1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران، امريکا او په منځني ختیځ کي د جنگ خطر

۱۳۹۷ مرداد ۵, جمعه

د تیرو ورځو تر سختو لفظي حملو وروسته داسي معلومیږي، چي هم د امریکا جمهوررييس ترمپ او هم د ایران جمهوررييس روحاني د وضعي د آرامیدو کوښښ کوي. ددې دلیل دادی چي یو جنگ کیدلای سي په منځني ختیځ کي سخت خراب عواقب رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/32C7B
Bildkombo Donald Trump und Hassan Rohani
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm//A. Kenare

کله چي د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررييس دونالد ترمپ د تیري سه شنبه په ورځ د امریکا د پخوانیو عسکرو د تر ټولو لويي اتحادیې، ویترانس آف فورین وارس(Veterans of Foreigns Wars) په مخکي راښکاره سو، نو یې د ایران په باب وویل، چي دغه هیواد بدلون مومي، شاید دونه ډیر، چي کیدلای سي ورسره یو تړون هم امضأ سي.

هغه زياته کړه چي ایران هغه پخوانی هیواد نه دی: «سړی باید منتظر سي، چي څه پيښیږي. موږ تیار یوو، له ايران سره یوه معامله وکړو، خو داسي معامله نه، لکه پخوانیو حکومتونو چي کړې وه، ځکه چي هغه یو ناورين وو.»

خو ترمپ په خپلو دغو اظهاراتو سره خپل پروگرام اعلان نه کړ، بلکي دا یې گونگه پریښوله، چي په مشخص ډول یې مقصد څه شی دی. د «پولیټیکو» مجلې په اټکل د ایران د اټومي پروګرام په باب د ترمپ سخته تگلاره کیدلای سي ددغه هیواد په هکله د مفکورې د لومړي بدلون سبب سوی وي. او دا د ترمپ له منطق سره برابره هم ده، چي وايي، ټینگ او سخت پاتیدل نتیجه هم ورکوي. داسي چي که د دواړو خواوو دریځونه او مناسبات سره معلوم وي، نو کیدلای سي یوه نوې معامله هم تر سره سي.

په دې ډول سره نو ترمپ له پخوانیو عسکرو سره د ملاقات پر وخت خپل هغه تهدید ته نسبي شکل وروبخښه، چي یوه ورځ دمخه یې لا په تویتر کي ایران په سختو عواقبو سره تهدید کړی ؤ، په هغه صورت کي چي که ایران امريکا متحد ايالات تهدید کړي.

د ایران د جمهوررييس حسن روحاني مشاور، حسام الدین اشنا یې بیا په تویتر کي په جواب کي له خپله طرفه ویلي ول، چي ایرن نه، بلکي ترمپ پخپله د امریکا له پاره یو لوی خطر دی. نه یوازي د امریکا، بلکي ټولي بين المللي ټولني له پاره.

Syrien Raketen über Damaskus
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Ammar

داچي دواړو خواوو واقعأ جنگ غوښتئ، د نیویارک ټایمز د ایران کارپوهه، باربراسلېوین ورباندي شک لري، ځکه چي هغه د هیچا په گټه نه دی. خو په حقیقت کي دغه ټوله لفظي حملې په منځني ختیځ کي د سخت تشنجي حالت منطقی نتیجه ده. هلته د سوریې د جنگ په سبب موجودي شخړي او بحرانونه بیحده ډیر لوی سوي دي. اسراييل د مثال په ډول د لبنان حزب الله ته د ایران د نظامي وزر او په منطقه کي د غیر مستقیم حضور په سترگه گوري. د مونشن د لودویگ ماکسیملیان د پوهنتون تاریخ پوه، دانیل مالا په نظر: «اسراييل طبعأ له یوه مشخص تهدید سره مخامخ دی او کولای نه سي د دې تحمل وکړي، چي په دې مسأله کي یوه اشتباه رامنځته سي.»

Saudi Arabien - Donald Trump zu Besuch in Riad
انځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Vucci

په عین ډول د سعودي عربستان او ايران تر منځ وضع له تشنجه ډکه او ترمنځ یې مناسبات دونه خرابه دي، چي هیڅ سابقه نه لري. د عربي انترنیټي ورځپاڼي «الري الیوم» نشرونکئ، عبدالباري عطوان په خبره، که په دغه وخت کي د ایران او امریکا ترمنځ جنگ رامنځته سي، نو به وضع نوره هم خرابه سي. د ده په نظر که جنگ رامنځه سي، نو عربي نړۍ به پردرو جبهو سره وویشل سي: په یوه خوا کي به سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر او اردن وي. دغه گروپ به کوښښ وکړي، چي د خپل پخواني د ټولو دښمن هيواد،اسراییلو سره هم اتحاد رامنځته کړي. په دوهم گروپ کي به هغه هيوادونه وي، چي د امريکا حملې او له اسراییلو سره اتحاد ردوي. دا عبارت دي، د عراق، الجزایر، لبنان، سوریې او فلسطین خپلواکمني ادارې څخه.

دریم گروپ یې بېطرفه هیوادونه دي، د هغې جملې څخه مراکش او تونس. د عطوان په نظر یوه جنگ شروع کیدلای سي، خو په ډیري اسانۍ سره به مذهبي او دیني اختلافات هم رامنځته او د سُني او شیعه ترمنځ درز به نور هم ژور کړي.

د عطوان په عقیده دا هم سخته ده چي عربي ولس دي بیا د یوه جنگ له پاره اماده او سازماندهي سي. ځکه په ۱۹۸۰مو کلونو کي د ایران او عراق ترمنځ جنگ دونه تاوانونه ورسوله، لکه په اروپا کي چي د دوهم عمومي جنگ په نتیجه کي رامنځته سوي وه.

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:( 21.12.201  )