1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما روسي هکران په غچ اخيستني وګواښل

۱۳۹۵ آذر ۲۶, جمعه

بارک اوباما نه غواړي چي د روسي هکرانو سايبري بريدونه بې جوابه پرېږدي. نوموړي ويلي چي امريکا بايد د بهرني حکومت له لوري په ټاکنو کي د لاسوهني په برخه کي غبرګون وښيي.

https://p.dw.com/p/2UMtC
USA Präsident Barack Obama
انځور: Reuters/Y. Gripas

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوبا په زغرده د روسي هکرانو د سايبري بريد د جواب ويلو او غچ اخيستلو ګواښ کړی دی. اوباما ويلي: «زه فکر کوم چي په دې کي هيڅ شک نسته چي موږ بايد غبرګون وښيو، کله چي يو بهرنی حکومت زموږ د ټاکنو پر خپلواکمنۍ باندي د بريد هڅه کوي.»

اوباما د (NPR) په نوم رسنۍ سره د خبرو پر وخت زياته کړې: «خو موږ به د دغه غبرګون وخت او ځای پخپله تعين کړو. د دغه کار يوه برخه به روښانه او په عامه محضر کي وي او يوه برخه به يې نه وي.»

خو باراک اوباما د امريکا د بهرنۍ استخباراتي ادارې (CIA) ادعا نه ده تکرار کړې چي له مخي يې روسيې د سايبري بريدونو په مرسته غوښتل له دونالد ترمپ سره مرسته وکړي چي د ولسمشرۍ انتخابات وګټي.

اوباما د خپلو خبرو پر وخت له دې څخه هم ډډه وکړه چي په دغو سايبري بريدونو کي پر دونالد ترمپ او يا د هغه پر ډله د لاس لرلو تور پوري کړي. خو اوباما له دې څخه شکايت وکړ چي د «روسي هکري بريدونو له کبله د دونالد ترمپ په پرتله د هېلري کلنټن کامپاين زياتې ستونزې لرلې.»

ايا ترمپ ته ګټه ورسېده؟

په مياشتو مياشتو د هېلري کلنټن او د هغې د بنسټ پر ضد د ايميلونو د لانجې په تړاو په عامه محضر او انټرنټ کي د تورونو موضوع توده وه. د اوباما په وينا ترمپ د «ديموکرات ګوند پر ضد د سياسي افواؤ» د دغې موضوع له پايلو څخه په سياسي توګه ګټه واخيستله.

پتېيل سوې ده چي د اوباما دغه مرکه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۶مه نېټه) خپره سي.  اوباما په دغه مرکه کي زياته کړې چي د راتلونکي کال د جنوري مياشتي پر۲۰ نېټه به دونالد ترمپ ته د ولسمشرۍ دفتر تر سپارلو مخکي لا د هکري بريدونو په تړاو د سپيني ماڼۍ يو راپور وړاندي کول يې خپل ځان ته يو هدف ټاکلی دی.

د پوتين په امر؟

د (NBC News) په نوم رسنۍ تر دې دمخه په خپل يوه راپور کي ويلي ول چي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پخپله لارښوونه کړي وو چي د هېلري کلنټن له هک سوو برېښناليکونو سره بايد څرنګه چلن وسي.

يادي رسنۍ په خپل دغه راپور کي د دوو لوړ پوړو استخباراتي چارواکو په حواله ويلي ول چي پوتين د هېلري کلنټن پر ضد دغه عمل د غچ اخيستلو په توګه کړی وو. د راپور له مخي، ځکه چي کلنټن د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري په توګه په ۲۰۱۱م کال د روسيې د ټاکنو قانونيت تر سوال لاندي راوستلی وو.

د دغې رسنۍ د راپور له مخي وروسته پوتين دغه سايبري او هکري بريدونه پراخ کړل چي په مرسته يې وکولای سي د امريکا متحدو ايالاتو د انتخاباتو نظام اختلاسګر وښيي.

خو د روسيې د ولسمشر وياند دېميتري پېسکوف، دغه تورونه رد کړل او هغه يې «د خندا وړ او احمقانه» وبلل.

له بله اړخه د امريکا راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ هم دا خبره د شک وړ وبلله چي ګويا د ديموکراتانو پر ضد د هکري بريدونو تر شا دي د روسيې لاس وي. د جمهوري غوښتونکي ګوند سياستوال ترمپ پر دغه موضوع د امریکا متحدو ايالاتو د استخباراتي ادارو معلومات د شک وړ بللي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.07.2013):