1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا ختيځه اروپا کي دموکراتيک اصول تر ګواښ لاندي دي؟

۱۳۹۶ دی ۹, شنبه

داسې ښکاري چې په ختيځه اروپا کې د دموکراسۍ اساسات بيا له ګواښ سره مخامخ شوي دي. دا چي ولي په د غه مطلب کي يې لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/2q84h
Rumänien Bukarest Proteste Korruption Gesetz
په رومانيه کي احتجاجانځور: picture-alliance/AP/V. Ghirda

اروپايي ټولنه د پولنډ په وړاندې جزايي پلټنه شروع کوي. په رومانيا کې په لسګونو زره خلک د قانون د حاکميت او د حقوقي دولت د تضعيف پر ضد مظاهره کوي. سره له دې هم حکومت غواړي قضائيه قوه تر خپل کنترول لاندې راولي او د قوو وېش هم کمزوری کړي. داسې ښکاري چې په ختيځه اروپا کې د دموکراسۍ اساسات بيا له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

که پولنډ، هنګري يا اوس تازه رومانيا وي: حکومتونه يې هڅه کوي چې قضائيه قوه تر خپل کنترول لاندې راولي، چې دغه کار ته د عمل جامه هم يو څه وراغوستل شوې ده. په دې ترتيب د قوو وېش او د ځواکونو انډول ته په دولت کې ګواښ پېښ شوی دی. هدف يې دا دی چې قضائيه قوه د واکدارانو په خوښه فعاليت وکړي.

په رومانيا کې حکومت پر څارنوالۍ باندې لا زيات نفوذ غواړي، څو د اداري فساد په هکله د قضيو مخه ونيسي. په پولنډ کې د عدليې وزارت غواړي چې د محکمو رئيسان د خپلې خوښې مطابق مقرر او ګوښه کړي. په هنګري کې د اساسي قانون د محکمې يا سترې محکمې حقونه او صلاحيتونه په ۲۰۱۱ کال کې د نوي اساسي قانون په تصويبېدو سره سخت راکم شوي دي. په عين وخت کې د قاضيانو او څارنوالانو له پاره د تقاعد د عمر راټيټېدل هم د ځينو دغسې چارواکو له لېرې کولو سره مرسته کړې ده.

اپوزيسيون له کومو ستونزو سره مخامخ دی؟

داسې ښکاري چې د ډېرو واک لرونکو اصلي اصول دا دي چې ګټونکی هر څه د ځان له پاره غواړي، يعنې دا چې اکثريت هر هغه څه کوي چې خوښيږي يې. يا د کنترول او څارنې خپلواک ارګانونه رديږي يا پکې خپل کسان ځای پر ځای کيږي. اپوزيسيون د دولت له خوا کنترولېدونکو رسنيو ته لاسرسی نه لري او په عين وخت کې د پلټنو د پلاوو مخه هم نيول کيږي.

د مطبوعاتو او بيان آزادۍ هم له ستونزو سره مخامخې دي. که اروپايي ټولنې ته کانديد هېوادونه لکه مونتې نېګرو يا صربستان وي، يا غړي هېوادونه لکه بلغاريا، پولنډ او هنګري: د حکومتونو له خوا د عامه خدماتو عمومي ټلويزيوني چېنلونه او دولتي خبري اژانسونه تر سختې قبضې لاندې راغلي دي. د دولتي اعلانونو په کمېدو سره دغسې کمزوره شوي مطبوعات هسې هم دولتي مرستو ته قايليږي، مګر تر څنګ يې پخواني مخالف او خپلواک چېنلونه هم د لايسنسونو د لارې او حکومت ته د نژدې پانګوالو له خوا د رانيول کېدو د طريقه د دولت په خوښه لارې غوره کولو ته اړ ايستل کيږي.

د کډوالو وضعيت څه ډول دی؟

کډوال او همدارنګه اقليتونه د ختيځې او جنوب ختيځې اروپا په هېوادونو کې همداراز له ستونزه سره مخامخ دي. د هنګري حکومت د نامطلوبو مهاجرو پر ضد په هدفمنه توګه تبليغاتي کمپاينونه په لاره اچوي. په سيمه کې د تر ټولو ستر اقليت په توګه د روما قوم له ښکاره تعصب سره مخامخ دی.

د پخوانۍ يوګوسلاويا د جنګونو پايلې په تېره بيا له اقليتونو سره د سلوک په برخه کې هم څرګنديږي. د مثال په ډول البانيايان او مسلمان بوسنيان په صربستان کې له دښمنيو څخه سر ټګوي، خو صربان بيا په کرواشيا او کاسوو کې هم له ورته ستونزو سره مخامخ دي. بر عکس بيا هنګري په بهر کې مېشت د خپلو اتباعو له پاره د کلکې طرفدارۍ له کبله له ګاونډيو هېوادونو رومانيا او سلواکيا سره ستونزې لري.

دا په داسې حال کې ده چې په ختيځه اروپا کې د نورې اروپا  په څېر هم عوام پال ګوندونه د پياوړي کېدو په حال کې دي. په ختيځه اروپا کې اکثرا حاکم ګوندونه ډېر قوي او دولتي بنسټونه بيا تر ډېره ضعيف وي. له دې کبله د دموکراتيکو بنيادي ارزښتونو په پلويتوب د ځینو واک لرونکو ژمنې ډېرې جدي نه برېښي.     

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.01.2017):