1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا امریکا د میرکل گرځند تلیفون څارلی دی؟

مسعود جهش (مارسل فوستونال)۱۳۹۲ آبان ۲, پنجشنبه

امریکا هغه رپوټونه رد کړې دي چې د ملي امنیت استختباراتي ادارې (NSA) د آلمان د صدراعظمې ګرځنده تلیفون څارلی دی. خو ښايي تر دې ادعا وروسته میرکل د امریکا د څارنیزو پروگرامونو په اړه د لا جدي اقداماتو غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/1A5Lu
انځور: picture-alliance/dpa

کله چې په وروستیو میاشتو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما، آلمان ته په رسمي سفر راغی، د هغه د هیواد د استخباراتي ادارې NSA د څارنیز پروګرام موضوع ډیره تازه وه. د دغې ادارې د څارنیزو پروګرامونو په اړه د هغې پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن معلومات بربنډ کړل.

سنودن چې اوس د تبعید په حالت کې د روسیې په یوه نامعلومه ځای کې اوسیږي، نړۍ ته د NSA د هغو میتودونو په اړه معلومات بربنډ کړي ول چې دغه اداره یې په مرسته د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې انترنتي او تلیفوني اړیکې څاري. د سنودن په حواله آلمان د NSA له پاره یو «د خاصې گټې لرونکې هدف» دی.

ولسمشر اوباما په برلین کې
ولسمشر اوباما په برلین کېانځور: Reuters

د آلمان صدراعظمې د سنودن له خوا د بربنډو شویو معلوماتو پر وړاندې له ډیر احتیاط سره غبرگون وښود. د جون میاشتې په ۱۹ نیټه میرکل له اوباما سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې انترنت «د یو نوی قلمرو» وباله. اوباما هم په دې کنفرانس کې هڅه وکړه چې د آلمان خلکو او خپلې آلمانۍ سیالې ته ډاډ ورکړي چې د NSA د انترنیتي او تلیفوني اړیکو څارنیز پروگرام یا PRISM یوازې د خلکو د ساتنې په موخه دی. اوباما همداراز ټینگار کړی وو چې دغه پروگرام د قانون پر بنسټ ولاړ دی.

د امنیت او آزادۍ تر منځ توازن

ښایی اوباما هغه وخت په دې خبره پوه شوی وو چې د NSA شخړه به په راتلونکې کې هم دوام ومومي. هغه په برلین کې ویلي وو: «موږ باید هغه ننگونه ومنو چې موږ ټول ورسره په دیموکراتیکو حکومتونو کې مخامخ یو. دغه ننگونه د هغو غږونو [نیوکو] اوریدل دي چې له موږ سره مخالفت کوي.» اوباما زیاته کړې وه چې هغه ډاډه دی چې سړی کولای شي د آزادي او امنیت تر منځ یو توازن ته ورسیږي.

خو اوس ښايي د دغه توازن ترلاسه کول ډیر ستونزمن کار وي، ځکه دا ممکنه ده چې د اوباما د هیواد استخباراتي سازمان په اروپا کې د هغه د تر ټولو نزدې سیاسي ملگرې پر گرځنده تلیفون باندې هم څارنه کړې وي. له دغو تورونو سره میرکل کیدای شي د NSA څارنیزو پروگرامونو ته په لا ډیرې انتقادي سترگه وگوري.

د آلمان د حکومت یوه ویاند شتیفن زایبرت، په یوه بیانیه کې د دغې موضوع د سیاسي منفي عواقبو په اړه لیکلي دي. په بیانیه کې راغلي دي چې صدراعظمې میرکل له ولسمشر اوباما سره په دې اړه د تلیفون پر کرښه خبرې کړې دي او هغه ته یې ویلي دي چې که دغه موضوع دقیقه ثابته شي نو هغه [میرکل] یې په سختو ټکو غندي او دغه شان اعمال د منلو وړ نه بولي. میرکل ویلي دي چې د دوه متحدینو تر منځ باید د دولتي اړیکو دغه شان څارنه موجوده نه وي. میرکل د دغو تورونو د ثابیتیدو په صورت کې هغه د اعتماد د ماتیدو یو ډیر جدي فکتور بللی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني، سمدستي د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل په گرځنده تلیفون باندې د څارنې تورونه رد کړل او په یوې بیانیه کې یې وویل: «د [امریکا متحده ایالاتو] ولسمشر صدراعظمې ته ډاډ ورکړی دی چې امریکا د هغې پر گرځند تلیفون باندې څارنه نه کوي او په راتلونکې کې به یې هم و نه کړي.» خو ښايي میرکل له اوباما سره خبرې قانع نه کړي او هغه به په راتلونکې کې دغه موضوع په لا جدي ډول وڅیړي.

که څه هم د آلمان د استخباراتي اداره چارواکو د دغه هیواد په پارلمان کې وویل چې په آلمان کې د امریکا څارنیز پروگرامونه پای ته رسیدلي دي خو د آلمان د پارلمان یا بوندستگ غړو ډیر وخت دغو څرگندونو ته د شک په سترگه کتلي دي.

میرکل د قاطع اقداماتو غوښتنه کوي

خو اوس ښايي میرکل د ثابته اقداماتو غوښتنه وکړي. د هغې ویاند په یوې بیانیه کې لیکلي دي چې میرکل د آلمان پر ضد د احتمالي څارنیزو پروگرامونو په اړه د سپیناوي غوښتنه کوي. داسي ښکاري چې د NSA د فعالیتونو پر ضد بالاخره د میرکل حوصله پای ته رسیدلې وي.

د آلمان د پارلمان یو شمیر غړي ښايي له ځان سره دغه پوښتنه مطرح کړي چې ولې اوس میرکل د NSA د څارنیزو پروگرامونو پر ضد اوس د قاطع اقداماتو غوښتنه کوي. د پارلمان یوې کمیټې درې میاشتې مخکې دغه شان یوه غوښتنه کړې وه خو هغه وخت په آلمان کې انتخاباتي کمپاینونه روان ول او د میرکل د گرځنده تلیفون د څارنې په اړه معلومات لا نه وو خپاره شوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب