1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا د ترمپ پر زوم حلقه د تنګېدو په حال کي ده؟

۱۳۹۶ آذر ۱۱, شنبه

د دونلد ترمپ پخواني امنيتي سلاکار فلين منلي چي د روسيې سره د تماس د افتضاح په تړاو يې درواغ ويلي ول. اوس د دونلد ترمپ زوم خارېد کوشنر هم تر فشار لاندي راغلی دی.

https://p.dw.com/p/2oe45
USA Jared Kushner im Weißen Haus in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د دونلد ترمپ پر زوم خارېد کوشنر داسي شکونه زيات سوي چي ښايي مايکل فلين يې دې ته هڅولی وي چي د روسيې سره تماس ونيسي. د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخي کوشنر حد اقل د فلين حوصله افزايي کړې چي دغه کار وکړي.

خارېد کوشنر چي د ولسمشر دونلد ترمپ مشاور هم دی، د (NBC) رسنۍ د راپور له مخي يې مايکل فلين دغه تماس ته هڅولی ؤ. يوې بلي امريکايي رسنۍ واشنګټن پوسټ بيا په خپل يو راپور کي ليکلي چي کوشنر د دونلد ترمپ د عبوري ډلې څخه تر ټولو لوړپوړی کس دی چي د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کي يې د دې امر کړی ؤ چي په متحده ايالاتو کي د هغه وخت د روسي سفير سرګې کيسلاياک سره دي تماس ونيول سي.

کوشنر نه يوازي د دونلد ترمپ زوم بلکه د هغه د زيات اعتماد وړ يو کس دی. که دا ثابته سوي چي کوشنر و مايکل فلين ته د روسيې سره د تماس نيولو امر کړی وي، نو دا به د دې باعث سي چي د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت د ورسيې سره د تماس افتضاح د دونلد ترمپ تر ټولو نژدې حلقې ته ننوزي.
فلين ځان په درواغ ويلو پړن وباله

مايکل فلين چي د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د دونلد ترمپ امنيتي سلاکار ؤ، وروسته د سپيني ماڼۍ رسمي امنيتي سلاکار سو. خو فلين صرف څو اونۍ پر خپله چوکۍ ناست ؤ او بېرته ليري کړل سو. نوموړي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د دسامبر په لومړۍ نېټه) دا ومنله چي د فدرالي امنيتي ادارې (FBI) ته يې د روسيې سره د تماس نيولو په ترڅ کي درواغ ويلي ول.

فلين په واشنګټن کي د فدرالي محکمې مخي ته ومنل چي د روسي سفير سره د تماس په هکله يې رشتيا نه ول ويلي. موضوع دا وه چي فلين د ۲۰۱۶ کال په دسامبر مياشته کي د ياد سفير سره تليفوني خبري کړي وې. دا هغه وخت ؤ چي فلين د راتلونکي ولسمشر دونلد ترمپ د ملي امنيتي سلاکار په توګه نومول سوی ؤ. دا هغه وخت ؤ چي د اوباما د ادارې موده لا پای ته نه وه رسېدلې او دونلد ترمپ لا په رسمي توګه د ولسمشرۍ چوکۍ نه وه اشغال کړې.

د فلين له لوري د جمعې په ورځ په يوه خپره سوې اعلاميه کي هغه ويلي دي چي چلن يې ناسم ؤ. هغه ويلي چي د ځانګړي تحقيق کوونکي رابرټ ميولر سره پوره همکاري کوي. د هغه په وينا دغه همکاري «د خپلي کورنۍ او د خپل هيواد» د ښېګڼي له پاره کوي. خو اټګل کيږي چي په بدل کي به فلين له محاکمې څخه ځان وژغورلای سي.

خو سپيني ماڼۍ د وکيل ټای کاب له لاري ويلي چي فلين په يوازي سر ياد کار کړی او هيڅ بل څوک په دغه موضوع کي ورسره ښکېل نه دی. په دې توګه دونلد ترمپ هڅه کړې چي خپل زوم کوشنر له دغې موضوع څخه ليري وساتي.

دا لومړی ځل نه دی چي کوشنر د روسيې سره د تماس نيونې په افتضاح کي ښکېل بلل کيږي. نوموړي د ۲۰۱۶ کال په جون مياشته کي ترمپ د لور ايوانکا سره په ګډه د روسۍ وکيلي سره په يوه ملاقات کي ګډون کړی ؤ. هغه وخت د ملاقات موضوع د ترمپ د مخالفي کانديد هېلري کلنټن پر ضد مهم اسناد ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):

USA Michael Flynn in Washington
مايکل فلين ځان پړن بللیانځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski