1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا: د عوامپال ائتلاف ناکامي او د نويو ټاکنو گواښ

۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبه

د ايټاليا وروستي سياسي تحولات ډير حيراونکي دي. لومړی د ايټاليا پاپولستي گوند په ټوله اروپا کې ناکراري خپره کړه او بيا یې د حکومت جوړولو خبرې اترې په وروستي پړاو کې ناکامې شوې. خو اوس به څه کيږي؟

https://p.dw.com/p/2yRmZ
Italien Regierung gescheitert - Guiseppe Conte gibt auf
انځور: Reuters/A. Bianchi

په ايټاليا کې تر ټاکنو درې مياشتې وروسته اروپا منتقد پنځه ستوري غورځنگ او د ښی اړخه عوامپال ليگ په حيرانونکي توگه د حکومت په جوړولو نه دي توانيدلي. صدراعظمۍ څوکۍ ته  د دواړو خواو شريک نوماند جوزف کونته د يکشنې په ورځ ولسمشر سيرگيو ماتاريلا ته د حکومت جوړولو دنده بيرته ور سپارله. په دې توگه په ايټاليا کې چې د يورو حوزې دريم ستر اقتصاد بلل کيږي، بيا ځلي ټاکنې يقيني دي.

د آلمان مخالف کانديد پر سر اختلاف

 د حکومت د جوړښت د خبرو اترو شخړيز ټکی په ائتلاف کې د شاملو اړخونو او د ولسمشر ترمنځ  د يورو او آلمان منقتد پاولو ساونا د اقتصاد د وزير په توگه د نومولو پلان وو. ماتاريلا ويلي ول چې داسې يو کانديد ورته د منلو نه دی چې د يورو حوزې څخه د ايټاليا د وتلو خبره کوي. هغه زياته کړه چې د يورو د پولې واحد په اړه د ايټاليا بې اطمينانۍ ايټالوي او بهرني پانگوال له يوه ناڅرگند وضعيت سره مخامخوي.

خو حقيقت دادی چې: د عوامپالو گوندونو د زياتونو لگښتونو پلانونو او د هغوی اروپا مخالفې لهجې مالي بازارونه ناآرامه کړي او اروپا ته يې د شوک او ناکرارۍ څپه ليږدولې ده. دوی پر نورو سربيره د ماليو د ټيټولو او حد اقل معاش د رامنځته کولو پلان لري. په اروپا کې تر یونان وروسته ايټاليا تر ټولو زيات پوړوی هيواد دی.

ولسمشر ماتاريلا اعلان وکړ چې ډير ژر به د نويو ټاکنو د غوښتنې په هلکه پريکړه وکړي. ظاهراً نوموړی د يوه نوي موقتي حکومت پر سر کار کوي او اقتصاد پوه کارکو کوتاريلي ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور بللی دی. کوتاريلي به ښايي تر نويو ټاکنو پورې د «کارپوهانو د حکومت» مشري وکړي.

Italien Regierungsbildung | Luigi Di Maio
د پنځه ستوري غورځنگ مشر لويجي دي مايوانځور: Getty Images/AFP/T. Fabi

خو ښی اړخه عوامپال ليگ او پنځه ستوري غورځنگ دواړو اعلان کړې وو چې په پارلمان کې به کارپوهانو د يوه حکومت د رامنځته کولو پلوي ونه کړي. ايټالويانو د مارچ مياشتي پر ۴ نیټه د نوي حکومت د رامنځته کولو له پاره خپله رايه وکاروله. پنځه ستوري غورځنگ د ۳۲ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره د قوي ځواک په توگه راڅرگند شو. ليگ د يوه منځني ښه اړخه ائتلاف په ترڅ کې ۱۷ سلنه رای ترلاسه کړې. خو دواړو اړخونو په روم کې د حکومت جوړولو له پاره اړين اکثريت نه درلود. ويره څرگنديږي چې نوې ټاکنې به هم ورته پايلې ولري او بيا به هم د حکومت جوړول آسان نه وي.

نه غواړو «مريان» و اوسو

د ښی اړخه عوامپال ليگ مشر ماتيو سالويني له نويو ټاکنو پرته بله لاره نه ويني. نوموړي د تويتر له لاري رای ورکونکي مخاطب کړي او ليکلي یې دي: «واک يو وار بيا تاسې ته سپارل کيږي.»  هغه ويلي چې ايټالويان نور بايد «مريان» نه وي، ايټاليا مستعمره نه ده.

هغه مخکې ليکلي: «موږ د آلمانانو او یا فرانسويانو (...) غلامان نه يو. همدلته بايد واک يو وار بيا تاسې(ولس) ته وسپارل شي.»

پنځه ستوري غورځنگ هم د نويو ټاکنو پلوي کوي. د غورځنگ مشر لويجي دي مايو پر ولسمشر ماتاريلا د هغه د لاسوهنې له کبله نيوکې وکړې او ويې ويل: «دا د آزادې ديموکراسۍ لار نه ده.»

پنځه ستوري غورځنگ او ليگ دواړو پر یورو مخالف ساونا ټينگار کاو. خو د دغه ۸۱ کلن آلمان مخالف سياستوال نظرياتو د آلمان او ايټاليا اړيکې گواښلې. نوموړی اقتصاد پوه په دې نظر دی چې يورو پولې واحد يوازې آلمان ته گټه رسوي. سربيره پر دې نوموړی د ايټاليا پر «مستعمرې» د بدلولو خبره هم کوي.

د ايټاليا د عوامپالو گوندونو ائتلاف څو اوونۍ د صدراعظمۍ د څوکۍ له پاره د يوه کانديد په اړه پر سلامشورو تيرې کړې. کله چې دواړه اړخونه د حقوقو د استاد کونته په اړه چې کمه سياسي تجربه لري، سلا شول نو داسې ښکاريده چې د حکومت جوړولو د لارې ټول خنډونه ختم شول. خو په پای کې وضغيت بل ډول شو چې جوزف کونته هم پرې هم خواشينې څرگنده کړې ده.

 

has/stu(dpa, rtr, afp)(B.S/N.Z)