1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا آلمان کي مهاجر د رواني روغتيا د بحران سره مخ دي؟

۱۳۹۷ آبان ۱۸, جمعه

کله چي د تاوتريخوالي په يو جرم کي د مهاجر د ښکېلتيا خبر خپور سي نو بعضي کسان پوښتنه کوي چي ايا هغوی تاوتريخوالي ته تمايل لري که څنګه؟ ارواپوهان په دې هکله څه نظر لري؟

https://p.dw.com/p/37xJM
Symbolbild Depression
انځور: Colourbox

د آلمان په فرايبورګ ښار کي يوه محصله د يو شمېر نارينه ؤ له خوا د جنسي تېري ښکار سوه. دا چي په دغه قضيه کي تورن اکثر کسان سوريايان دي، نو په آلمان کي داسي بحثونه رامنځ ته سول چي ايا مهاجر و تاوتريخوالي ته تمايل ښيي که څنګه؟

روانې کارپوهان په دې هکله بل ډول د ارزونې هڅه کوي. په دې ترڅ کي هغوی د مهاجرو پر هغو سفرونو تمرکز کوي چي په آند يې د روانې ګواښونو سره مل وي.

پروفيسور توماس اېلبېرت د آلمان د کونستانڅ پوهنتون د ارواپوهنې يو متخصص دی. هغه وايي چي په مهاجرو کي د روانې ناروغيو بحران د زياتېدو په حال کي دی. نوموړي د ليوپولدينا په نوم اکاډمۍ له پاره په اړونده څېړنه کي برخه اخيستې ده. هغه وايي چي د مهاجرو د رواني ناروغيو په تړاو بايد اړين اقدامات وسي. هغه وايي: «دا هغه څه (د تاوتريخوالي پېښه) دي چي موږ يې وړاند وينه کړې وه.»

پروفيسور اېلبېرت خبرداری وکوي چي د تاوتريخوالي پيښي په زياته سي که د وضعه داسي بدلون ونه مومي چي په ترڅ کي يې « په زياته ځوان نارينه چي په آلمان کي د پناه غوښتنه کوي، په ټولنه کي د حيثيت يا مقام تر لاسه کولو امکان په لاس راوړي.»

د اېلبېرت په وينا په ټولنه کي يو مقام تر لاسه کول د ستونزو د حل کلي يا کونجۍ ده. هغه وايي چي په ټولنه کي يو حيثيت يا مقام لرل کسان د داسي جرمونو لکه جنسي تېري او قتل څخه راګرځوي. هغه وايي چي په ټولنه کي د مقام او حيثيت له لاسه ورکول د بېلګي په توګه هغه وخت رامنځ ته کيږي کله چي يو کس زنداني او په دې توګه له ټولنې څخه ليري کړل سي. د هغه په وينا په اصل کي دا ډول اقدام سزا نه وي بلکه د نورو جرمونو د رامنځ ته کېدو د مخنيوي هڅه وي. هغه زياتوي چي هغه کسان چي په ټولنه کي خپل مقام له لاسه ورکوي نو د هغوی له پاره جرم تر سره کول آسانه کيږي.

اېلبېرت پر دې ټينګار کوي چي مهاجر له طبيعت څخه د جرايمو و ترسره کولو ته تمايل نه لري او نه هم د هغوی شاليد او ايتنيکي تړاؤ و جرمونو ته د تمايل سبب بلل کيدلای سي.

ممکنه ريسک فاکتورونه، فشار

اېلبېرت وايي چي البته يوه لويه برخه مهاجرين د داسو ريسک فاکتورونو سره مخامخ کيږي چي د جرم تر سره کولو امکانات زياتوي. دا د هغو لاملونو له کبله چي هغوی د خپل هيواد څخه د تېښتي او و اروپا ته پر لارې ورپېښ سوي دي. دغه اروا پوه وايي چي زيات هغه کسان چي اروپا ته رسېدلي، ورباندي زښت لوی فشارونه راغلي دي. هغه وايي: «هغوی تر دايمي فشار لاندي ځان احساسوي.»

اېلبېرت وايي چي تر ريګستانونو تېر سوي مهاجر يې د هغوی د لاري د تکاليفو په هکله پوښتلي. هغه وايي بعضو يې ويلي چي پر لاره مجبوره سوي چي جرايم تر سره کړي ولي چي پر هغوی بريدونه سوي او د ډاکوګانو له خوا يې لاره نيوله سوې ده. اېلبېرت وايي چي څېړنو ښودلې چي د لوېديځي افريقا څخه چي لس ځوان هلکان د اروپا په نيت خپل سفر پېلوي، صرف دوه يې تر مديترانې او صرف يو يې تر اروپا په رسېدو کي بريالی کيږي.

اېلبېرت په دې آند دی چي د زښتو فشارونو تجربه کوونکو دغو کسانو ادغام بيا هم ممکن دی. هغه وايي د روانې زخم څخه کړېدونکو کسانو درملنه بايد وسي. نوموړي په دې تړاو د «روانې ژوبل مهاجر ـ سمدلاسه غبرګون او اقدمات ته اړتيا سته» تر عنوان لاندي يوه څېړنه هم تر سره کړې.

ايا روانې زخم د ډليز جنسي تېري تمايل زياتولای سي؟

روانې زخم يا ژوبله هغه حالت ته وايي چي د يوې سختۍ وروسته يو انسان ورسره مخامخ کېدلای سي. دغه رواني ناروغي په زياتو مواردو کي د دې لامل کيږي چي د سختي پيښي وروسته لا هم انسان په روانې توګه د هغه له کبله کړيږي، بد خوبونه ويني، ورباندي د بيري حالتونه راځي او داسي نور. د جسمي زخم سره د دغې ژوبلي فرق دا وي چي څوک يې په سترګو نه سي ليدلای. کارپوهان په دې آند دي چي زيات مهاجر بېله دې چي څوک په خبر و اوسي له رواني زخم څخه کړيږي.

اېلبېرت وايي چي هغه فشارونه چي و اروپا ته پر لاره مهاجر ورسره مخامخ کيږي په زياته بيا په ځوان مهاجرو کي د رواني ژوبلتيا (post-traumatic stress) سبب ګرځېدلای سي. هغه وايي چي د دا ډول رواني ناروغۍ پايلي په ټولنه کي د مېرمنو په پرتله په ځوان نارينه ؤ کي ډېرې خرابې کيدلای سي. دا په داسي حال کي چي په ۲۰۱۵ کال چي کوم مهاجر اروپا ته ورسېدل پکښي اکثريت يې ځوان نارينه ول.

خو اېلبېرت وايي چي د رواني ژوبلې او د جنسي تېري تر منځ هيڅ اړيکه نه ويني. هغه وايي چي فکر کوي چي جنسي تېری په ټولنيز کېدو کي د ستونزو له کبله او د دوامداره تاوتريخوالي د شاهد پاته کېدو عوامل درلودلای سي. اېلبېرت وايي: «کله چي څوک خپل اخلاقي پولې چي د څه شي اجازه سته او د څه شي اجازه نسته له لاسه ورکړي، نو جنسي تېری يو انتخاب کېدلای سي. موږ په جګړې ته ورته حالتونو کي وينو چي د دولت او د واک مونوپول نه وي. په دا ډول حالاتو کي ځوان نارينه په جنسي تېري پېل کوي. هغوی دغه کار د ډلو په شکل کي کوي چي وازمويي او وښيي چي په ډله کي څوک تر ټولو ظالم کس دی.»

اېلبېرت او نور کارپوهان په دې آند دي چي آلمانۍ ټولنه چي اوس د يادو ننګونو سره مخامخ ده، د مهاجرو په اخراج ستونزه نه سي حل کولای. د دغه کارپوه په وينا په اخراج سره نورو ټولنو ته د دغې ستونزي لېږل غوره حل لاره نه ده.

اېلبېرت او نور کارپوهان وايي چي د آلمان په ټولنه کي د ښه ادغام له پاره د مهاجرو د روانې ستونزو درملنه حتمي ده.

ليکونکې: اېما واليس
ژباړه: ا.و.ا.