1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: له داعش سره جنگ زور اخلي

۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

د امريکا جمهور رئيس له تروريستي ډلي «اسلامي دولت» سره د جنگ د چټکتيا د اړتيا خبره وکړه. هغه د داعش مشرانو ته گواښ وکړ چي پټېدلای نه سي او ډېر ژر به ئې نوبت راورسيږي.

https://p.dw.com/p/1HNMu
انځور: Reuters/C. Barria

د امریکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۴مه) له داعش سره جگړې ته د زور ورکولو د اړتيا خبره وکړه.

اوباما په پنتاگون کي له خبريالانو سره په خبرو کي له «اسلامي دولت» ډلي سره جنگ ستونزمن وباله او له دغي تروريستي شبکې سره په مبارزه کي د پرمختگ له پاره د جگړې د زياتېدو غوښتنونکی سو. خو پر دې سربيره ئې ټينگار وکړ: «داعش ته ورځ تر بلي ضربه ورکوو.»

اوباما د داعش پر ضد د امريکا په مشرتوب ائتلاف ته اشاره وکړه او ويې ويل چي «په عراق او سوريه کي ځيني هغه سیمي چي اسلامي دولت نيولي وې اوس ئې بيرته له لاسه وتلي او مشران ئې يو په بل پسې د ائتلاف هدف گرځي.»

هغه زياته کړه: «د داعش مشران نسي کولای چي پټ سي او زموږ پيغام هغوی ته ډېر ساده دئ: د هدف بل کس به تاسي ياست!»

د امريکا پوځ د تيري پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۰مه) اعلان وکړ چي د داعش د مالي چارو مدير د عراق په شمال کي په يوه هوايي يرغل کي وژل سوی دئ.

د امريکا په خبره په دغه يرغل کي د داعش دوه نور لوی مشران وژل سوي دي. د امریکا د پوځ وياند وويل چي د دغو درو کسانو تر وژلو وروسته به د داعش مالي سرچينې او د جنگيالیو کنترول کمزوری سي.

د اوباما پر سياست باندي نيوکي

اوباما په داسي حال کي د دوشنبې په ورځ له داعش سره د جنگړې د چټکتيا د اړتيا خبره وکړه چي په پاريس کي تر تروريستي يرغلونو وروسته پر اوباما باندي د جمهوري غوښتونکو نيوکي زیاتي سوي دي.

په پاريس کي تر بريدونو وروسته چي ۱۳۰ انسانان پکښې ووژل سول د امريکا د کاليفورنيا ايالت په لوېديځ کي هم يو وسله وال يرغل کي ۱۴ کسان ووژل سول.