1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او پاکستان د پايپ لاين غځولو کار پيل کړ

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

ایران او پاکستان په رسمي ډول د پایپ لاین د غځولو کار پیل کړ. د دې پایپ لاین د غځولو اصلي موخه د ایران له اقتصاد سره مرسته او د پاکستان د انرژۍ د کړکیچ مخنیوی دی.

https://p.dw.com/p/17vWU
Iranians work on a section of a pipeline (on with are sticked Iranian and Pakistanese national flags) after the project was launched during a ceremony with presidents of Iran and Pakistan on March 11, 2013 in the Iranian border city of Chah Bahar. The two leaders jointly unveiled a plaque before shaking hands and offering prayers for the successful conclusion of the project, which involves the laying of a 780 kilometre (485 mile) section of the pipeline on the Pakistani side, expected to cost some $1.5 billion. AFP PHOTO/ATTA KENARE (Photo credit should read ATTA KENARE/AFP/Getty Images)
Pipelinebau Iran Pakistan Arbeiterانځور: Getty Images

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد، د دوشنبې په ورځ له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره یو ځای په یو لړ مراسمو کې گډون وکړ. دغه مراسم له ایران څخه پاکستان ته د گازو د پایپ لاین د غځولو په ویاړ جوړ شوي ول.

ایران او پاکستان دواړه مرستو ته اړتیا لري. پاکستان د انرژي له کړکیچ سره مخامخ دی. دا په داسې حال کې ده چي ایران د خپلې انرژي منابعو په پلورلو کې ستونزي لري. دغه هیواد د نړیوالو بندیزونو له کبله له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی.

دواړو هیوادونو روښانه کړې ده چې په دغه پروژه کې د امریکا متحده ایالاتو مخالفت کوم ځای نه لري او هغوی به یې عملي کړي.

احمدنژاد په دغو مراسمو کې وویل: «نن یوه تاریخي ورځ ده. د طبعي گاز پروژه د یوه لوی کار پیل دی.»

په پلان کې ده چې دغه پایپ لاین به د ۷۸۰ کیلو مترو په اوږدوالي د پاکستان په خاوره کي وغځول شي. ایران د دغه پایپ لاین ډیره برخه په خپله خاوره کې غځولې ده.

ویل کيږي چې ایران غواړي پاکستان ته د دې پایپ لاین په جوړولو کې۵۰۰ میلیونه ډالر پور وکړي. پلان شوې ده چې دغه پروژه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري پای ته ورسیږي.

امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني پر ایران باندي د دې هیواد د اتومي پروگرام له کبله سخت تحریمونه وضع کړي دي. لویدیځ هیوادونه پر ایران باندي تور لگوي چې غواړي اتومي وسلې جوړي کړي خو ایران تل دغه ادعاوې ردوي.

احمدي نژاد زیاته کړه: «د پایپ لاین غځول زموږ له اتومي پروگرام سره تړاو نه لري. تاسو نه شي کولای د گازو د یوه پایپ لاین په واسط یو اتومي بم جوړ کړی.»

اوس چې پاکستان له ایران سره په خاصه توگه د نفتو په برخه کې معاملې کوي، کیدای شي چې پخپله هم د امریکا تر تحریمونو لاندې راشي. د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري ویاند فرحت الله، د اسوشیتد خبري آژانس ته وویل: «موږ هیله لرو چې زموږ ملگري [لویدیځ هیوادونه] انرژي ته زموږ اړتیا درک کړي.»

د پاکستان پیپلز گوند غواړي چې تر راتلونکو ټاکنو مخکې یو څه لاس ته راوړنې ولري. داسې ښکاري چې دغه گوند نه یوازي دا غواړي د انرژي له کرکیچ سره مبارزه وکړي، بلکې غواړي د متحده ایالاتو پر ضد هم ودریږي.

د ایران او پاکستان په یوه گډه اعلامیه کې راغلي دي: «د پایپ لاین د پروژې بشپړیدل په دواړو هیوادونو کې د سولې، امنیت او پرمختگ په گټه دي... دا همداراز د دواړو هیوادونو اقتصادي، سیاسي، او امنیتي اړیکې هم تحکیموي.»