1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايرانۍ سپوږمکۍ «پيام» مدار ته په رسیدو بریالۍ نه شوه

۱۳۹۷ دی ۲۵, سه‌شنبه

د ایران هغه سپوږمکۍ مدار ته په رسيدو نه ده بریالۍ شوې چې د چاپيريال په اړه د معلوماتو راټولو له پاره یې ليږدولې وه. امريکه انديښنه څرگنده کړې چې د ستلايت دا پروگرام ښايي د بالستيک توغندیو په جوړولو کې د مرسته په موخه وي.

https://p.dw.com/p/3BZiE
Iran Weltraumprogramm
انځور: picture-alliance/dpa

ايران د سه شنبې (د ۲۰۱۹ م کال د جنورۍ ۱۵) اعلان وکړ چې يوه سپوږمکۍ یې د هغه سرعت په ترلاسه کولو کې ناکامه شوې چې مدار ته د داخليدو له پاره اړين وو.

د مخابراتو وزير محمد جواد جهرمي د ایران دولتي تلویزيون ته وويل چې سپوږمکۍ ليږدونکي راکټ لومړی او دويم پړاو په کاميابۍ سره ترسره کړل خو د سپوږمکۍ ليږدونې په دريم پړاو کې ستونزې رامنځته شوې.

جهرمي وويل: «پیام سپوږمکۍ نن سهار د بصير ستلايت ليږدونکي توغندي سره خپل پرواز په کاميابۍ سره پېل کړ. خو له بده مرغه دغه راکټ په وروستي پړاو کې و نه وتوانید چې سپوږمکۍ په مدار کې داخله کړي.»

ايران فضا ته د دوو سپوږمکيو ليږل پلان کړي دي، چې يوه یې «پیام» او بله «دوستي» نوميږي. د دولتي تلویزيون په حواله  دواړه ستلايتونه د هېواد د چاپېريال په هکله د معلوماتو د راټولو په موخه ليږدول کيږی.

ایران په عمومي توگه د فيبرورۍ په میاشت کې کله چې د ۱۹۷۹م کال کې د اسلامي انقلاب کليزه لمانځل کيږي، تل خپلې لاسته راوړونې نندارې ته وړاندې کوي. د تيرو څو لسیزو په ترڅ کې ايران څو د لنډې مودې سپوږمکۍ او يوه بیزو هم مدار ته استولې ده.

خو امريکا متحدو ايالاتو او متحدينو یې د ايران د فضايي پروگرام په هکله انديښنه څرگنده کړې او ويلي یې دي چې ايران ښايي دا ستلايتونه د اتومي پروگرام له پاره استعمال کړي.

له مقرراتو سرغړونه؟

د جنورۍ میاشتې په پېل کې د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزیر مایک پمپيو، ويلي ول چې مدار ته د سپوږمکيو د ليږدولو پلان د ملگرو ملتونو د امنيت شورا هغه پریکړه ليک نقضوي چې په ۲۰۱۵م کال کې تصويب شوی وو. ۲۲۳۱ نمره پريکړه ليک ایران د بالستيک توغنديو له هغو ټولو فعاليتونو څخه منع کوي چې د اتومي وسلو په جوړولو کې مرسته کوي.

ايران ويلي چې د سپوږمکيو پروگرام یې هيڅ ډول اتومي موخې نه لري او زياته کړې یې ده چې دا د يوه ملکي پروگرام برخه ده چې يوازې ساينسي او علمي اهداف لري.

د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د تېر ميلادي کال په مي میاشت کې له ايران سره نړيوال اتومي تړون لغوه کړ خو په موافقه کې شامل اروپايي اړخونه اوس هم دې ته د نړيوال امنيت له پاره د يوه مهم عنصر په سترگه گوري. خو د تېر کال په اگست مياشت کې د ایران له خوا د «سيمرغ» په نوم راکټ فضا ته د ليږدولو له وجې برېتانيا، فرانسه او جرمني هم پر دغه هېواد نیوکې کړې وې.