ایا د انگلستان شهزاده په جنسي رسوایۍ کي لاس درلود؟
۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبهد امریکايي مړه سوي ملیونر، جیفري اېپستاين د جنسي رسوایۍ په قضیو کي د قربانیانو ډیرو وکیلانو د انگلستان د ۵۹ کلن شهزاده اندريو څخه د هراړخیزه توضیحاتو او شهادتونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
امریکایې وکیلې گلوریا الرید، بریتانوي ټلویزوني چینل بی بی سي (BBC ) ته ویلي دي چي شهزاده اندريو باید په »دغه قضیه کي په خپله خوښه د مستنطقینو سره بې له ځنډ او شرایطو همکاري وکړي.«
تردې لږ دمخه شهزاده خبر ورکړ، چي موقتاً به د شاهي کورنۍ له ټولو عامه وظایفو څخه لیري سي. هغه که څه هم دا اعلان کړی وو، چي دی به «د ټولو مسؤلو پلټونکو ارگانونو سره کومک وکړي«، خو په هغه کي یې د محدودیتونو د وضع کولو خبره هم کړې ده.
وکیلې گلوریا الرید دا هم غوښتي دي، چي شهزاده اندريو نه یوازي باید د جیفري اېسپتاین د جنسي رسوایۍ په قضیه کي د مربوطه چارواکو سره همکاري وکړي او شهادت ورکړي، بلکي په دې ارتباط په مدني-حقوقي دعوو کي هم شهادت ورکړي.
امریکايي ملیونر جیفري اېپستاین، د ۲۰۱۹ م کال په اگست میاشت کي د نیویارک په یوه محبس کي ځان وژنه وکړه. پر هغه باندي تور لگیدلی وو چي په لس هاوو نجوني یې جنسي اعمالو او بدلمنۍ ته مجبوره کړي وې. شهزاده اندريو بیا ډیر کلونه د دغه ملیونر دوست پاته سوی او په منظم ډول سره یې میلمه سوی وو. خو شهزاده وايي چي پر دې ټولو خبرو سربیره یې د هغه له جنسي رسوایۍ څخه خبر نه درلود.