم په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي، د ترهګري پر ضد عملیات کوي او افغان امنیتي ځواکونه روزي.

له بلې خوا ترمپ او ادارې يې په عراق او سوريه کې د ترهگري ډلي داعش، ځپلو ته ډیر زیات پام اړولی دی. هغه د خپل دفاع وزارت یا پنتاګون ته دنده سپارلې ده چې په۳۰ ورځو کې د سوریې او عراق له پاره یو نوی پلان جوړ کړي. د افغانستان په برخه کې بیا هیڅ هم نه دي ویل شوي.

دا لا روښانه نه ده چې د افغانستان په اړه کم بحث د دې معنی لري چې د ترمپ اداره غواړې په دې هیواد کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما سیاستونه تعقیب کړي او که دا یوازې افغانستان ته د ډیري کمې توجه په معنی ده.

تر دې مخکې د ترمپ د دفاع وزیر د امریکا د کانګریس یوې کمیټې ته تر خپل ټاکل کیدو مخکې ویلي وو چې طالبانو په افغانستان کې یو څه پرمختګ کړی دی او د امریکا ځیني برياوي یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

خو د ترمپ د ادارې چوپتیا دا نظریه چې افغانستان د اوس عصر یوه هیره شوې جګړه ده، لا پسې قوې کړې ده.

په پنتاګون کې بیا داسې تمه کیږي چې جنرال متیس به د افغانستان جګړه یو ځل بیا وآرزوي. هغه د افغانستان د جګړې په لومړیو کلونو کې په دې هیواد کې د ځواکونو مشري پر غاړه لرله. هغه په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت یو له قوي ملاتړو څخه دی.

هغه همداراز د سه شنبې په ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي سره هم خبرې وکړي. په دې ورځ د افغانستان په پلازمینه کې یوه برید د لږ تر لږه ۱۹ کسانو ژوند واخیست.

له بلې خوا تمه کیږي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن، د پنجشنبې په ورځ ګانګرس ته د جګړې په اړه نوي معلومات ورکړي.

یوازې څلور میاشتي مخکې د افغانستان وضعیت ښه نه وو ارزول شوی. امریکایي لوړپوړي چارواکي جوزیف دونفورد روښانه کړې وه چې افغان ځواکونه ډیرو تلفاتو سره مخامخ دي. نیکولسن بیا یو څه خوشبینانه نظر وړاندي کړی وو او ویلي یې وو چې افغان ځواکونو پر تلفاتو سربیره یو څه لاس ته راوړني لرلې.

طالبان د افغانستان پر لس سلنه نفوس باندي کنترول لري. افغان حکومت د افغانستان دوه پر دریمه برخه باندي کنترول لري او پاتې سیمې د طالبانو او کابل حکومت تر منځ لاس پر لاس کیږي.

په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو له ډلې څخه ۲۱۰۰ یې د ترهګرۍ پر ضد عملیات کوي او پاتې یې بیا په روزنيز ماموریت بوخت دي.

پوځ وایي چې امریکایي ځواکونو تیر کال په افغانستان کې تر ۱۰۰۰زيات عملیات کړي دي چې ۲۶۷ يې د ترهگري ډلي داعش پر ضد ول.

دا چې ترمپ به د دغو عملیاتو شمیر ډیر او یا هم کم کړې، ښایي د وخت په تیریدو سره روښانه شي. او ورسره به دا هم روښانه شي چې ایا د افغانستان جګړه مخ پر هیریدو ده او که نه.

له ارشيف څخه