1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپل شرکت د کرونا ویروس په سبب د تاوان سره مخامخ دی

۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه

په چین کي د کرونا ویروس د پراخیدو او خلکو لږ تقاضأ د اپل شرکت او هم د ټولي نړې اسهامي بازارونه د سخت تاوان سره مخامخ کړي دي. چین نه یوازي ددغه شرکت مهم تولیدونکی هیواد، بلکي لوی بازار یې هم دی.

https://p.dw.com/p/3XwPY
Präsentation Iphone X
انځور: Reuters/T. Peter

دغه لوی امریکايي شرکت پرون دوشنبه ورځ (د فبرورۍ میاشتي ۱۷ مه) اعلان وکړ، چي د همدې عیسوي کال تر پایه پوري د ۶۳ څخه تر ۶۷ میلیارډه ډالره اټکل سوی عاید به تر لاسه نه سي.  په چین کي د اپل الکترونیکي شرکت د تولیداتو راکمیدلو په سبب ټولي دنیا ته د آیفون په استولو کي هم محدودیت رامنځته سوی دی.

د دا ډول پیش بینۍ په سبب خصوصأ د اسیا اسعاري بازارونه او هم د جرمني اسهامي جدول ډکس- DAX د سخت تاون سره مخامخ سوی دی.

اپل شرکت  ویلي دي، دا چي چین د دوی د محصولاتو مهم تولیدونکي هیواد دی او اوس هلته د کرونا ویروس راپیدا سوی دی، نو یې باید په اول سر کي خپل ټوله دوکانونه تړلي وای. که څه هم هغوی کرار کرار بیرته خلاصیږي او وضع تر یوه حده پوري عادي کیږي، خو بیا به هم دغه پروسه تر ډیره وخته پوري دوام وکړي.

Qualcomm und Apple - IT-Unternehmen l Strafen
انځور: picture alliance/Imaginechina/dpa/L. Shengli

د اپل برقي شرکت د تاوانونو په سبب د سوني شرکت اسهامي جدول ته هم تاوان رسیدلی دی. د کرونا ویروس د چین اقتصاد ته همدا اوس لا سخته ضربه ورکړې ده. د خارج څخه اکثره پروازونه ورباندي قطع سوي، خارجي کمپنیو اکثرأ خپلي څانگي تړلي او یا یې مرکز ته راانتقال کړي دي.کرونا، انفولانزا او زُکام ،څنگه پوهیږم، په کوم یوه اخته یم؟

په دې منځ کي په چین کي د کرونا ویروس څخه د رسمي ارقامو پر اساس تر ۱۸۰۰ اضافه انسانان مړه سوي او تر ۷۲۰۰۰ لا ډیر په اخته سوي دي.