1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان مهاجرو سره د ايران چلند د شرم وړ عمل وو»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

د ايران ۲۵۰ تنو فعالانو او د پوهنتون استادانو، د ايران پوله ساتو ځواکونو له خوا افغان مهاجرو پر وړاندې «وروستی ترسره کړی جنایت» غندلی دی. دوی وايي ايران بايد د افغانستان له خلکو څخه «رسمي بښنه وغواړي وغواړي.»

https://p.dw.com/p/3cLn8
Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
انځور: DW/S. Tanha

په ايران دننه او بهر د دغه هيواد ۲۵۰ تنو د پوهنتون استادانو او د بشري حقونو او سياسي چارو فعالانو د شنبې په ورځ (د می ۱۶مه) د يوې اعلاميې په خپرولو ليکلي دي: «د افغانستان او ايران پر پوله د هرات په سيمه کې رامنځ ته شوی جنايت، وروسته د څو ورځو د افغانستان د يوه خپلواک بنسټ او د څو نړيوالو رسنيو له خوا تائيد شوی دی.»

دغو فعالانو د دغې پيښې په تړاو خپل ژور خپګان ښودلی او ويلي دي چې د قربانيانو له کورنيو سره په دغه غم کې ځان شريک بولي. د دوی اشاره هغو شاوخوا ۵۰ تنو افغان مهاجرو ته ده، چې د رپوټونو پر اساس، د اپريل مياشتې په ۳۰مه د ايران په پوله کې د دغه هيواد پوله ساتو ځواکونو له خوا تر شکنجې وروسته سيند ته وغورځول يا اړ کړل شول د اوبو له منځه بيرته افغانستان ته واوړي. دوی غوښتل ايران ته د کار له پاره ولاړ شي چې د ادعاؤ له مخي د ايران پولو ساتو ځواکونو له خوا ونيول شول.

د رپوټونو پر اساس، د ايران پوله ساتو ځواکونو لومړی د دغو مهاجرو له تن څخه جامې وباسي او بیا يې مجبوروي چې خپله اډه او نور ځايونه ورباندې پاک کړي. تر دې وروسته دوی د هريرود سرحدي سيند پر لور بیا يي او د وهلو ټکولو او د وسلې په زور يې اړ باسي چې د اوبو له لارې بيرته افغانستان ته واوړي. له دغو کسانو څخه يوازې ۱۲ تنه توانيدلي وو چې ځانونو ته د لامبو په کولو نجات ورکړي او پاتې نور يې په اوبو کې ډوب شول. تر جمعې ورځې پورې د ۱۹ تنو مهاجرو جسدونه په سيند کې موندل شوي دي.

د دغو فعالانو په بيانه کې ليکل شوي دي چې « د نورو اجسادو د موندلو لټون ادامه لري.» دوی د هرات د ولايتي ولايتي روغتون په حواله ويلي دي چې «د مهاجرو د مړينې دليل په اوبو کې ډوبيدل دی او د موندل شوو جسدونو پر بدن د شکنجې آثار ليدل شوي دي.»

خو د عيني شاهدانو او د ژغورل شوو کسانو د شهادت او په دې اړه د خپرو شوو رپوټونو سربيره، ايران په دغې پيښه کې د خپلو پوله ساتو ځواکونو لاس لرل رد کړي دي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت د لويديځې آسيا د برخې عمومي مدير، ويلي دي چې دا د «دښمنو رسنيو درواغ» دي. هغه ويلي دي چې د ايران سرحدي ځواکونه په دې پيښه کې لاس نه لري.

خو د اعلاميې لاسليک کونکو د رپوټونو او عیني شاهدانو او نورو معلوماتو پر اساس ليکلي دي: «د رسنيو د کامرو په مخ کې د ژغورل شوو کسانو شهادت او د افغانستان د پارلمان د څيړنې خپلواکې کميټې، په دې برخه کې نړيوالو ته د انکار نه کولو وړ شواهد وړاندې کړي دي.»

دغه ايراني فعالان په دې باور دي چې ايران غواړي دغه پيښه د نورو پيښو په څير تر خاورو لاندې او فراموشۍ ته وسپاري. د دوی اعلاميه کې ټينګار شوی چې د ايران د حکومت سياست د پخوا په څير د « مسئوليت منلو او ځواب ورکولو پر ځای، نفي او د انکار سياست دی او غواړي چې دغه غمجنه پيښه تعليق ته واچوي.»

د اعلاميې ليکونکو ليکلي دي: «موږ د خپل ګاونډي هيواد د زيارکښو کارګرانو پر وړاندې دغه انساني ضد جنايت غندو او دا چې زموږ د هيواد پوله ساتو ځواکونو د هغوی پر وړاندې دا ډول د شرم ډګ کړنه تر سره کړی، ډير متاسف يو.»

دوی د ايران له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په دې اړه دې د قربانيانو له کورنيو، د افغانستان له خلکو او حکومت څخه «رسمي بښنه وغواړي.» ايراني فعالانو همدا راز د دغې پيښې «د ټولو ابعادو د روښانه کولو، د پاتې اجسادو د کشفولو، د قربانيانو کورنيو ته د غرامت ورکولو، د پيښې عاملانو ته د مجازات او په راتلونکې کې د دا ډول پيښو د تکرار د مخنيوي» غوښتونکي شوي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې افغانستان د ایران د پوله ساتو ځواکونو تر کتبي بلنې وروسته، دغه هيواد د کارپوهانو يو پلاوی د ايران سرحد ته استولی دی. دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ ايران ته رسيدلی. ايران وايي دغه پلاوی هغه سيمه څيړي چې ويل کيږي افغان مهاجر په کې شکنجه او سيند ته پر ځان اچولو اړ کړل شوي دي.

دويچه ويله فارسي/م.ک.ص/ا.ا