1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوزديمير: اردوغان غواړي په آلمان کي هم ترکيه جوړه کړي

۱۳۹۶ تیر ۳۰, جمعه

جيم اوزديمير له دويچه ويله سره په مرکه کي پر ترکيې سختي نيوکي وکړې. هغه وايي آلمان هم بايد د سادګۍ خپل سياست پای ته ورسوي. اوزديمير پر روسیه ضد بنديزونو هم ږغېدلی.

https://p.dw.com/p/2gw1u
DW Interview mit Cem Özdemir
جيم اوزديمير، د زرغون ګوند سياستوالانځور: DW/R. Oberhammer

اوزديمير: د ترکيې په وړاندي د مرکل دريځ ډېر پوست دی

جيم اوزديمير يو آلمانی سياستوال دی چي له ۲۰۰۸م کال راهيسي د آلمان د زرغون ګوند مشرتوب کوي. هغه په ۱۹۹۴م کال کې د آلمان مرکزي پارلمان «بندستاگ» ته بريالی سو او په دې توګه لومړی پارلماني وکيل وو چي مور او پلار يې ترکان دي.

د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر مياشتي پر۲۴مه نېټه په آلمان کي پارلمان انتخابات کیږي. دويچه وېله د دغو ټاکنو په درشل کي د آلمان د مهمو ګوندونو له سياستوالو سره د مرکو لړۍ پېل کړې ده. په دې ترڅ کي د زرغون ګوند د سياستوال جيم اوزديمير سره هم ۳۰ دقيقه يي مرکه وسوه. د نوموړي دغه مرکه تر ډيره پر بهرني سياست راڅرخېدله.

جيم اوزديمير په مرکه کي وويل چي د اوکراين لانجې په پسمنظر کي بايد پر روسيه لګول سوي بنديزونه لا زیات سي. هغه وويل چي د اوکراين په ختيځ کي وضعه د خرابېدو په حال کي ده. هغه زياته کړه: «له همدې کبله زه هيڅ دليل نه وينم چي ولي بايد بنديزونه ليري کړو.»

ترکيه

د دويچه ويله مسؤلي مديري اينس پول او د هغې همکار عبدالکريم جعفر له اوزديمير سره د ترکيې په اړه هم خبري وکړې. اوزديمير وويل، دا چي ترکيه د آلماني د پارلمان استازو ته اجازه نه ورکوي چي په ترکيه کي مېشتو آلماني عسکرو ته ورسي، نو په دې سره «اردوغان داسي عمل کوي چي د ناټو غړيتوب ته نه ښايي». هغه وويل چي دغه د اردوغان او د انگلا ميرکل تر منځ لانجه نه، بلکي د ترکيې او ناټو تر منځ يوه لانجه ده.

د دې پوښتني په جواب کي چي اوزديمير په اروپايي اتحاديه کي د ترکيې د غړيتوب پر سر د خبرو اترو په هکله څه فکر کوي، هغه وويل: «دغه خبري اتري بايد لکه څنګه چي اوس شاته په يخچال کي پرتي دي، بايد همداسي پرېښودل سي.» د زرغون ګوند دغه سياستوال وويل چي که ترکيه د اعدام سزا بېرته رامنځ ته کړي نو بيا بايد ورسره ټولي د غړيتوب خبري ودرول سي او بايد ترکيه له اروپايي شورا څخه وايستل سي.

د آلمان «سادګي»

اوزديمير په دغه مرکه کي وويل چي ټولې هغه هڅي چي مقصد يې په آلمان کي د دولت تر څنګ د بل دولت رامنځ ته کول وي، بايد ودرول سي او ورته اجازه ور نه کړله سي. هغه وويل: «په دغه موده کي چي موږ خبري سره کوو، په آلمان کي په پرله پسې توګه د مسجدونو د اتحاديو مشرانو ته تغير ورکول کيږي. ادغام غوښتونکي، پر آلماني ژبه مقتدره، د مسيحي کششانو او يهودي رايبانو او ګاونډيانو سره تماس نيونکي کسان ليري کيږي او پر ځای يې د انقرې اوامر پر ځای کوونکي راوستل کيږي چي د دې اجازه بايد ورنه کړو، زما په آند آغلي ميرکل ډېر پوست دريځ خپل کړی دی.»

د زرغون گوند دغه سياستول د آلمان پر لومړۍ وزيري انګلا ميرکل هم نيوکه وکړه او هغه يې له ترکيې سره د لانجې په ترڅ کي ډېره نرم دريځه وبلله: «زه د بېلګي په توګه ويلای سم چي هر هغه کوښښ چي مقصد يې د دولت تر څنګ بل دولت رامنځ ته کول وي، بايد مخه يې ونيوله سي. ماته زیات د ترکيې د اپوزيسيون کسان راځي او وايي چي بيره لري چي په آلمان کي به ونه ساتل سي. بايد دا ونه زغمل سي چي د اساسي قانون د څار په اداره کي د نفوذ موندلو هڅه وسي، آلمان په دې موضوع کي ډېر ساده دی.»

اوزديمير په دغه مرکه کي پر دې هم ټينګار وکړ چي آلمان بايد د چاپيريال ساتنې په تړاو لا زياتي هڅې وکړي. هغه پر دې هم ټينګار وکړ چي په آلمان کي بايد د ښووني او روزني په سياست کي زيات بدلون راوستل سي، تر څو د ټولني د هر قشر ماشومانو ته د مساوي چانسونو برابرولو ژمنه پوره سي.