1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا بنګله دېش په روهنګيايي مسلمانانو کي بيري خپروي؟

۱۳۹۸ شهریور ۱, جمعه

په بنګله دېش کي نژدې ۳۵۰۰ روهنګيا مهاجر په دې بيره کي شپه او ورځ تېروي چي ميانمار ته به اخراج سي. د دويچه وېله همکاران نااومي کونراد او عرفات الاسلام له کاکس بازار ښار څخه ورباندي راپور ورکوي:

https://p.dw.com/p/3OMzz
Rohingyas Flüchtlinge kehren nach Myanmar zurück
انځور: DW/A. Islam

په بنګله دېش کي د ميانمار څخه ورغلو روهنګيا مهاجرو لوی مهاجر کمپونه به کاکس بازار نومي ساحلي ښار کي واقع دي. په دغو کمپونو کي يو ۲۹ نمبر مهاجر کمپ دی چي پکښي درې کسيزه ډلې ګرځي او «ټاکل سوو» مهاجرو ته دا خبر ورکوي چي بېرته به ميانمار ته لېږدول کيږي. په ټوليزه توګه لس دغه ډول کاري ډلې سته چي بايد په ياد کمپ کي ۳۰۹۱ کسانو ته دا خبر ورسوي. د دغه کاري ډلو سره د اړونده مهاجرو د نومنو ليسټونه موجود دي چي په مرسته يې دغه ډلې پيدا کوي او ورته ياد خبر رسوي.
 

که د کاکس بازار ټول مهاجر کمپونو د يو کمپ په توګه وشمېرل سي نو به دمګړی د نړۍ تر ټولو لوی مهاجر کمپ وي. په دغو کمپونو کي اوسېدونکي روهنګيا مهاجر په ميانمار کي له هغو تاوتریخوالو څخه تښتېدلي دي چي د ملګرو ملتونو له خوا ورته »ايتنيکي تصفيه« ويل سوې ده.

د بنګله دېش دولتي کارکوونکي د روهنګيا په مهاجر کمپونو کي داسي تبليغاتي کاغذونه ويشي چي پکښي د هغو روهنګيا سره په انګريزي او ځايي ژبه ليکل سوي يو شمېر ژمني سوي چي غواړي خپل هيواد، ميانمار ته ستانه سي. د بېلګي په توګه پر يوه تبليغاتي پاڼه يوه روهنګيايي مېرمنه په حجاب کي انځور سوې چي وايي: «زه د ميانمار اوسېدونکې يم.»

په دغو پاڼو کي راغلي چي بېرته تلونکو روهنګيا مهاجرو ته ښايي د ميانمار تابعيت ورکړل سي، هغه کسان چي کورونه يې له منځه تللي ښايي ورته اپارتمانونه ورکړل سي او داسي نور. که څوک د بنګله دېش له چارواکو څخه پوښتنه وکړي چي دغه تبليغاتي پاڼي يې له کومه کړي نو ورته وايي د «ميانمار حکومت چاپ کړي دي».

ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو مرستندويه سازمانونو د کاکس بازار په ماجر کمپونو کي يو مقدار پيسې مصرف کړي دي. په دغو کمپونو کي د ماشومانو ابتدايي ښوونځي او طبي مرکزونه رامنځ ته کړل سوي دي. دلته حتی بعضي کوڅې هم رامنځ ته سوي چيري چي رکشې ځي او راځي او بعضي کوچني دوکانونه هم جوړ سوي دي.

خو په دغو کمپونو کي د کار او روزګار امکانات تقريبا هيڅ نسته. دا چي دلته اوسېدونکي ځوانان هيڅ مصروفيت نه لري نو داسي بيري هم سته چي ښايي امنيتي وضعه په ښکاره توګه خرابه سي. خو د ټولو ستونزو باوجوده په دغو کمپونو کي اوسېدونکي روهنګيا مهاجر وايي چي د کمپونو دغه ستونزمن ژوند يې په خپل هيواد ميانمار کي تر ژوند څو وارې بهتره دی. د بېلګي په توګه يو ۶۰ کلن سړی وايي چي هيڅکله به بيا ميانمار ته ولاړ نه سي. هغه زياتوي: «هغوی موږ ووژلو او زموږ مځکو ته يې اور اچولی.»

د آلمان ږغ پر خبريالانو ګڼ شمېر روهنګيا مېرمني هم راټولي سوي او غوښتل يې چي خپل نظر څرګند کړي چي نه غواړي ميانمار ته بېرته ستنې سي. یو مېرمني چي يو ماشوم يې هم په غيږ کي وو په ژړا ژاړه وويل: «هلته پر موږ جنسي تيری کيږي، زموږ څخه سوی استفاده کيږي، موږ نه غواړو چي خپلو کورونو ته ستنې سو.»

داسي ناتاييد سوي آوازې تر غوږو کيږي چي د بنګله دېش هيواد د ۲۲ زرو روهنګيا پناه غوښتونکو ليسټ ميانمار ته استولی چي پر دغه هيواد فشار زيات کړي. ويل کيږي چي ميانمار له ياد شمېر وړانديز سوو کسانو څخه ۳۴۵۰ انتخاب کړي او وايي چي بېرته دي خپل هيواد ته ستانه سي. د ملګرو ملتونو د UNHCR اداره دغه ليسټونه ارزوي او پر دې پام کوي چي څوک په جبر ونه لېږدول سي. د بنګله دېش چارواکي وايي چي دغه بېرته ستنېدنه د ستنیدونکو په خوښه ترسره کیږي او دا چي هيڅوک به په زور نه ايستل کيږي.

تېر کال هم ورته هڅې سوي وې چي په خپله خوښه روهنګيا مهاجر بېرته ميانمار ته ستانه سي. خو دغه هڅې نه وې بريالۍ سوي. سږ کال هم ښايي دغه هڅه بريالۍ نه وي ځکه د مرستندويانو په وينا تر اوسه پوري يو روهنګيایي هم نه دی حاضر سوی چي په رضاکارانه توګه بېرته ستون سي.
 

aa/mas (Naomi Conrad, Arafatul Islam)