1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت په سياست کې د سالويني او اوربان پيوستون

۱۳۹۷ شهریور ۷, چهارشنبه

ویکتور اوربان چې د غيرقانوني مهاجرتونو پر وړاندې يو سخت سياست تعقيبوي، له ايټاليا څخه د ليدنې پر مهال يې د مديترانې له لاري د مهاجرتونو پر بشپړ توقف ټينګار وکړ. هغه په دغې مبارزه کې سالوينې یو اتل او خپل هم نظره وښود.

https://p.dw.com/p/33xlL
Italien Matteo Salvini empfängt Viktor Orban
انځور: Getty Images/AFP/M. Bertorello

د هنګري لمړي وزير ویکتور اوربان له ايتاليا څخه د ليدنې پر مهال، د مهاجرو پر وړاندې د ايتاليا د کورنيو چارو د وزير ماتئو سالوينې له جدي چلند څخه په لوړ آواز ستاينه وکړه.

اوربان ټینګار وکړ، هر هغه اقدام چې سالويني په «مديترانې کې د مهاجرينو پر وړاندې د دفاع» په برخه کې ترلاس لاندې نيولی دی، هغه څه دی کوم چې تر دې مخکې هنګري په مرکزي اروپا کې تعقیب کړی دی. د هنګري لمړي وزيردغه زياته کړه، هيواد ېې په دې سياست کې يو نمونه دی چې کولای شي مهاجر په وچو لارو کې توقف کړي. هغه همدا ډول له سالويني څخه هم غوښتونکی شو چې وښيي چې «مهاجر کيدای شي په سمندري لارو کې هم متوقف کړل شي.»

د مهاجرت ضد شريکانو په لټه کې

دغه دوه سیاستوالان په داسې يوې لاره کې خپلې هڅې روانې کړي دي تر څو يې اروپا پر لور د مهاجرتونو لړۍ ته د پای ټکی ايښودلی وي. اوربان د ايتاليا په ميلان ښار کې د خپلو خبرو پر مهال هیله څرګنده کړه چې د اروپا په پارلمان کې د اروپا د خلکو ګوند چې له فيدس اوربان او مسيحي سوسيال او مسيحي دموکرات له ګوندونو څخه متشکل دی، زمونږ ترڅنګ ودريږي هغه څنګ چې د غيرقانوني مهاجرتونو غوښتونکی نه دی.»

هنګري له صربستان او کرواشیا سره پر څو سوه کيلومترو سرحدونو باندې اغزن تار لګولی دی. د هنګري تر دغه اقدام وروسته، اوس لږ شمير پناه غوښتونکي او مهاجر د بالکان سيمې هيوادونو له لارې لويدېځې اروپا ته راځي. خو له بلې خوا بيا د مديترانې سمندرګي له لارې په کشتيو کې ايتاليا پر لور مهاجرتونو زور اخيستی دی. په همدې دليل دغه دواړه هيوادونه په واقعيت کې پر يوه ټکي خپلو کې همغږي نه دي.

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير سالويني د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه غوښتي دي، هغه مهاجر چې د مديترانې سمندرګي له لارې ايتاليا ته ځانونه رسوي، ومني. خو ويکتور اوربان بيا پر غړو هيوادونو د مهاجرو له ويش سره مخالفت کوي.

د آلمان او ايتاليا تر منځ توافقات د نهايي کيدو په حال کې

د ماتئو سالويني د خبرو پر بنسټ، د بيرته استول کېدونکو مهاجرو په تړاو، د روم او برلین تر منځ يو هوکړه ليک په خپل وروستي پړاوونو کې قرار لري. د آلمان حکومت په وينا، ايتاليا ورڅخه غوښتي هغه مهاجر چې برلين يې بيرته روم ته استوي، په بدل دې برلين په هماغه شمير کې هغه مهاجر له ايتاليا څخه ومني چې په مديترانې سنمدرګي کې ژغورل کيږي.

د اوربان د سفر پر وخت اعتراضونه

ايتاليا ته د ويکتور اوربان له رسيدو سره هم مهاله، شاوخوا درې زره کسانو د دغه هيواد په ميلان ښار کې په اعتراضونو لاس پورې کړ. د ايتاليا په پارلمان کې د سوسيال دموکرات ګوند استاځي ايمانويلي فيانو د دغو اعتراضونو پر مهال وويل: «مونږ د اوربان اروپا نه غواړو. اوربان ځان د سالوينې دوست ګڼي، خو کله چې له جګړو څخه د تښتيدلو مهاجرو د منلو خبره مطرح کيږي، بيا خپلې دروازې بندوي.»

د پنځو ستورو عوامپاله خوځښت چې په حکومت کې د ماتئوسالويني له شريکانو څخه ګڼل کيږي هم يې ايتاليا ته د اوربان د سفر پر وړاندې قهرجن غبرګون ښکاره دی. د ايتاليا د حکومت مرستيال لوئيجي دي مايو د هنګري د مهاجرت پر سياست کلکې نیوکې وکړې چې ګواکې دغه سياست د ايتالیا له کټو سره په تضاد کې دی.

دویچه وله/ ا. ج / م ک ص

مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انخوريز البوم: