1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د بحرين د شعيه ګانو ملاتړ کوي

۱۳۹۰ فروردین ۲۶, جمعه

د ايران او د خليج د عربي هيوادو تر منځ مناسبات خراب دي . په اکثره دغو هيوادو کښي سُنيان حکومت کوي ،ځکه نو دوی داکثريت شعيه ګانو د مقاومت او احتجاجونو څخه په انديښنه کښي دي

https://p.dw.com/p/RIFp
د بحرين پاچا حماد بن عيسی ال خلیفه او د ایران مذهبي مشر خامنه اي
د بحرين پاچا حماد بن عيسی ال خلیفه او د ایران مذهبي مشر خامنه ايانځور: AP/DW

د عربي نړۍ احتجاجونه تر شمالي افريقې او خليج فارس پراخه شوي دي. د بحرين په شاهي سلطنت کې شيعه اپوزيسيون سړکونه ته راووت تر څو د خپلو حقونو غوښتنه وکړي. په بحرين کې سني مذهبه باچا حکومت کوي او د بحرين وګړي دوه په دريمه برخه شيعه مذهبه دي. کوم چې د احتجاجو د پيل راهيسې د مظاهره کونکو غوښتنو منولو ته چمتو نه دي او د شيعه احتجاج کونکو د ځپلو امر يې ورکړی دی.

د ايران حکومت ددې چلند په کلکه غندنه کوي او د بحرين د مظاهره کونکو تر شا ولاړ دی . په ايران کې محافظه کار شيعه روحانيان خو لا پسي ددې هم مخکي ولاړل. لږ وخت مخکي ايت الله احمد جنتي په تهران کې د جمعې په خطبه کې وويل:« اوس د ټولو اسلامي مشرانو او هيوادونو څخه غوښتنه کيږي چې ځان د بحرين د خلکو لپاره مسوول وګڼي او د دې مظلومو خلکو د حقونو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.»

د خليج د هيوادونو د همکاری جرګه چې سعودي عرب، کويت، قطر، د عمان سلطنت، بحرين او متحده عربي امارات پکښي شامل دي، پر ايران تور لګوي چې دا هيواد د بحرين په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي . خو د ايران ولس مشر احمدي نژاد دا ډول تورونه بې بنسټه بولي . دی بيا امريکه ملامتوي چې د خليج هيوادونه د ايران ضد دريځ خپلولو ته مجبوروي. دی وايي، : « په دې خبره باور ولری چې د الله جله شان په مرستې سره به په نژدې راتلونکي کې يوه نوی منځنې ختيځ رامنځته شي. يو داسي نوی منځني ختيځ چې د صيهونستي رژيمونو څخه به پاک وي او د امريکې او امريکې د لاس پوڅو حاکميت به هم په کې نه وي.»

د خليج سني مذهبه حاکمي کورنی د ايران دغه چلند وارخطا کړي دي . د ايران نفوس د خپلو ګاونډيانو سعودي عربستان، کويت، قطر، بحرين د عمان د سلطنت او د متحده عربي اماراتو د سرجمه نفوس څخه دوه چنده ډير دی. د ايران شيعه هيواد ځان ته د سيمې د لوی ځواک او په بحرين کې د خپلو هم مذهبه وروڼو د ساتونکي په سترګه ګوري. د لندن د منځني ختيځ د انسټيتوټ مهرداد خانساري وايي چې ايران د لسيزو راهيسې په دې هڅه کې دی چې په سيمه کې لا زيات نفوذ ولري. دې خبري د ايران ګاونډيان ډير انديښمن کړي دي. نوموړی وايي چې، : « د خليج هيوادونه د ايران څخه ځان ته ګواښ ويني. د دوی دا چلند په تيرو ديرشو کالو کې نه دی بدل شوی. تر ټولو زيات د دې له امله هم ځکه چې ايران د خليج د هيوادونو شيعه مذهبه لږکي په دې هيوادونو کې د ناکراريو د رامنځته کولو لپاره استعمالوي.»

Proteste Bahrain Naher Osten Schiiten Männer Manama Regierungsgegner
انځور: dapd

په بحرين کې د اپوزيسيون د پاڅون په ټکولو او د سني شاهي کورني سره د ملاتړ په موخه د خليج د همکارۍ د جرګې دې هيواد ته تر زرو زيات عسکر وليږل . په ايران کې د پارلمان د ۲۸۶ څخه يې ۲۰۰ غړو د دې ګام سخته غندنه وکړه او د بحرين د پاڅونکونکو سره يې خپل ملاتړ لا پسې زيات کړ. دوی تر ټولو زياتې نيوکې په سعودي عرب وکړې کوم چې د خليج د همکارۍ د سازمان مخکښه ځواک دی.

سعودي عربستان ته په سيمه کې د ايران لپاره د يوه زورور مخالف به سترګه کتل کيږي. د سعودي عرب شاهي کورنۍ د امريکې د متحده ايالتونو سره ښې اړيکي لري او د خليج د هيوادونو په سني حکمرانو کورنيو کې هم ډير نفوذ لري.

حسن شريعت مداري چې د يوه شيعه ايت الله الاعظمه زوی دی، د ايران د حکومت يو منتقد دی او د المان په هامبورګ ښار کې د مهاجرت ژوند تيروي . دی د ايران دريځ پارونکي بولي او دهغه د ناوړه پايلو څخه اخطار ورکوي، : « مونږ بايد دا خبره د ياده ونه باسو چې په سيمه کې د امريکې د متحده ايالتونو يوه هوايي نظامي اډه په بحرين کې ده. که چيرې ايران د بحرين په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي نو کيدای شي چې امريکه مداخله وکړي. او زه فکر کوم چې ځيني عربان په همدې تمه دي چې ايران د امريکې سره په يوه لانجه کې ښکيل شي. »

نوريان شبنم/بريښنا صابر