1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: ۳۰ تنه مو امريکا ته د جاسوسۍ په تور و نيول

۱۳۹۰ خرداد ۱, یکشنبه

ايران وايي چي په خپل هيواد کي د جاسوسۍ يوه شبکه يې شنډه کړې او ۳۰ تنه هغه کسان يې نيولي چي د امريکا د متحده ايالاتو له پاره يې مخبري کوله.

https://p.dw.com/p/11LCX
د ايران د اطلاعاتو وزارت ، په حقيقت کي د هغه هيواد استخباراتي ارګان دی.
د ايران د اطلاعاتو وزارت ، په حقيقت کي د هغه هيواد استخباراتي ارګان دی.انځور: fotolia/imageteam

دغه خبر د ايران دولتي تلويزيون له خوا پرون د نوموړي هيواد د استخباراتو د وزارت د معلوماتو په حواله ورکړل سو

په خبر کي ويل سوي:« د اطلاعاتو د وزارت تکړه او مومنو کارکونکو د امريکا 30 تنه جاسوسان نيولي دي او په مختلفو هيوادونو کي د امريکا د استخباراتي ادارې، CIA، 42 اطلاعاتي - عملياتي افسران پيژندل سوي دي.»

د ايران د اطلاعاتو وزارت ، چي په حقيقت کي د هغه هيواد استخباراتي ارګان دی په خپرپاڼه کي زياته سوې ده چي د جاسوسۍ دغه شبکه په يو ګن شمير هيوادونو کي فعاله وه او« د تحصيلي او د کار د ويزو يا د دايمي ويزو د ورکړي په پلمه يې فعاليت کاوه او په دې ډول يې خلک د خپلو استخباراتي هدفونو له پاره جذبول.»

د ايران په نوموړي خبرپاڼه کي د ترکيې، عرب متحده اماراتو او ماليزيا د هيوادونو نومونه اخيستل سوي دي چي هلته دغه شبکه فعاله وه.

ايران تر دې مخکي هم څو ځلي ادعا کړې ده ، چي د جاسوسۍ شبکې يې چي د امريکا متحده ايالاتو ته يې کار کړی، شنډي کړي دي.

د جنورۍ په مياشت کي د ايران د اطلاعاتو وزارت وويل چي هغه د اسراييلو د موساد د استخباراتي ادارې څو«تنه جاسوسان او ترهګر» ونيول او پر هغوی يې تور ولګاوه چي په تير کال کي د ايران د اټومي ساينس پوه، مسوعد علي محمدي، په وژلو کي يې لاس درلود.

دغه راز ايران پر امريکا متحده ايالاتو او اسراييلو باندي تور لګوي چي د نوموړي هيواد د هستوي دستګاو په شمول پر بنسټيزو تأسيساتو «انترنتي حملي» کوي.

د ډسمبر په مياشت کي ايران اعتراف وکړ چي د ناتنز په ښار کي د هغه د يورانيم د شتمن کولو يو پروګرام چي په منظمه توګه د ملګرو ملتو د اټومي څارني ادارې له خوا کنتروليږي ، د يو «انترنتي چينجي» د حملې هدف وګرځيډ.

همدا تيره مياشت د ايران د ملکي دفاع چارو وزير، رضا جليلي وويل چي ايران دStars په نامه د يو انترنتي ويروس هدف وګرځيد، خو هغه په دي هکله معلومات ور نه کړل چي د ايران پر کومو دستګاو باندي داسي کمپيتري حملې سوي دي.

لويديځ حکومتونه ايران تورن کړي چي د د هستوي پروګرامنو څخه د ملکي استتفادو په پلمه د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کي دی. ايرن دغه تورونه رد کړي دي.